کور / تازه خبرونه / په دي وروستیو کي د جنسي تیریو پيښي زیاتي سوي دي

په دي وروستیو کي د جنسي تیریو پيښي زیاتي سوي دي

په دې ورستیو کښي دافغانتسان په مخلتفو ولایتونو کښي پر کوچنیانانو او ښځو باندي جنسي تیري موضوع داکثرو رسنیو سرلیک کرځېدلی او دخلګو پام ئې ځان ته اړولی دئ. زینب دفاریاب ولایت هغه ځوانه نجلۍ ده چي یو وار دماما اوبل وار دلېور له خوا ورباندي جنسي تیری سوی دئ. زینب دازادۍ راډیو او حقیقت ویبپاڼي سره د تیر سوي حالت پیښه داسي شریکه کړې ده.
“مور مي مجبوره کړم چي له یو سړي سره چي عمر ئې ډېر لوړؤ واده وکړم، خو ما او پلار مي نه غوښتل چي دا واده وسي. زما د پلار په غوښتنه دا واده رد سو. ددې واده څخه د تښتي له پاره د خپل ماما کور ته ولاړم خو نه پوهیدم چي ماما مي څه راسره کوي. د ماما د کور ټول کارونه مي کول او دا کار ئې په ژمي کښي وکړ.ښايي له مخکي به ئې دا ډول کار په زړه کښي ؤ، خو زه نه ورباندي پوهیدم، په کور کښي به یوازي وم.هیڅ پوه نه سوم، چي ماما مي څنګه راغئ، زما لاس ئې ونیوئ او په زور ئې درې ځله ئې جنسي تیرې راباندې وکړ.”
وروسته تردې چي پرزینب ئې ماما جنسي تیری کوي، بیرته د خپل مور او پلار کور ته ورځي او څه موده وروسته دخاله د زوی سره چي په ایران کښي دئ واده کوي. دا وایي، اوه میاشتي ئې له خپل مېړه سره تیري کړې او بیا ئې مېړه د کار له پاره ایران ته ولاړئ، خو دا وار دلېور د نفساني غوښتنو ښکار کیږي. دا وايي، چي دا ځل ئې لېور ورباندي جنسي تیری وکړ او دا هم له دې کار نه د نجات لپاره دولت ته مخه کوي. خو کله چي دا دولت ته د خپلې ستونزې په هکله شکایت کوي، نو مېړه ئې له ایران څخه بیرته راځي، د دې مور و پلار دواړه وژني او بیا تښتي.
راوا ټکي ارګ په خپل ویب سایټ کښي لیکلي دي چي په افغانستان کښي ۲۵٪ ښځي دجنسي ځورني سره، ۳۰،۷٪ دفزیکي ځوروني او ۳۰٪ درواني تکلیفونه سره مخ دي. یاد سایټ دسروې په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي خو بې سوادي او ناپوهي ئې دښځو پروړاندي دجنسي تیري او ځورني عوامل بللي دي. دافغانستان دبشر دحقوقو خپلواک کمیسیون وايي چي دښځو دجنسي تیري ډېري پیښي ددولت سره دراز راز عواملو له مخي نه ثبت کیږي ځکه چي کله داسي هم پيښ سوي دي چي دجنسي تیري قرباني پولیسو ته خبر ورکړي خو دپولیسو له خوا په رنجر کښي بل جنسي تیری ورباندي سوی دئ او یاداچي د ښځو د چارو په ریاست کي پریوي پناه غوښتونکي انجلی جنسي تیری کیږي ددې پرځای چي هغې ته سرپناه ورکړل سي .
غزني، فاریاب، تخار، کنړ، کابل، ننګرهار، جوزجان، زابل،ډایکنډي، زندانانو او دډایکنډي دښځو چارو ریاست هغه ځایونه ښودل سوي دي چي پرښځو او ماشومانو باندي دجنسي تیري کوونکي پیښي پکښي رامنځ ته سوي.
افغاني رسنۍ خبر ورکوي چي داسي هم پېښ سوي دي چي دپلار له خوا پر لور جنسي تیری سوی وي.
د دیني چارو کارپوهان وايي چي که دولت د دارنګه پيښو عاملینو ته له قانون سره سمه سزا ورنه کړل سي، نو دارنګه پيښي به لا زیاتې سي.