کور / شعر / د افغان زړه

د افغان زړه

ولسمشرکرزی ته ډالی

لکه سپین غر او اباسین زړه
لکه د باز، لکه شاهین زړه

د هندوکش دغره په لوړه ځوکه
لکه الماس غوندی واورین زړه

د تور غره مینه یی خیبر ته رسی
د کابل سیند غوندی لورین زړه

لکه هلمند غرونو ته غیږ ورکوی
د کنړ سیند همداسی سپین زړه

زړه د افغان لکه د غر غوندی دی
حریف ګڼلی وو خاورین زړه

ولسمشرکرزی ته ډالی

بابوزی
۳/ جدی/ ۱۳۹۲