په كوټه كې د غني خان په ياد كې غونډه پيل شوه.
حبيب تاثير - کوټه
د كوټي په مطبوعاتي مركز كې د پښتو ادبي غورځنګ كوټي له لوري د پښتو ژبې د نوموړي شاعر، ليكوال او فلسفي ارواښاد خان عبدالغني خان د زېږېدنې د سل كلن جشن د لمانځلو غونډ پيل شوه.
د دغه جسن په لمانځ غونډه كې لر او بر وطن څخه راغليو ليكوالانو، شاعرانو، سياسي مشرانو، د قلم خاوندانو او مينه والو برخه لري.
دغه يوه ورځنۍ غونډه چې غرمه مهال پيل او تر ناوخته پوري به دوام ولري، په كې د پښتنو ملتپالو ګوندونو مشرانو هم ګډون كړى ود.
څنګه چې لر او بر پښتنو ليكوالو دوه زره څوارلسم كال د غني خان په نوم ياد كړي دى نو په دغه غونډه كې به سياسي مشران، ليكوالان، اديبان د هغه په فن او ژوند باندې رڼا واچوي.
د سياسي مشرانو د ويناوو ترڅنګ ځينې ليكوال لكه: څېړونكى، ليكوال او شاعر ډاكټر لياقت تابان، ليكوال او ژباړونكى محمدنعيم ازاد، ډاكټر محمداقبال اقبال خټك او ځينې نور ليكوالان به ليكلې مقالې هم واوروې.
د غونډې نور حال به لږ وروسته په ليكه شي.