درې بهرني پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 28th, 2013


اسوشیټیډ پریس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی په کابل کی د پرونۍ موټر بم حملې له امله درې بهرني پوځیان ووژل سول خو دا یې و نه ویل چی هغه بهرني پوځیان د کوم هیواد اتباع وو .

لاکن د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چی په دې حمله کی ۱۲ امریکایی پوځیان وژل سوي دي او دا حمله د کندز یو اوسېدونکي حبیب الرحمن وکړه چی په موټر کی یې خورا زیات منفلقه مواد ځای پر ځای کړي وو او هغه یې د امریکایی پوځیانو په قطار کی وواهه .

Copyright Larawbar 2007-2024