کور / تازه خبرونه / په افغانستان کښي یو میلیون کسان په نشه يي توکو روږد دي

په افغانستان کښي یو میلیون کسان په نشه يي توکو روږد دي

دنشه يي توکو پرضد دملګرو ملتونو اداره (UNODC) او افغاني رسنۍ خبر ورکوي چي په افغانستان کښي تقریباًيو مېليون کسان چي عمر ئې له ۱۵ څخه تر ۶۵ کلنو په منځ کښي دئ، په نشه يي توکوروږد دي چي ډېری برخه ئې ځوانان او شپېته زره ئې ښځي دي.
چارواکي وايي چي ٣٥٠٠٠تنه په خوست، ٢٥٠٠٠زره په پکتيا ، ١٢٠٠٠ په پکتيکا او ۷۰۰۰۰ په هرات، ولايتونو کښي په ډول ډول نشو روږد دي.
کورنۍ او اجتماعي ستونزي، کمزری اقتصاد، بې کاري، له بدو او په نشه يي توکو له روږدو کسانوسره ناسته او ولاړه او داسي نور هغه عوامل دي چي ځوانان په نشه روږد کېدوته اړباسي.
که څه هم په هیواد کښي د نشيانو شمېره زياته سوې او ورځ تر بلي زياتیږي خو له بلي خوا د نشيانو د درملني اسانيتاوي هم کمي دي.
د نشه يي توکو د کر، توليد،کاروني ، قاچاق او په دغو توکو د اخته کسانو درملنه ددولت په وړاندي يوه مهمه ستونزه ده چي حل ئې مبارزې، وخت ، لګښت او اوږد مهال نړۍ وال ملاتړ ته اړتيا لري.