زابل ښځي د وزګارتیا له امله په ناروغیو اخته شوی

جاويد احمد تنوير | دسمبر 31st, 2013


ددي ولایت دښځو چارو ریاست مسؤلین دښځو پروړاندي دکارونو نشتوالي په اندیښنه کي اچولي ، ددغه ریاست کارکونکي وایی چی ډيری ښځي دهمدي امله چی کارونه نه لري ټوله ورځ په کورنوکی ناستي وی او اوس په روحي ناروغۍ اخته شوي دی ، دښځو چارو رئیسه اغلي میرمن صدیقه جلالي وایی دښځو اوزګارتیا ددي لامل شوی چی هغوي په یوډول روحي ناروغي اخته شی ، دنوموړي په خبره په ورځني ډول ډيری میرمني ورته دکار پیدا کولو لپاره راځي خو دوي داسی پروژی نه لري چی په یوه وخت کی دی سلګونه میرمني پرکار واچوي ، صدیقي جلالي پرنړیوالو موسسو او دولتي ادارو ږغ وکړ چی ښځو ته دي دکار زمینه برابره کړي ،
خودزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار دښځو لپار دکار پیدا کولو هڅه دځان مسؤلیت ګڼي ، نوموړی وایی که څه هم یوشمیر پروژی یی دښځو لپاره پلی کړی خو بیا هم دهغوی داقتصادي ژوند دپیاوړي کولو لپاره باید نور پروګرامونه هم پلی کړي
دښځو پروړاندي دکارونو دنشتوالي ستونزه پداسی حال کی راپورته کیږي چی پدی ورستیو کی په هیواد کی دنړیوالو موسسو کارونه کم شوی او له امله یی خلک دبی کارۍ سره مخامخ کړي دی ، یوشمیر کسان وایی که چیرته دولت دخلکو داوزګارتیا مخه ونه نیسي نو په ټولنه کی به دجرمنو ګراف جګ لاړ شی.

Copyright Larawbar 2007-2024