د دوسيو د څېړلو د زده کړي له پاره سيمينار جوړېږي

عطاالله محمدي | دسمبر 30th, 2013


په غیري مسلکي ډول د یوشمېر دوسیو څېړنه ددې لامل شوې،چې مجرمینو ته سزا نه
ورکول کیږي .
دغه ټکی نن ( دوشنبه) د میدان وردګو ولایت په مقام کې د حکومتدارۍ او حاکمیت
په نوم جوړه شوې غونډې ته چې د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په
مشرۍ جوړه شوې وه،د دغه ولایت د ښاري محکمې رئیس وکړ.
نوموړی دغه خبره وروسته له هغې کوي،چې د دغه ولایت د بېلابېلو امنیتي مسؤلینو
له لورې د یادې محکمې پر مسؤلینو نیوکه وشوه،چې دوی یو شمېر مجرمینو ته برات
او یا هم ډېرې کمه سزا ټاکل کیږي .
د ميدان وردګو ولایت د ښاري محکمې مشر قضاوتمند جماالدين وویل په امنیتي ادارو
کې د ځیني مجرمینو دوسیې په ښه توګه نه څېړل کیږي او دوی مجبوره دي،چې په بشپړ ثبوت ترلاسه کولو سره مجرم ته د سزا اندازه وټاکي .
په دغه غونډه کې چې د دغه ولایت امنیه قوماندان،ملي امنیت مرستیال او بېلابېلو
قضایي ادارو مسؤلینو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو،د میدان وردګو والي ښاغلي
عبدالمجید خوږیاڼي وویل : ډېر ژر دې،د هغو امنیتي مسؤلینو لپاره ،چې د دوسیو
په څیړلو کې ونډه لري،یو ګډ روزنیز ورکشاپ جوړ شي.
ده زیاته کړه،چې په دغه روزنیز ورکشاپ کې چې د دغه ولایت د امنیتي ارګانونو
سربیره د ملي امنیت د څارنوالۍ منسوبین،استناف څارنوالۍ او ښاري محکمې مسؤلین او استازې به په کې برخه واخلي موخو د دوی ترمنځ د یوې ښې همغږۍ د رامنځته کولو ترڅنګ د قضیو په څېړلو کې له بو بل سره خپلې تجربې شریکول دي .
د میدان وردګو د والي په وینا په دې سره به وکولای شو،چې د ټولو ارګانونو له
لورې د قضیو د ښه څېړلو مهارت په ترلاسه کولو سره مجرم او بې ګناه معلوم کړو
او هغه کسان چې مجرمین پيژندل کیږي،قانوني جزا ورکړل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024