کور / اسلامي / د شب يلدا لمانځل

د شب يلدا لمانځل

د شب يلدا لمانځل څه حکم لري ؟

د يلدا کلمه سوري کلمه ده چې د ميلاد معني لري او ددې څخه مقصد د لمر د پيدايښ لمانځنه ده ، شب يلدا او نوروز لمانځنه د لمر پرستو او اور پرستو مشرکانو اخترونه او د خوښۍ ورځې بلل کيږي ، شب يلدا او نوروز په ايرانيانو او نورو کې د اسلام څخه مخکې رواج وو ، کله چې د اسلام مقدس دين ظهور وکړ ، دغو او نور د کفارو اخترونو لمانځنه باطل اعلان شول او پر ځای يې د مسلمانان د پاره دوه اخترونه چې عبارت له فطر او قربان څخه دي تعين شول .

‹‹ جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې دوه عيدونه مروج وو (نوروز او مشرکان يو بل اختر ) چې دوی په هغه کې خوشحالۍ او ميلې کولې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا دوې ورځې د څه دي ؟ هغوی عرض وکړ : مونږ به د جاهليت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې خوشحالۍ او بازۍ کولې .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالی تاسې ته د دغو ورځو پر ځای دوې ورځې تعين کړې چې په هغو دوو کې د دنيا او آخرت خير او برکت شته : د فطر اختر او د قربانۍ اختر ››
ابوداود (1134 ) او نسائي (1556 ) .

يو له هغو اخترونو چې د جاهليت په زمانه کې ايرانيانو لمانځل هغه نوروز او شب يلدا و غيره وو دا اخترونه د جاهليت د زماني د مشرکينو اور پرستو اخترونه بلل کيږي ، چې د مسلمانانو د پاره يې لمانځل حرام او د ايمان او عقيدې د پاره سخت خطرناک دي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي

:﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾[ فرقان 72]

« د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي . »

نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مشرکينو په اختر کې کډون ونه کړي ځکه چې د هغوی په اختر کې کډول کول د هغوی سره مشابهت دی . دا تقاليد د جاهليت د زماني نه را پاتي دي چې د دی لمانځنه د مشرکانو سره تشبه کول دي . په حديث شريف راغلی دي : [من تشبَّه بقومٍ فهو منهم ](ابوداؤد) يعنې څوک چې د کوم (کافر ) قوم سره (د هغوی په مذهبي او ديني مراسمو کې ) ځان مشابح کوي له همغوی څخه به وشميرل شي .

د یوې ورځې لمانځل په دې معنی دي چې سړی هغې ورځې ته په تعظيم او احترام قايل شي مثلاً رخصتي او د کار ترک کول ، د نويو جامو اغوستل ، ددې ورځې د پاره خاص طعام يا خواراک برابرول دي .