کور / اسلامي / د احتکار په اړه معلومات

د احتکار په اړه معلومات

د احتکار :

اِحتِکَار په لغت کي د ګراني په انتطار د يو شي راګرځولو ته وايي .

مُحتَکِر هغه چا ته وايي چي د ګراني د پاره خوراکي توکي د بازار څخه راګرځوي .

په شريعت کي اِحتِکَار دې ته وايي چي څوک اَقوَات يعني د انسانانو او حيوانانو د پايښت خوراکي مواد لکه غنم ، وربشي ، پړوړ ، شپيشتي او داسي نور د ګرانۍ په انتظار راګرځوي .

اِحتِکَار هغه وخت حرام دى چي د موادو تنګي وي او خلکو ته يې ضرر رسيږي ، که په يو ښار کي د خوراکي توکو پراخي وه او په اِحتِکَار خلکو ته زيان نه رسېدى هلته بيا پروا نه کوي .

دغه ډول که څوک د خپلي مځکي غله او حاصل د ګرانۍ د پاره ساتي دا هم په اِحتِکَار کي نه راځي ځکه دا يې خپل حق دى .

دغه رنګه که څوک د بل هيواد يا بل ښار څخه د انسانانو او حيوانانو د پايښت خوراکي توکي لکه غنم ، وربشي ، پړوړ او شپشتي واردوي او بيا د ګرانۍ په اميد راګرځوي دا هم په اِحتِکَار کي نه راځي ، ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراکي توکو واردونکى مرزوق بللى دى يعني الله يې په رزق کي برکت پيدا کوي او اِحتِکَار کونکى يې ملعون بللى دى .

د ابوحنيفه رحمة الله علیه په آند اِحتِکَار يوازي په هغو شيانو کي منع دى چي هغه د انسانانو او حيوانانو قوت وي يعني په ورځني ژوند کي اړتيا ورته لري او په پايي البته د قوت څخه ماسيوا نور شيان که څوک د ګرانۍ د پاره د بازار څخه ټولوي په هغه کي اِحتِکَار نه راځي .

د ابو يوسف رحمة الله علیه په آند د هر شي په تنګۍ که خلکو ته زيان او ضرر رسېدى د هغه اِحتِکَار حرام دى ، که څه هم ټوکران يا سره او سپين زر وي