زابلي خبریالان وایی باید دوهل شوی خبریال موضوع جدی وڅیړل شی ،
جاويد احمد تنوير
زابلي ژورنالستان وایی که دپوهني وزارت دوهل شوی خبریال په اړه دپوهني درئیس څخه پوښتنه ونه کړي نو دوی به په دغه موضوع کی بی تفاوته پاته نشی او ددغه وزارت په اړه به جدي غبرګونونه وښی ، ژونالستان وایی دوي ورځي وړاندی یی دزابل دپوهني ریاست دفساد په اړه دخبر نشرولو ورسته خبریال وهل شوی دی ، دزابل درسنیو مرکز دیوي اعلامي په خبرولو سره دپوهني وزارت په خاص ډول دفاروق وردګ څخه غوښتنه کړي ترڅو دغه موضوع وڅیړي ، علامیه وایی که چیرته دپوهني په ریاست کی فساد نه وی موجود نو بیا څنګه کیدای شی چی خبریال دخبر نشرولو په بد کی وهل کیږی ، درسنیو دغه مرکز وایی چی همیشه دملي شتمنیو دخوندي ساتلو په برخه کی ددولت ملاتړ کړی او دغه راز یی دپوهني د ودي او پرمختګ په برخه تبلیغاتي رپوټونه دخلکو ترغوږونو رسولي خو بیا هم په زابل کی ددغه ریاست لخوا په وار واررسنۍ او درسنیو نمایندګان دخلکو دستونزوپه صورت کی تهدیدیږی دزابل درسنیو مرکز ددغه موضوع څیړل غواړی او دهیواد دټولو ژونالستانو څخه غوښتنه کوی دزابلي خبریال دوهلو موضوع دځان وهل ډبول وبولي ،