د خبريال ويب پاڼي د همکار وهل وغندل سول

عطاالله محمدي | جنوري 5th, 2014


په هلمند كې د آزادوخبريالانوټولنه په زابل ولايت کې دپوهني درياست دچارواکو لخوا ديوه ځايي خبريالا وهل او ټکول په کلکو ټکو غنډي.
دا چې دوه ورځې وړاندې زلمى حليمي په زابل کې د خبريال ويبپاڼې خبريال د هغه ولايت د پوهنې د رئيس د ورور او خپلوانو لخوا له دې امله وهل شوى چې ګواکې ولي يې ددوى درياست په اړه منفي راپور جوړ کړى دى.
د هلمند د آزادوخبريالانوخپلواکه ټولنه دغه عمل په سختوټکوکې غندي اوددې ولايت له امنيتي اوقضايي اداروڅخه غوښتنه کوي چې هغه کسانو ته سخته سزا ورکړي چې حليمي يې وهلى او ډبولى دى.
د حليمي ګناه دا وه چې دياد ولايت دپوهني درياست دچارواکو له فساد څخه يې پرده پورته کړي وه چې دهغوى له غبرګون سره مخ شو، خو دچارواکو په دې ډول اعمالود ژورناليزم خوله نه تړل کيږي اونوربه هم خپلودندوته ژمن پاته شي او دفساد او ناوړه کړونو دمخنيوي په موخه به مبارزه چټکه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024