کور / اسلامي / هغه چي لمونځ نه کوي .

هغه چي لمونځ نه کوي .

لمونځ نه کوونکي په دوه ډوله دي:

۱- هغه چې لمونځ د اهانت، یا مسخره کولو او یا د هغه د وجوب څخه د انکار کولو په خاطر نه کوي نو هغه د امت په اجماع سره کافر او مرتد دي. ځكه چې لمونځ د اسلام د مهمو برخو له جملی څخه دی، او هر څوک چې هغه خوار او سپک وګڼي په حقیقت كې اسلام او دین سپک ګڼي، آن تر دې چې د هغه په زړه كې د ذرې په اندازه هم ایمان وجود نه لري او دا کس د هغه کافرانو له جملې څخه دی چې خدای تعالی یې په قرانکریم كې داسې یادونه کړیده:

وَإِذَا نَادَیتُمْ إِلَى الصَّلاَةِ اتَّخَذُوهَا هُزُواً وَلَعِباً ذلِکَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ یعْقِلُونَ (۳)

ژباړه: او کله چې دوی لمانځه ته راوبلل شي نو هغه په ټوکو او مسخرو نیسي او په هغه سره خنده کوي، دا کار د دوی د نه پوهیدنې له امله دی ځكه چې دوی عقل نه لري.

همدارنګه د هغه کسانو له حال نه هم خبریږو چې په لمانځه باندی ټوکی وهی او هغه د خپلی پس ماندګی نښه بولی.

۲- دوهم قسم د لمونځ نکونکې هغه کسان دي چې لمونځ د تنبلی له کبله نه کوي، یا د دنیا په چارو کې زیا ت بوخت وي او یا هم د خپلو نفساني غوښتنو تابع وي، چې په دې باره د علماؤ ترمنځ اختلاف موجود دی چې ایا نوموړی کس کافر دی که فاسق؟ که چیرې نوموړی شخص فاسق وي، نو آيا د هغه وژل روا دي او که ورته تعزیر ورکړل شي؟

امام ابو حنیفه وايي:

نوموړی شخص فاسق دی او واجب ده چې دومره ووهل شي چې له بدن څخه یې وینی وبهیږي، او تر هغه وخته په زندان كې پاتې شي تر څو چې یې په لمانځه کولو پیل نه وي کړی، او د روژی نه نیونکی حکم هم همدا دی.

امام مالک او امام شافعی وايي:

نوموړی شخص فاسق دی، نه کافر. مګر په قمچینه وهل ورته کافی نه دي، که لمانځه نه کولو ته دوام ورکوی نو باید ووژل شی.

امام احمد وايي:

هغه په خپلو مشهورو روایاتو كې وايې چې: لمونځ نه کوونکی کافر دی او له دین څخه وتلی دی او بیله وژلو څخه بله سزا نه لري، او همدارنګه واجب ده چې ورڅخه د توبې ویستلو غوښتنه وشي که یې قبوله کړه هغه د خوشي او که یې قبوله نکړه نو غاړه یې د پرې کړی شي.

قرانکریم، لمونځ نه کول د کفارو له خصوصیاتو څخه شمیرلي دي

وَإذَا قِیلَ لَهُمُ ارْکَعُواْ لاَ یرْکَعُونَ (۴)

او کله چې دوی ته وویل شي چې رکوع وکړى نو رکوع نه کوي.