کور / تازه خبرونه / د بلجیم هیواد د بروکسل او انتورپن لوی ښارونه په بد امنی تحدید شوي دي

د بلجیم هیواد د بروکسل او انتورپن لوی ښارونه په بد امنی تحدید شوي دي

د روسیی د والګاګراد تر تروریستي حملو وروسته نن د بلجیم هیواد په اجتماعي شبکو او ورځپاڼو کي داسي خبرونه خپاره شوي دي چي ګویا اسلامي بنسټپالو د نوي 2014 عیسوي کال د لمانځلو په مراسمو کي د مرګونو چاودنو وعده کړې ده . د انتورپن ښار په یوه چاپیدونکی ورځپاڼه ( هیت لاست نیوز ) کي د ( مجلس شورای مهاجرین ) ټولني لخوا چي د ( شریعیه فور بلجیم ) بنسټپالي ګروپ سره نږدی اړیکي لري ، خبر خپور شوی چي ، دوی غواړي د بروکسل او انتورپن ښارونه د خپلو حملو مرکز وګرځوي . امنیتي چارواکو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي . ویره ده چي که کډوال او بهرني اوسیدونکي دې لمانځغونډو ته راشي نو د پولیسو له خوا به ازار او ازیت شي . د کډوالو ځوان نسل داسي اعلامیی غندي او وایی چي د داسي کړونو تاوان یوازي دغه ځوان نسل ته رسیدلای شي .