کور / کتابتون - هنر او ادبيات / کتابتون: [پښتو او پښتونولي د پښتنو د نجات لار] نومي پر لیکه اثر

کتابتون: [پښتو او پښتونولي د پښتنو د نجات لار] نومي پر لیکه اثر

د پښتو او پښتونولي د پښتنو د نجات لار نومي اثر لیکوال عبدالحکيم نورزی د خپل دغه اثر په اړه لیکي:
لکه څنګه چی نبی علی السلام دالله (ج) په امر دصفا پر غونډۍ پر خپل قوم ږغ وکړی او هغوی ئی د الله (ج) دعذابونو څخه خبر کړل ، ما هم دیو مسلمان په صفت دخپل محبوب پیغمبر محمد رسول الله (ص) په پیروۍ دا فیصله وکړل چی خپل دا مظلوم پښتون ملت دهغو خطراتو څخه خبر کړم چی دوی ته متوجه دی.
مادا فیصله وکړل چی په علمي لحاظ په خپله  دې  ګونګۍ ژبه ،  ړندو سترګو ، د سواد په لحاظ ناتوانه حالت پر خپل مظلوم  پښتون ملت  چې د تاريخي بربادۍ پر لور په  پټو ستر ګو روان دى  نارې او سورې ووهم ، که وکولاى شم  هغوى د نابودۍ د دې تاريخي كندې  څخه راګرځوم  .  
زه د خپل زړه درد او ارمان  چې په  دې  څو بې  ارتباطه پاڼو کې مې ليكلى دى ،  هغو ر ښتينو او ننګياليو  پښتنو ته د نجات د چيغې په ډول وړاندې كوم  چې  تراوسه د  پښتنو د دښمنانو له خوا  د  بې ننګۍ او بی تفاوتۍ په وژونكي ويروس او ميكروب  مبتلا شوي نه وي   .  
زه دا خپلې نارې او چېغې پرهغو رښتينو پښتنو وهم چې لا تراوسه  يې  په وينو کې د پښتو او پښتونولۍ عالي ، اسلامي او انساني جوهر موجود وي  .  
زه دا كتاب هغودرنو پښتنو ته د درناوي په حيث ډالۍ كوم  چې د ژوند هدف يې  د پښتون ملت نجات اوسوكالي وه او ده او په  دې خاطر  يې  تيارې شپې روڼي  کړې دي  . د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ.

د کتاب پېژندنه:
ليکوال: عبدالحکيم نورزی
انلاين چاري  :  مختار احمد احسان   – د لراوبر ويبپاڼي برېښنايي کتابتون


يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !