طالبانو يو باندنى عسکر ويشتلى

عطاالله محمدي | دسمبر 23rd, 2013


د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې د وسله والو په مخامخ ډزو کي يو عسکر وژل سوى.
د ناټو ځواکونو دا خبرپاڼه ليکي چي ياد کس په ختيځ کي د وسله والو په مخامخ ډزو کي وژل سوى.
ناټو په خپله خبرپاڼه کي د تل په څېر د وژل سوي عسکر د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ ښوولى.

Copyright Larawbar 2007-2024