کور / تازه خبرونه / کلاشنکوف مړ سو

کلاشنکوف مړ سو

له بي بي سي څخه په مننه
په نړۍ کې د تر ټولو پېژندل شوې او زیاتې کارېدونکې وسلې، یعنی کلاشینکوف، جوړوونکی میخایل کلاشینکوف د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی د تېر نومبر په میاشت کې له ناروغۍ وروسته په روغتون کې بستر و.
میخایل کلاشینکوف د ۱۹۱۹ میلادي کال د نومبر په لسمه نېټه په لویدیځه سایبیریا کې زېـږېدلی و او ۱۷ خویندې او ورورڼه یې درلودل.
میخایل کلاشینکوف وروسته هغه کلاشینکوف جوړ کړ چې یوه بل روسي عسکر ورته وویل ولې روسان په خپله داسې یو ټوپک نه جوړي چې د هغه ټوپک سره سیالي وکړای شي چې د جرمني پوځیان یې کاروي.
د کلاشینکوف د جوړولو چارې په ۱۹۴۷ کال کې بشپړې شوې او دوه کاله وروسته د روسیې پوځ د دې وسلې په کارولو پیل وکړ.
میخایل کلاشینکوف د خپل عمر تر اتیا کلنۍ پورې د همدې ټوپک کلاشینکوف د مشر ډیزاینر په توګه کار وکړ.
میخایل کلاشینکوف دا خبره ردوله چې ګواکې د ده له خوا په جوړ شوي ټوپک ګڼ خلک وژل شوي.
هغه په دې هکله ویل چې دا د نورو هېوادونو تګلارې دي چې کلاشینکوف ته اړتیا لري.
میخایل کلاشینکوف په ۲۰۰۸ کال کې ویلي وو دا ماته ډېر دردونکې ده چې هر ډول مجرمان زما ټوپک کلاشینکوف کاروي.
دغه اتومات ټوپک په نړېواله کچه منل شوې او کارېدلې وسله ده.
د کلاشینکوف ښه والی په دې کې دی چې جوړول یې اسانه او ساده دي، د باور وړ وسله ګڼل کېـږي او ساتل یې هم دومره ګران کار نه دی.
میخایل کلاشینکوف که څه هم د خپل دولت له خوا په دې لاسته راوړونه ونازول شو، خو له دې لارې یې ډېرې پیسې پيدا نه کړې.
یو ځل یې په یوه مرکه کې آن دا هم وویل چې که د کلاشینکوف پرځای یې د وښو ماشین جوړ کړی وای نو له دې به ډېر شتمن و.