تسنيم اسلم:پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 3rd, 2014


اسلام اباد : دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم ويلي دي چې دمشرف دوسيه دپاکستان کورنۍ ستونزه ده او بايد بهرنۍ نړۍ په دې اړه انديښنه ونه کړي .دپاکستان حکومت دهيواد په پخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دائين دشپږم ارټيکل لاندې په دريم نومبر کال ٢٠٠٧م کې هيواد کې دايمرجنسي لگولو په ترڅ کې داساسي قانون د ماتولو اؤ داعلي عدليې دججانو دنظربند کولو په جرم کې په پرويز مشرف يوه ځانگړې محکمه کې دغدارۍ مقدمه چلوي . خو پرويز مشرف لا تر دې مهاله دغه محکمې ته نۀ دى وړاندې شوى اؤدميډيا راپورونو ترمخه تيره ورځ هغه عدالت ته په لاره دتللو په مهال دزړۀ دتکليف له امله يو پوځي روغتون ته وړل شوى اؤ دغلته يې علاج روان دى. اسلام اباد کې رسنيو ته داوو نيزې خبرې غونډې پر مهال وياندې تسنيم اسلم وويل اسلام اباد ته په راتلونکې اوونۍ کې دشهزاده سعودالفيصل ټاکل شوې دوره ددواړو هيوادونو ترمينځ دمعمول درابطو برخه ده اؤ زياته يې کړه چې دغه سفر دوزيراعظم نواز شريف دنيويارک دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ دغونډې په مهال ټاکل شوى ؤ.وياندې وويل دسعودي دبهرنو چارو وزير به پاکستان ته دخپل دغه دوه ورځني سفر په مهال پاکستاني مشرانو سره په بيلا بيلو دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو چارو خبرې کوي. ديوې پوښتنې په ځواب کې وياندې وويل دامريکادبې پيلوټه الوتکوبريدونو په اړه دپاکستان دريځ کې بدلون نه دى راغلى.تسنيم اسلم وويل دامريکادبې پيلوټه الوتکوبريدونو دمنلو جوگه نه دي او دغه بريدونه دهيواد دخپلواکۍ اؤ سالميت څخه سرغړونه ده دافغانستان راتلونکې ټاکنې ددې هیواد دسولې او ثبات په ګټه تمامه شي .هغې زیاته کړه چې دپاکستان د بهرنۍ تګلاره مهمه برخه داده، چې غواړي له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري ، څو دوی وکولی شي په ګډه اقتصادي پرمختګونه وکړي نوموړې دافغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې سره وویل چې هیواد یې هیله مند دی چې دا ټاکنې دافغانستان سولې او ثبات لپاره ګټور ثابت شي .میرمن اسلم وویل چې یو باثباته افغانستان کولی شي پاکستان ته دا زمینه برابره کړي چې منځني اسیا هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې پیاوړي کړي او له دې لارې خپل اقتصاد ټينگښت ومومي .له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو دوتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وویل چې په دې اړه افغانستان او امریکا په خبرو بوخت دي ، هغوی به په دې اړه پریکړه کوي.هغې زیاته کړه چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او خپلې پریکړې پخپله کوي.دبهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې هیواد یې دافغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې یې عملي ګامونه هم پورته کړي دي.د هغه په وینا، یو شمیر طالب بندیان یې خوشې کړي او دافغانستان دسولې د عالي شورا پلاوي ته یې ملا برادر سره د خبرو زمینه برابره کړې وه. پاکستان به دافغانستان روغې جوړې کار د برياليتوب اؤ په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره به له خلوصه ډکې هڅې روانې ساتي

Copyright Larawbar 2007-2024