کور / خبرتیا او پيغامونه / د شفيع الله تاند سره خواخوږي

د شفيع الله تاند سره خواخوږي

د خواخوږۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره شپه د پښتو ژبې د ځوان شاعر،ليکوال او ژورنالېست شفيع الله تاند پر کور وسلوالو بريد کړى او د هغه والد صېب يې وژلي، ورور يې ژوندى بېولى او دى يې هم ټپي کړى دى.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه له ښاغلي شفيع الله تاند سره په دغه درد ناکه او له غمه په ډکه پېښه کې ځان شريک ګڼي، مونږ د عرش څښتن ته لاسونه لپه کووو او نوموړي ته د عاجلې روغتيا او مرحوم پلار ته يې د فردوس جنت غوښتنه کوو، تاند چې د پښتو ژبې د ځوانو ليکوالو په قطار کې تل هسکه غړۍ ولاړ او د دغه ډګر خدمت يې کړى دى، هڅې يې د ستايلو دي.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه ياده پېښه په کلکو ټکو غندي، له امنيتي ادارو غواړي چې په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او د تاند ورور چې دا ګړۍ د وسلوالو په واک کې دى له بنده ازاد او عاملين يې ژر تر ژره ونيسي.

د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه