کور / راپور / د طالبانو د وياند سره د لراوبر ځانګړې، تفصيلي مرکه

د طالبانو د وياند سره د لراوبر ځانګړې، تفصيلي مرکه







نه په زور ولسونه تابع کيدائ شي؛ نه ټيکنالوجي هره جګړه ګټلئ شي قاري يوسف احمدي


 


 طالبان کله او څنګه رامنځته سوه :  د طالبانو واکمني د اسلامي تنظيمونو ، سيمه ايزو قومندانانو او پخوانيو جهادي ګروپونو تر دوه کلني کورنۍ جګړې وروسته د کندهار له سنګيسار کلي څخه د ملامحمدعمر اخند په مشري په ۱۹۹۴ ميلادي کال پيل او د ولسي وګړو له پراخ ملاتړه برخمنه سوه ، د ۱۹۹۶ د سپټمبر پر ۲۶مه يې پلازمېنه کابل له جنګسالارانو وژغوره  او تر ۱۹۹۸ کال پوري يې د افغانستان نژدې ۹۵ په سل کي خاوره تر خپلي واکمنۍ لاندي راوسته . پرطالبانودا نيوکه کېده چي ولي د ښځو د زده کړو او کار اجازه نه ورکوي ، دنيوکو دې لړۍ د طالبانو په لاس په ۲۰۰۱ کال په باميانو کي د بودا د تر ټولو لويي مجسمې تر ورانولو وروسته لا زور واخستئ ، له طالبانو سره د پاکستان مستقيمي مرستي له هيڅ چا پټي نه وي ، خو د وخت په تيريدو سره دا مرستي د افغانستان په کورنيو چارو کي مداخله وبلل سوه .


په افغانستان کي د القاعده ډلي د مشر اسامه بن لادن د شتون له امله د ۲۰۰۱ په سپټمبر کي پر نيويارک تر بريدونو وروسته د مسئوليت ګوته په افغانستان کي طالبانو ته ونيوله سوه،تر هغه وروسته چي طالبانو د امريکې دا غوښتنه چي ګواکي اسامه بن لادن دي دوی ته په لاس ورکړي ، ونه منله ، د امريکا استخباراتي ادارې د شمالي ټلوالي ( نظارشورا) په مرسته په افغانستان کي د طالبانو واکمني د پوځي زور له لاري له منځه يوړه او د هماغه مهال راهيسي د امريکې له خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې او د طالبانو له خوا د افغانستان د خپلواکۍ او اسلامي نظام د جوړښت نوم د جګړو په اورونو کي په لسګونو زره بېګنا افغانان ووژل سوه ، د لراوبر ويبپاڼي ادارې دلراوبر افغان ولس د معلوماتو لپاره دوسله والو طالبانو د رسمي وياند قاري محمديوسف احمدي سره مرکه کړې چي کټ مټ په هماغه بڼه يې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو.ديادوني وړ ده چي دا مرکه د ۲۰۰۸ کال د جون د مياشتي پر ۵ نېټه ترلاسه سوېده او جون پر ۱۴مه چي په لمريز حساب  ٢٥ / ٣ / ١٣٨٧ کيږي ، د لراوبر ويبپاڼي له لاري خپريږي .


لراوبر ويبپاڼه د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواوو د مېشت واحد افغان ملت د سوکالۍ ، يووالي ، او پرمختګ لپاره کلتوري او مطبوعاتي هلي ځلي کوي ، دا  اداره په سيمه او نړۍ کي له هيڅ يوې ډلي ، ګوند، يا کړۍ له خوا نه سمباليږي ، بلکي چلوونکي او کاري ډله يې يوازي د افغانستان د کلتوري ودي  او لراوبر افغان ولس تر منځ د اړيکو د پراختيا لپاره خپلواکه او ناپېيلي هلي ځلي کوي .


په درنښت


د لراوبر ويبپاڼي چلوونکئ
عبدالله احسان





د ښاغلي قاري يوسف احمدي لنډه يادونه :


بسم الله الرحمن الرحيم



دلراوبردويب پاڼې درنو او ځوانو ليکوالو!


نيکې هيلې اوسلامونه .

درنو! ستاسې ځانګړې غوښتنه موله دې امله ومنله چې داوسني پرديو رسنيو په  يو اړخيز بازار کې راته ستاسې هلي ځلې ناپييلي اويوازې د ادبي ذوق زېږنده ښکاري ، زمونږپه اندستاسې دذهنونو تاندې  ښيښې دهر راز زماني اومکاني سياست له غبارنه پاکي دي .

څرنګه چې داوخت نړيواله ميډياديرغلګروهېوادونوپه واک کې ده نو ((طالب غندنه )) يوه مطبوعاتي عنعنه ګرځېدلې اودطالب يا اسلامي امارت په اړه يوازې منفي پوائنټ لټول داوسنۍ ميډياورځنۍ بوختيااوهدف دى ځکه خويوشمېرننني ځوانان چې دپېښواوحقائقوله ژوروالي نه ناخبره دي ، يوازې دنړيوالې خبري ميډيا په ورځنيوتبليغاتو تلقين شوي .

له همدې امله په درناوي يادونه کووچې : که زمونږپه ځينې ځوابونوکې تريوه بريده دقاطعيت اورياليزم بوي وي  نودابه دپوښتونکوپه وړاندې دبې پروايي په معنا نه وي ، بلکې دابه دلروبرويب پاڼې پرځاى دلروبريرغل اويوطرفه تبليغاتي بلاک په وړاندې دقاطعيت څرګندونه وي .




عبدالله احسان : ښاغلی قاري يوسف احمدي، زموږ ستاسو ګران هيواد او په دجګړو په اورونو کي کړېدلی مسلمان ولس د تيرو درېو لسيزو په اوږدو کي په بېلابېلو نومونو له هر ډول ناخوالو سره مخامخ سوی دی چي له بده مرغه دا لړۍ اوس هم جريان لري ، طالبانو د ۲۰۰۱ کال راهيسي په وسله وال مقاومت لاس پوري کړی دی او تاسو د طالبانو رسمي وياند ياست ، بېله شکه به ولس له تاسو ډيري زياتي پوښتني ولري ، اجازه راکړئ چي د ځينو هغو پوښتنو جوابونه له تاسو واورم ، کوم چي د يوه مسلمان او افغان په توګه زما سره د طالبانو په اړه پيدا دي . زه د يوې خپلواکي رسنۍ دلوستونکو دمعلوماتو لپاره د يوه خپلواک افغان په توګه له تاسو څخه ستاسو د کړو وړو په اړه ، تاسو ته د حوصلې او زغم په هيله په لومړۍ پوښتنه پيل کوم :


۱پوښتنه :
په دې وروستيو کي د افغانستان په لا زياتو سيمو کي د وسله والو طالبانو د بريدونو خبر ورکول کېږي ، ددې ټولو جګړيزو چارو لګښت له کومه کوئ ؟


١ ځواب :
لومړى بايديادونه وکړوچې داوسني مقاومت فوځي تشکيلات اوجنګي مصارف ، داسلامي امارت دحکومتي دورې له فوځي تشکيلاتواوجګړيزلګښت سره ډېرزيات توپيرلري ، هغه مهال چې داسلامي امارت دبوديجې له خوا يوازې دورځنۍ روانې جګړې لپاره څومره مالي مصارف ورکول کېدل نودهغه وخت ديوې اونۍ لګښت داوسني مقاومت دمياشتو مياشتوله  لګښت سره هم برابرنه دى ، اوس زمونږخوره وره جګړه په عامه توګه له څوځانګړواومعلوموسيمونه پرته چريکي ده ، چريکي جنګ که څه هم اغيز يې  ډېرزيات دى خودجبهيي اوتهاجمي جنګ په پرتله يې لګښت ډېرکم وي ، له دې ضروري وضاحت نه وروسته بايدعرض وکړم : چې داسلامي امارت دحکومتي دورې له ختمېدو وروسته اودنوي مقاومت له پيل نه لاندې درې عمده مالي مدارک وو.
(الف):  داسلامي امارت دواک څخه دګوښه کېدلوپرکال منظوره شوې بوديجه چې په مالي مراجعوکې موجوده وه په پوره توګه محفوظه کړى شوه ..

(ب): دبهرني يرغل پرمهال هغه بېړنۍ اوتهاجمي مرستې چې داسلامي ولولې اوجزبې پربنسټ دنړۍ له ګوټ ګوټ نه دعامومسلمانانوله خواپه ډېرلوړمقدار راولېږل شوې ، ديرغلګرودپوره اشغال نه لږوړاندې راغونډي اومحفوظي کړى شوې .

(ج): دنړۍ داحساس لرونکي اواهل خيرعامومسلمانانو دمرستې لړۍ په ماهرانه ډول روانه وساتل شوه .

لکه څرنګه چې مسلمان ولسونه اواشخاص له عراقي اوفلسطيني مقاومت سره دزړه تړون لري ، بلکې په ځيني مواردوکې افغاني مقاومت ته اوليت ورکوي ،او ولسي تړون يوداسې تړون دى چې ددنيايوطاقت يې مخه نشي ډب کولى ، که نه حکومتونه همېشه ددې کاردمخنيوي هڅه کوي خوهيڅکله بريالي شوي نه دي اونه به بريالي شي ځکه څوک چې له چاسره خپله ساه اووينه شريکولى شي ، نوهغه دخپلې خولې ګوله اودکورشتمني ، مال اودولت په ډېراسانۍ سره شريکولى شي .

له تېرودوو يادريو کلونوراهيسي له دښمن نه په جګړه کې ترلاسه کيدونکي وسائل اواجناس دڅلورم درميانه مالي عنصرحيثيت غوره کړى .
دپورتنيومالي مدارکوپه را يوځاى کيدوکه څوک ژورفکراوغوروکړي ، ښايي ددې سوال په ځواب کې به زياته ستونځه ونه لري ..

۲ پوښتنه :
څو ورځي مخکي د افغانستان دملي امنيت ( استخباراتو ) چارواکو اعلان وکړ چي ناټو له طالبانو سره د وسلو ، پيسو او خوراکي توکو مرسته کوي ، چي دا خبره بيا وروسته د ناټو له خوا رد او دا يوه تخنيکي تېروتنه وبلل سوه ، تاسو په دې اړه څه واياست ؟

٢-ځواب :
زماپه اند داډول اوازې خورول ، دپروپيګنډې ډېرنوى طرزاوشکل دى ، چې ددښمن څخه دجګړې پرمهال نيول شوي اجناس ددښمن له لورې دمرستې په نامه يادشي .

که مونږديوې خونړۍ جګړې په پايله کې ولسوالي فتحه کوو، وسائل لاس ته راځي ، ياددښمن څخه په جګړه کې موټراونورنقليه وسائط اووسله لاس ته راځي ، نوداخودجګړې دغنيمت په توګه زمونږلاس ته راځي ، دابه څومره طفلانه او احمقانه ادعاوي ، چې دجګړې پرمهال ترلاسه شوي غنيمتونه ددښمن له لورې مرستې ونومول شي .

که دجګړې پرمهال يرغلګروته ورپيښې تخنيکي يابشري تېروتنې دمرستې په معناوي ، نوبياخوڅومره امريکايي الوتکې چې دکمزوري ترسُداوخرابې هواله امله غورځېدلي ، ياڅوڅوځله چې امريکايي الوتکوپرخپلوځواکونوبمبارۍ کړي ، چې څوکاله وړاندې يوازې په يوه پېښه کې دامريکايي الوتکوبمبارۍ يودرجن کاناډايي عسکرووژل ، دابه ټول زمونږسره دهغوى مرسته وي ؟

له اروزګان اوکندهارنه چې دبرتانوي اوکاناډايي نازولوياامريکايي عسکروجنازې په هليکوپترونوکې پورته کيږي ياپه يوه ورځ کې امريکايان زمونږلپاره يودرجن خارجي عسکروژني ياالوتکي غورځوي نوبياخودفدايي حملواويادلسګونوطالبانودشهادت څه ضرورت پاتې نشو.

له شکه پرته داډول پروپاګنديواجيردخپل بادارله خوښۍ پرته نشي کولى ، خوديرغلګروداډول ګمان ډېرخام اوبې ځايه دى ، چې ګنې په دې ډول تبليغاتوبه افغانان پراوسني مقاومت شکمن کړي اوبياداخبره هم دداسې چاله خولې راوزي څوک چې دباګرام داعلى قومندانۍ له مکررچاڼ نه وروسته په دندوګمارل شوي .

دکابل په استخباراتوکې ناست خلګ په هغه ډله پورې اړه لري چې دافغانستان په اشغال کې دامريکايي فوځ دکرايې مزدوران وو اود CIA دډالروپه بدل کې ددوى مزدوري تردې کچې روښانه ده چې په امريکاکې وروستي چاپ شوي کتابونه ټول ددوى دوطن پلورنې له تفصيلاتوډک دي .

دغه اجرتي قاتلان چې دهېوادداشغال پرمهال يې دجنګيالواسونوته له امريکايي الوتکوبوس اوشوتلې راغورځېدلې ايانورهم ځانونه له خلګوپټ ګڼي ؟

ښايي دوى هڅه وکړي چې پرنورودتشي بدګمانۍ په بدل کې خپله څرګنده غلامي دخلګوله ذهنه وباسي ، خوداهڅه ددوى يواحمقانه تصوردى اودافغانانوحافظې هيڅکله دومره کمزورې نه دي ، چې ښکاره هېوادپلورونکي اوملي خائنان به يې هېرشي .

۳ پوښتنه :
په ځينو جګړو او پېښو کي داسي خبرونه ورکول کېږي چي د يوې سيمي طالبان له نورو سره اړيکي نه لري ، دا ريشتياده چي په طالبانو کي څو بېلابېلي ډلي سته ؟

٣-ځواب :
دروان مقاومت انسجام اوتشکيل ، زمونږدحکومتي نظام ددورې له انسجام اومقاومت سره ډېرزيات توپيرلري اودحالاتواوشرائطوتقاضاهم داده ، چې هغه ډول تشکيلات دامهال ناشوني دي .

په اصولي مسائلوکې ټول احکام اوفرامين له مرکزنه ترلاسه کيږي  اوټول مجاهدين دمشرتابه په عمومي مواقفومکلف ګرځول شوي ، خوپه يوشمېرورځنيواوجزي مسائلوکې دهرې سيمي مخورقومندانان خپلې پرېکړې په خپله کوي ، البته ددوى دپرېکړولپاره په اصولي اموروکې ليکلي لائحې موجودې دي خو دوخت په تېرېدلوله دې امله يوشمېرراولاړې شوي ستونځې ورو ورو کميږي ، ځکه چې دمقاومت مراندې ورو ورو ټينګيږي  اوڅومره چې دواک ساحه پراخيږي همدومره دمشرتابه مراقبت زياتيږي  اوصفونه منظم کيږي  چې بيادعامواوعادي پېښوڅارنه هم شوني ګرځي ، خوداخبره په ډاګه کوو، چې داسلامي امارت دجهادي تشکيلاتوپه چوکاټ کې يادطالبانوپه نامه داسې څوک نشته چې دمشرتابه داحکاموپابندنه وي ، که داسې څوک وي ، نودهغوى به له لويه سره له موږسره تړاونه وي  اوزمونږله تشکيلاتوبه دباندې خلګ وي .

۴ پوښتنه :
طالبانو د خپلي واکنۍ پر مهال موسيقي ، ږيره خريل ، ورېښتان جوړول ، تلويزيون او عکس اخستل منع کړي وو ، مګر اوس پخپله طالبان له خپله لوري  ويډيو سي ډي جوړوي او خپروي ، عکسونه او ويډيو کليپونه خپروي  ، ستاسو تر واک لاندي سيمو کي د ږيرو خريلو او موسيقي پر اوريدلو هم بنديزونه نسته ، دا ولي ؟

٤-ځواب :
دويډيو دخپرولواواستعمال په اړه دحکومت په دوره کې عمومي ممانعت نه وو .
البته غيرضروري تصويرکشي منع وه .
که تاسوته يادوي ، په ځينې مهموپېښوکې لکه په ٢٠٠٠م کال کې دهندوستان دالوتکې پېښه چې دنړۍ له ګوټ ګوټ نه خبريالان راغلي وو اوتريوې اونۍ پورې مسلسله عکاسي کېدله اودپيښې ټول جريان نړۍ ته ښودل کېدو.

همدارنګه دوچکالۍ ځپلوپه اړه خبريالانوته اجازه وه ، يادځينې ديني مراسموپه اړه اجازه ورکول کېده ، دحکومت په ورستيودووکلونودکابل اوکندهارپه ښارونوکې دنړۍ دوومهموتلويزوني شبکو CNN  اوالجزيره ته اجازه ورکول شوه چې خپل دفترونه خلاص کړي اومصورراپورونه خپاره کړي ، همدارنګه دبهرني يرغل پرمهال عاموژورنالستانوته اجازه وه .
داړتياپرمهال تصويرونه منع نه وو لکه دپاسپورت ، تذکرې يابري ليکونولپاره   ياداسې نور .
البته ددې کاردپراخوالي اوعموميت په وړاندې لايوڅه ستونځې وې نوځکه محدودپاتې شو .
په هېوادکې دننه دتلويزوني خپرونواوياانترنيت په اړه وروستۍ پرېکړه يوې مشروع اومعقولي پاليسۍ جوړولوته ځنډول کېده  اوممانعت يې نه وواعلان شوى .
انترنيت هغه مهال په اسيايي ، خصوصًا ګاونډي هېوادونوکې هم نوى قدم ايښى و ، نوځکه يې يومنظم طرزالعمل ته اړتيالرله .
اودعامومنکراتودمخنيوي په اړه دحکومتي دورې مسئوليتونه اومکلفيتونه له اوسنۍ دورې سره اصولي توپيرلري  .

۵  پوښتنه :
په هغو ځوانمرګو بريدونو کي مسوليت يې طالبان پر غاړه اخلي زيات وختونه د ملکي خلکو مرګ ژوبله تر نورو زياته وي ، ايا  طالبان له ولسي وګړو سره خواخوږي نه لري که د بريدونو تنظيموونکي نور خلک دي ؟

٥-ځواب :
داسلامي امارت دمشرتابه له خواباربارتاکيدشوى ، چې له داسې عملياتودې ډډه وشي چې پکې دعام تلفاتوامکان وي .
له ولسي تلفاتوځان ساتنه زموږ دمرکزي پاليسۍ عمده ټکى دی .
خوله بده مرغه زمونږپه هېوادکې داوخت هيڅ بې لورې اوخپلواکه ميډيانشته .
دعامه تلفاتوپه اړه اوسنۍ اداره اوميډياپه ګډه ډېرګمراه کونکي اوله حقيقت نه ليرې تبليغات کوي .

چې کله بياموږمېډياته  اويادبې طرفۍ دعوه کونکونړيوالواداروته بلنه ورکړوچې دعامه تلفاتوپه اړه پلټنه اوڅېړنه وکړي نوهغوى بيادې کارته نه حاضريږي  اويوازې دبګرام داعلى قومندانۍ خبرپاڼه په پټوسترګومني ، دسترې ټيکنالوجۍ په لرلواوددقيق هدف ويشتلوپردعوه کولوبرسېره چې دامريکايي الوتکوپه بمباريواودځمکني عسکروپه ګوليوڅومره عام خلګ شهيدان شول  ماشومان ، تورسرې اوبوډاګان  داخترپه ورځ په وينوکې لت پت شول ، اودالړۍ لاهم داسې په تېزۍ سره روانه ده ، نوهرافغان داقضاوت کولى شي چې اياددغوتلفاتوزرمه حصه به په استشهادي بريدونوکې رامينځ ته شوې وي ؟

عام ولس دداسې پېښوشاهدهم دى ، چې پرکوم دولتي مهم شخص بريدترسره شوى ، کس وژل شوى خوساتونکو يې پرعاموخلګوډزې کړي اوپه لسګونوخلګ يې وژلي دي ، خوميډياداټول تلفات دلومړي بريدله امله بللي ، پداسې حال کې چې په دې بريدکې ددولتي کس نه پرته دهغه ساتونکي هم نه دي وژل شوي  اوداخواوس معمول جوړشوى ، چې په خارجي ځواکونوبريدترسره شي نوهغوى لومړى خپل عسکرټپيان اعلان کړي  اوبياچې خبره يوڅه سړه شي نوبيايې دمرګ اعلان وکړي  اوياپه مجهوله توګه اعلان وکړي ، چې په يوه نامعلومه پېښه کې زمونږعسکرووژل شول ، ترڅوداصلي بريداغېزکم وښي .

څه لږداسې پېښې داسې هم رامنځ ته کيداى شي چې دتخنيکي ستونځويابشري تېروتنې له امله مشخص هدف ته تررسېدلووړاندې بريدترسره شي ، دبېلګې په توګه يومجاهدخپل يومهم اومشخص دښمن په نښه کړى وي ، خومخکې ترې چې ددښمن لورې ته ورسي په جومات کې په لمانځه ولاړوي  اودتخنيکي ستونځي له امله انفجاروشي ، اوس ددې هيڅکه دامعنانه ده ، چې دغه مجاهدپه جومات کې دداسې پيښې اراده لرله خوداډول پيښې ډيرې کمي شوي ، اوس دداډول ناوړه پيښودمخنو ي لپاره زيات غورکيږي اوپه اينده کې به انشاءالله دمشخصودښمنانونه پرته دنوروخلګودزيان پاته امکانات هم له منځه ولاړشي .

٦پوښتنه :
 ځيني کسان دا پوښتنه کوي چي اوسني طالبان له پخوانيو سره فرق لري ، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال طالبان تر ټولو زيات د جميعت ، نظار شورا او دوستم سره وجنګېدل او له دغو دريو ډلو څخه يې زياته مرګ ژوبله لرله خو اوس چي هغه درې واړه ډلي ګر ځي راګرځي طالبان د بيا رغوني کارکوونکي ، ډاکټران ، انجنيران ، ښوونکي او ښوونځي خپل هدف ګرځوي ، په دې اړه ستاسي نظر څه دئ ؟

٦-ځواب :
پخوانى اواوسنى مقاومت ، ياپخواني اواوسني طالبان يوازې دومره توپيرلري ، چې پخوازموږدښمن داخلي و ، خودخارجي دښمنانومزدوران اوهېوادپلورنکي وو ، اوورسره جنګېدونکي مجاهدين هم محدوده طبقه وه .

اوس چې نړيوال اشغالګردافغانستان داشغال لپاره راغلي اوهغه داخلي ډلې چې تاسويې يادونه وکړه ، دهمدې اشغالګروترڅنګ ودريږي
نوځکه زمونږداوسني مقاومت لمنه هم پراخه شوه ،  ډېرنوي ځوانان چې دهېواداشغال نشي زغملى ، زمونږپه صفونوکې داخل شول، اواوسنۍ جګړې دهېواد دخپلواکۍ ديوې سترې جګړې بڼه غوره کړه .

زمونږدګزارمشخص هدف امريکايي اونورخارجي عسکردي ، ددوى زغروال موټرونه اوچورلکي دي ، په دوهم قدم کې دهغوګوډاګيان  که هغه په هره جامه کې دي ، داټول زمونږدګزارهدف دي . خوداخبره موهم بایدهمیشه په فكركي وي چي زموږدښمن اودهغوي غلامه ميډيادهري ناخوالي خیرن لاسونه په طالبانو پاكوي اوډيرهغه څه په طالبانوپسي تړي چي طالبانويي عمل نه بلكي دعمل تصور لاهم نوي كړﺉ.

۷ پوښتنه :
څه موده مخکي ځيني برتانيويان له طالبانو سره پر غير رسمي اړيکو تورن سول ، دا ريشتيا ده چي ځيني وختونه تاسو له يو شمير هغو بهرنيانو سره چي په افغانستان کي په جګړه بوخت دي خبري اتري او تړونونه کوئ ؟

٧-ځواب :
لومړى بايدعرض وکړم چې دانن چې دميډياپرمخ څه خپريږي ددې کوم حقيقت نشته ، تراوسه بهرني اشغالګراويا دهغوى استازې زموږسره مخامخ خبروته نه دې کينستي اونه يې زموږمشروطو مذاکراتو ته زړه ښه کړى .

 اشغالګرپه لومړي سرکې ډېرپه غروراوسپين سترګۍ راغلل اوله اسلامي امارت سره يې هرډول مفاهمت ردکړ، اوپه جګړه يې لاس پورې کړ، اوس چې هغوى په خپلواهدافوکې ځانونه ناکامه ويني نودجګړې ترڅنګ دسياسي مفاهمت نارې هم وهي ، خوموږورباندې پوره باورنه لرو .

داوسني مقاومت رهبري ، دڅوکۍ ياشخصي ګټولپاره له چاسره مذاکرات نه کوي ، بلکې جګړه ، مذاکرات اونورې هرډول هڅې که یی کوی  دخپلې خاورې ، خپلوعقائدواوخپل ولس دخپلواکۍ لپاره یی کوي اوپه اخيرکې بايديادونه وکړم چې جګړه زموږمشخص هدف نه دى بلکې دهدف په لورې يوازې يوه لاره ده ، که موږهدف ته په بله لارنژدې کيږونوهغه به هم غوره کوو، لکه زمونږسترپيغمبرصلى الله عليه وسلم چې داټولې وسيلې کارولي ، له همدې امله موږپه دې ټولووسيلوباورلرو. خودمکاردښمن فريبونواوچلونوته هم كلك متوجه يو.

۸ پوښتنه :
دولت له طالبانو سره د پخلايني پروګرام پر مخ بيايي ، وخت نا وخت دا هم ويل کېږي چي يو شمېر ميانه روه طالبان له دولت سره يو ځای کېږي ، ددې پروګرام په اړه څه واياست ؟

٨-ځواب :
زموږپه انددکابل دادارې کوم مستقل هويت نشته اونه په ملي اوبين المللي پرېکړودافغانستان په اړه کومه ازادي لري ، دوى چې چاراوستي هغوى ورته مشخص پروګرام ورکوي ، دهغه چوکاټ نه دباندې نه دجنګ واک لري اونه دسولې بلکې په هره وړه اوستره خبره کې دباګرام له اعلى قومندانۍ اودامريکاله سفارت نه مستقيمه اجازه اخلي ، ددوى واليان اووزيران هم هغوى ټاکي ، له همدې امله دهغوى هيڅ حرکت خپواک اوباوري نه دى  اونه ورباندې څوک باروکولى شي ، له مشرنه ترکشره پورې ټول بې واکه دي ، په کابل کې دسولې په نامه چې کومه سمبوليکه پروسه روانه ده ، نوهغه يوازې تبليغاتي بڼه لري ، دمقاومت په سړولوکې يې يوانچ پرمختګ نه دى کړى ، اوس دمقاومت له صفونوڅوک ورسره يوځاى شوى ، ددوى داپروسه دډاکټرنجيب دکمونستي رژيم ددورې دسولې په نامه دتبليغاتي کمپائن] ملي روغي جوړي[يوتکراردى ، چې يوازې دکابل راديوتلويزون به ورباندې بوخت و .

دوى خپلې پروسې ته دمخالفينودتسلميدونوم ورکوي ، نويوڅوک چې ديوسترهدف لپاره دخپل سرقرباني ته حاضروي ، هغه به بياڅنګه په دومره ذلت ددښمن پښوته د تسليمۍ سرټيټ کړي ، ښايي داډول تبليغات هيچاته هم دمنلووړنه وي ، اودميانه روه طالبانودجملې په اړه بايدووايم ، چې طالبان ټول ميانه روه اواعتدال پسنددي ، ځکه چې دايواسلامي حرکت دى اواسلام داعتدال اوميانه روى دين دى ، که تاسوداوسني تبليغاتي غبارنه خپله حافظه يوه لسيزه شاته ريورس کړئ اوفکروکړئ چې طالبان ولې راپيداشول ؟ طالبان خود يونه زغمونکي انارشيزم په خلاف يوه ولسي چيغه وه ، چې دانارشيزم په ورکولويې ولس ته اعتدال اوعدالت راوست  اوهمدغه انارشيزم يې لابشپړه نه وختم کړى  چې نړيوالويرغلګرو  پرته له کومې مفاهمې ورباندې حمله وکړه ، اوهم هغه دزاړه انارشيزم عاملين يې بېرته له ځانه سره پرهېوادواکمن کړل ، طالبان خودچاهېوادته نه دي ورغلي اونه يې دچاپرحريم حمله کړې اوس که دخپل هېواددحريم نه دفاع اودپردواشغالګروپه وړاندې درېدل ، په کومه محکمه کې داعتدال اوعدالت خلاف خبره وي ، نوبياخوبه هرخپلواک انسان سخت دريځ اوهرهېوادپلورونکى معتدل وي ،خپل بدل اخيستل په هره انساني ټولنه کې داعتدال اوعدالت تقاضاوي ، دې ته سخت دريځي ويل مناسب نه دي .

۹پوښتنه :
ولس نيوکه کوي چي له يوې خوا ګراني ده ، کار روزګار نسته او له بلي خوا طالبان هغه کسان وژني يا مرګوني ګواښونه ورته کوي څوک چي ددولت يا بهرنيو موسسو سره وظيفې اجرا کوي ، تاسو ولس ته څه جواب لرئ ؟

٩-ځواب :
ترڅوچې دغه دپردوپه لاس جوړه شوې اداره اوافراديې دطالب دوژلواوله مينځه وړلواراده ولري ، نوطالب به ولي لاس ترزنې ورته کښيني ؟ ځکه چې همدادجګړې معياردى خوزه بياهم يوه يادونه کوم ، چې هرملکي اوعام ماموردمجاهدينوهدف نه ګرځي ، که چيرې هدف ګرځېدلى وي  نوهغه به دنوراستخباراتي هلوځلوله امله هدف ګرځېدلى وي  نه دخپلې غيرفوځي اوغيراستخباراتي دندې له امله ، اودولتي معاشات هم دعاموولسي خلګولپاره نه وي ، بلکې دڅه خاصوخلګولپاره وي ، نوځکه دادولس نيوکه نه ده ، بلکې ددې ادارې دافرادوويناده . همدارازدانجوګانوپيسې ديوې خاصې طبقې جيبونوته ځي ، عام ولس يې نشي ترلاسه کولى ، له پخوانه دامعمول راروان دى چې بهرني موسسات يوه محدوده  طبقه خلګ په محدودومعيارونوجزبوي اوله ځانه سره يې نيسي اوبيايوازې دانجوګانوکارونه نه ورته سپاري ، بلکې څه نورې مخفي هلې ځلې هم لري .

داسلامي امارت دواکمنۍ پرمهال هم دانجوګانودامعمول و، چې يوه مخصوصه طبقه خلګ به يې پرمخصوصومعيارونوجذبول اوکوم کس چې به په يوه سيمه کې دبيارغونې په کارکې مخلص و ، هغه به يې بدل کړ يابه يې منفک کړ، چې له همدې امله څوځله شخړې هم مينځ ته راغلي وې ، اوس هم هغه معمول ادامه لري ، دانجوګانوپيسې دعام ولس جيبونوته نشي تللى ، که انجوګانې رښتيازمونږله بې وزله اوغريب ولس سره خواخوږي لري ، نوديوه ولايت انجوګانې دې ، خپل ديوه کال معاشات ، دموټرواوودانيوپيسې دهمدې ولايت پربې وزله خلګووويشي ، په دې ولايت کې به غربت اوبې وزلي ترډېره بريده ختمه شي ، دوى دې يوکال همداسې تجربه وکړي ، پخپله به دمرستوپرحقيقت پوه شي  اوحالات به ډېربهترشي خودوى داسې هيڅکله نه کوي  ، ځکه دوى نه غواړي چې عامو، بې وزلواومستحقوخلګوته مستقيمې مرستې ورکړي ، نوځکه دانيوکه هم دعام ولس له خوانه ده . څوکاله وړاندی جګړه دومره پراخه نه وه دوي په هغه وخت كى هم كوم دپام وړكارونه کړاونن هم داسي سيمي سته چي هلته زموږفعاليتونه نسته دوى هلته كوم دخيركاركړي؟

بله مهمه مسئله داده  چې دانجوګانوعام فعاليت بې لورې اوبې غرضه نه دى ، يولوى اکثريت بهرني موسسات په افغانستان کې ديرغلګروځواکونودB ټيم کارکوي ، ډېرې انجوګانې په مستقيم ډول ديرغلګروهېوادوله ځواکونواوياهم سفارتونوسره تړلي دي اويرغلګروقواوته دترصداواستخباراتوپه برخه کې کارکوي ، دبېلګې په توګه يوناخبره اوساده سړى ښايي (پي ار ټي ) ته هم يوه عامه انجوووايي خودا انجوپه ښکاره له امريکاي عسکروسره شريک کارکوي .

اويادې ته ورته يوشمېرموسسات چې څوکاله وړاندې په عراق کې په کاربوختې وې اوس په افغانستان کې هم فعاليت کوي ، دغه موسسات دومره واکمني دي چې دډېروحکومتي چارواکو، لکه ولسوالان او واليان ټاکنې هم دوى کوي ، که تاسوپه دې اړه لږژوره پلټنه وکړئ نوپه دې حقيقت به خپله پوه شئ ، ځکه دا اوس دومره پټې خبرې نه دي .

بل پلوپه عمومي توګه خارجي موسسات اودمرستې دعوه کونکي هېوادونه له افغانستان سره داسې مرستوته اماده نه دي چې هغه افغانستان خودکفااوپخپلوپښو ودروي ، بلکې دوى غواړي چې دافغانانودسوال لاسونه دتل لپاره ددوى په لورې اوږده پاتې شي ، ترڅودوى ورباندې خپلې غوښتنې ومني ، له همدې امله هغوى دبيارغونې تلپاتې اواوږدمهاله پروژې نه پيلوي ، لکه دلويوبندونوتړل ، ددښتوخړوبول ، اوياهم دبرېښناتوليد، بلکې يوازې موقتي اولنډمهاله مرستې کوي ترڅوپه همدې سره يوازې خپلې ګټې زمونږپه هېوادکې وساتي ، دوى يوشمېرلوى او وړې لارې يوازې ددې لپاره ترميم اوجوړې کړې چې دخپلې واکمنۍ دټينګولواوپراخولولپاره رسيدګي وګړى شي اويادخورې ورې جګړې ډګرونوته فوځي وسائل ورسولى شي .

دازادتجارت لپاره افغانستان سمندري لاره نه لري ، يوازې دهواله لارې بريالى تجارت کولى شي ، خوتاسوته معلومه ده چې افغانستان دامهال نه کوم ځواکمن ايرلائنز(هوايي ترانسپورت) لري اونه دنورې نړۍ لپاره هوايي ډګرونه په سمه توګه پرانستي دي ، بلکې دافغانستان سترهوايي ډګرونه دامريکافوځي اډې دي ،اوڅوک ددوى دخوښې پرته هلته نشي ورتللى ، ستاسې دپوښتنې ددې اړخ په اړه چې دانجوکارکونکي ياانجنران ګواښل کيږي ، بايدووايم چې هيڅوک يوازې دانجودکارکونکي په توګه نه رټل کيږي ، که څوک دڅرګندوشواهدوله امله په سزارسيږي نوددې معنادانه ده چې هغه دانجويابل څه په اړه مجازات کيږي ، بلکې لامل يې هغه مخفي کيس وي چې عام خلګ ورباندې خبرنه وي .

۱۰ پوښتنه :
پښتني سيمي له پرمختګ او بيا جوړوني څخه ځکه محرومه دي چي مرسته کوونکي ادراې د نا امنۍ او طالبانو د بريدونو له امله دلته د کار کولو لپاره زړه نه ښه کوي ، طالبانو څو ځله د بيا رغوني چارو انجنيران ، ډاکټران ، او نو ر کارکوونکي تښتولی يا وژلي دي ، ايا ددې ولس په ګټه نه ده چي لاره ، پول ، وياله او د ژوند نوري اسانتياوي ولري ؟

١٠-ځواب :
په ابتداکې مقاومت ښايى په محدودوسيموکې وو، خواوس ددې مقاومت ساحه ډېره پراخه ده ، تقريباً دهېوادپه ټولويااکثروبرخوکې مقاومت روان دى ، زمونږتحريک ملي اواسلامي بڼه لري ، دهېواددهرې سيمې اوقوم مومن اوخپلواک خلګ يې ترشاولاړدي ، په خاصه سيمه پورې محدودنه دى .

البته په کومه سيمه کې چې پردښمن دبريدتاکتيک بريالى وي ، هلته جګړه زياته پيښيږي  اوچې کوم ځاى کم وي طبعاً کمه پيښيږي ، که دجګړې له امله په ضمني توګه کوم شرائط تغيرکوي نوددې معنابه هيڅکله دانه وي ، چې مجاهدين له پل ، سرک يابل کارسره مخالف دي ، بلکې هرځاى چې له دښمن سره مخامخ شي په طبعي ډول جګړه پيښيږي .

بل پلوته بهرني يرغلګردهرکارپه نه کولوياناکامي دځان لپاره يوه اسانه بهانه لري ، چې هغه دطالب اومجاهدنوم اخستل دي ، دوى دهرې ناکامي پړه له ځانه اړوي پرنورويې اچوي اوبايدداهم په ډاګه کړوچې موږديوداسې مکانيزم درامينځ ته کيدلوخفيه هڅې هم کړي چې مقاومت هم جاري وساتل شي اودرغونې چارې هم خوددښمن په اراده پوى شوي يوچې هغوى هپڅکله نه غواړي  چې دخپلومخصوصواهدافودنه ترلاسه کيدلوپه صورت کې څه کاروکړي ، حتى ديوې سيمي مخورواوسپين روبوته په ډاګه ويل شوي چې موږدا لږ اوډېرکارددې لپاره کووچې دخپلومخالفينوريښې وباسواوولس ځان ته راجلب کړو خوبياهم موږپردې غورکووچې که په څه کې دولس زياته ګټه وه موږبه ورته خنډنه ګرځو.

۱۱پوښتنه :
  اسلام وايي چي تعليم پر هر انسان فرض دئ ، طالبان ځانونو ته د اسلام ساتونکي وايي بيا ولي ښوونځي سوځوي ، ولي ښوونکي او زده کوونکي وژني ، په ښوونځي کي خو قرآن او حديث تدريس کېږي ، دا ښوونکي دي چي زده کوونکو ته د اسلام او ټولني درس ورکوي ، کله چي ښوونځي سوځل کېږي د خدای تعالی کتاب او نبي عليه السلام د احاديثو مقدس کتابونه پکښي سوځي ، ټولنه بې علمه او ناپوهه پاته کېږي . طالبان ولي د تعليم پر مرکزونو او استادانو بريدونه کوي ؟

١١-ځواب : 

 دښمن دخپلې پرپيګنډې لپاره دموادوپه لټه کې ډېر څه په طالبانوپسې تړي ، که چيرې داسې وي لکه څنګه چي دښمن دعوه کوي  نواوس به له ښارونودباندې يوښونځى هم نه وای ، که چادخپلې شخصي جزبې له مخې کوم عمل ترسره کړى وي  هغه بايدزموږتحريک ته منسوب نه شي ، اوپه دې اړه يوڅه پلټنه وشي .

تراوسه زموږکوم ويانداوياهم کوم قومندان دداسې پيښې مسؤليت په غاړه نه دى اخيستى ، موږته بايديوازې هغه څه منسوب شي چې موږيې په ښکاره مسؤليت په غاړه واخلو.

زموږ په مرکزي اواصولي پاليسۍ کې دداسې اعمالوهيڅ ذکرنشته اونه دمشرتابه له خواچاته دداسې عمل اجازه شته ، که په کومه سيمه کې دجګړې يانښتوله امله تعليمي پروسه ټکنۍ وي  نودابه دجګړې طبعي اثرات وي ، نه زمونږهدف اوهڅه  اوپه دې اړه موږخاموش هم نه يو ، خواوسنۍ ميډيازمونږډېرې داسې خبرې سرچپه تعبيرکړي اوزمونږداثبات الفاظ يې منفي تعبيرکړي اوموږته يې دخپلې دفاع حق هم نه دى راکړى ، البته دتعليمي نصاب اودښونځيودکيفيت په اړه زموږيوڅه ملاحظات شته ، خوهغه موږپه دې طريقه نه حل کوو  .

بلکې په هغه اړه مونورې هلې ځلې پيل کړي ترڅوهم لازم اصلاحات راشي اوهم د ولس بچيان له تعليم نه محروم نشي ، چې په دې لاره کې زموږځينې پروسې دځينوعواملوله کبله دځنډښکاره شوى اوځينې يې لادعملي کولومرحلې ته نه دى رسيدلى ، خوانشاء الله په نږدې راتلونکي کې به ددې لپاره يوقاطعه اومثبته تګلاره وټاکل شي ځکه موږباورلروچې دولس دبچيانوبې علمي اوناپوهي دهيچاپه ګټه نه ده

۱۲پوښتنه:
د ملا دادلله د قومندانۍ پر مهال طالبانو له هغو کسانو چي دجاسوسۍ په تور به نيول کېدل سرونه پرې کول او بيا يې هغه عکاسۍ مطبوعاتو او بازار ته وړاندي کولې ، خو په دې وروستيو کي د لوی ملا صاحب د فرمان له مخي د مجرمينو سر غوڅول منع کړل سوه ، تاسي به هغو خلکو ته څنګه قناعت ورکړئ چي ستاسي پرېکړي د قرآن او حديثو په رڼا کي ترسره کېږي ، که د مجرم سرغوڅيدل په قرآن او حديثو کي نه وي ، نو مخکي مو ولي سرونه  غوڅول او که دا د اسلام امر وي نو اوس ولي منع کړل سول .

١٣-ځواب :
دمقاومت په ابتداکې ، دځينې وروڼوجزبات له کنترول نه دباندې وو، اوددښمن په وړاندې يې دخپلې غوسې داظهارمختلفې طريقې استعمالولى ، خوچې يوڅه دخپل منځي وصل اورسيدګۍ امکانات زيات شول ، نونامناسب حرکات تريوحده کنترول شول اوپه راتلونکې کې يې دپوره کنترول اميد دى البته تاسوچې دقرآن اوحديث خبره وکړه نونبوي احاديث دقرآن کريم تشريح اوتفسيردى اوپه احاديثوکې دداسې چالپاره چې داسلام اومسلمانانودښمن اوياهم دکفاروجاسوس وي اوجرم يې ثابت شي ، دهرډول مجازات ګنجايش شته  که په هره طريقه ووژل شي ګنجايش لري ، خوغوره  طريقه داده چې په عادي ډول مجازات شي ، نوځکه زموږمشرتابه دافيصله وکړه ، البته شريعت ددواړوطريقوجوازورکړي اواميراختيارلري چي كومه طريقه عملي كوي.

۱۴پوښتنه :
ستاسو او ډيورنډ کرښي هاخوا طالبانو ترمنځ چي وخت نا وخت له پاکستاني پوځ سره په جګړه بوخت وي همږغي ، اړيکي څنګه دي ؟

١٤-ځواب :
دخواخوږي تربريده خومونږدنړۍ له هرمسلمان سره خواخوږي لرو، اورسمي پاليسي موداده چي دنوروپه چاروكي مداخله نه كو زموږ فوځي پروګرام دخپلې خاورې دازادۍ اوپرخاوره دناروايرغل په وړاندې دى .

۱۵پوښتنه :
څه موده وړاندي په يوه راپورتاژ کي 42 نفرو جنګي طالبانو د يوې کاناډايي ورڅپاڼي دخبريال سره په تلويزيونی مرکو کي ډيورنډ کرښه د پښتون اولس تر منځ د بېلتون کرښه بللې وه او د ډيورنډ تړون له امله بېلي سوي ټولي سيمي يې د افغانستان خاوره بلله ، د ډيورنډ کرښي ها خوا  تر ديرشو مليونو پوري بې سرنوښته او ناخپلواکو پښتنو په اړه ستاسو نظر څه دئ ؟

١٥-ځواب :
ترڅوچې زمونږدثابتې خاورې قواله  دامريکاپه لاس کې وي اودهېوادپرځمکه اوفضادباګرام داعلى قومنداني تسلط وي ، اودهېوادپرهره څنډه دامريکابيرغونه رپيږي نو په داسي حالاتو کی داموضوع راپورته کول دامریکا په مشری له اشغالګردښمن اودافغانستان له اشغال څخه توجه بل لوری ته اړول دی  اواصلا داموضوع دافغانستان په ټول ملت پوری اړه لری چه کله په افغانستان کی ازاد خپلواک اودخلکو په خوښه اسلامی حکومت رامنځ ته شی دادهغه وخت خبری دی اوس باید اول خپله ازادی ترلا سه کړو.

۱۶پوښتنه :
ځيني کارپوهان وايي چي طالبان د خپلو جګړو لګښتونو د روسيې ، ايران او چين هيوادونو څخه ترلاسه کوي ځکه دغه درې او ځيني نور هيوادونه چي له امريکې سره مخالفتونه لري غواړي د طالبانو پذريعه امريکې ته په افغانستان کي ماته ورکړي ، تاسو په دې  اړه څه واياست ؟

١٦-ځواب :
دلګښت په اړه ستاسې دلومړۍ پوښتنې په ځواب کې موږمعلومات درکړل ، اوداچې څوک له امريکاسره مخالفت لري  لري به  یی خودایوحقیقت دی چه دامریکااوناټونظامی حضور دسیمی هیوادنو ته دزغملواومنلو وړنه  دی دافغانستان دمجاهد ولس په شمول دټولی سیمی حکومتونه او ولسونه ددغویرغلګرواو اشغالګروقوتونو په شړلوکی ګډدریځ لری موږكه له چاسره سياسي ,فرهنګی,اقتصادي اونظامي اړيكي لروهغه به مو دخپلوملي اواسلامي ګټو په رڼاکي وي.

۱۷پوښتنه:
 د ملا محمد عمر اخند او اسامه بن لادن د روغتیا ، ژوند او کارونو په اړه څه راته وواياست : دوی دواړه د څو کلونو راهيسي نه دي ليدل سوي  د اسامه بن لادن په اړه له پخوا شک دی چي هغه د ناروغۍ له امله په حق رسيدلی دی ، ستاسو معلومات څه دي يا تاسو څومره معلومات راکولای سئ ؟

١٧-ځواب :
داسلامي امارت مشرتابه اميرالمؤمنين خوالحمدلله سالم اوداوسني مقاومت رهبري کوي ، چې وخت ناوخته به يې تاسوخپله هم په مطبوعاتوکې پيغامونه اواعلاميې اورئ ، دشيخ اسامه خوپه هره مياشت کې تقريباً مصوره اوپه خپل شکل اوغږکې ويناوې خپريږي چې موږ يې هم وينوتاسويې هم وينئ !

۱۸پوښتنه :
 اياتاسو پدغه جگړه ايز سياست چي همدا اوس ئي پر مخ وړی دخلکو څخه دا طمع لري چې هغوي دې په رشتيا سره ستاسو ملاتړ وکړی ؟

١٨-ځواب :
څوک چې افغان وي اومسلمان وي نوهغه دلته دخپلې خاورې اشغال نشي زغملى اونه افغانانوپه تاريخ کې چيرې داډول اشغال زغملى اوهرمسلمان افغان دهېوادله خپلواکۍاواسلامي نظام سره مينه لري اودپردوديرغل سره کرکه لري ، پرهمدې بنسټ له دغه مقدس جهادسره خواخوږي لري .اوپه دي هرڅوک ښه پوهيږي چي زموږجګړه ديوه جګړايزسياست له مخي نه بلکي ديوه اسلامي اوملي مسوليت په اساس داسلامي سياست غوښتنه ده.

١٩پوښتنه :
 تاسو ولي د ځانمرګو بريدونو له لاري خپل هدف ته رسيدل غواړئ  ؟ پداسي حال کي چي ديني علما ځان وژنه گناه اووژل شوی شهيدان بولي .

١٩-ځواب :
څوک چې دلويديځې خفيه مشينري په واک کی نه دى خپلواک ، حق پرست اوپه رښتينې ډول ديني عالمان دي ، هغوي هيڅکله استشهادي یعنی شهادت غو ښتونكى بريدحرام نه ګڼي ، البته داستعمال په ځاى اووخت کې نظرونه توپيرسره لري ، د ټولې اسلامي نړۍ جيد او خپلواک ديني عالمان ددې نه انکارنه کوي اونه خودا انتحار ياخودکشي ده ځکه خودکشي هغه ته وايي چې دڅه زهني تکليف يادژوندنه دمايوسۍ په وجه دخودکشي ياځان وژونکي هدف دځان وژل وي ، لکه نن سباچې په اروپااوامريکاکې داپيښې ډېرې کيږي ، چې داحرام دي اومسلمان هيڅکله داسې نه کوي ځکه چې مسلمان ددنياپه ژوندکې مايوسي ته ارزښت نه ورکوي .

استشهادي اوفدايي هغه چاته وايي چې اصلي هدف يې ددښمن له مينځه وړل وي ، خودې کارته يې خپل وجودوسيله ګرځولى  اودا د ښمن يې هم شخصي دښمن نه بلکې ددين اوپراسلامي ننګ اوناموس تيري کونکى دښمن وي  اودى غواړي چې په دې طريقه دښمن ته داسې تلفات واړوي چې په بله طريقه ممکن نه وي ، نودابيادالله په لاره کې دقربانۍ ورستۍ اوسخته درجه ده اودلته بيادمايوسۍ هيڅ امکان اوګنجايش نشته ، بلکې دجزبې اواحساس لوړوالى انتهاته رسېدلى وي ، دې کارته څوک دخپل ايماني قوت اوارادې نه پرته دبل چاپه بلنه ياغوښتنه نه اماده کيږي.

پخواهم داسې شوي دي ، په افغانستان کې دروسانوپه خلاف دجهادپه ابتداکې چې له مجاهدينوسره دجګړې مناسب وسائل نه وو نوپه دې ډېروسيموکې مجاهدينوپه ځان پورې بمونه تړلي اوروسي ټانکونوته پريوتي دي ، خوپخواځکه داطريقه کمه استعمال شوې چې له مجاهدينوسره ددښمن په وړاندې يوڅه مناسبه وسله موجوده وه اوددوى اودښمن په وسله کې دومره بېلتون نه وو، لکه اوس ، نوځکه دې ته زياته اړتيانه پېښېدله ، داستشهاددمطلق حراموالي خبره يوازې هغه څوک کوي  چې ياخويرغلګرواودهغوى لاس پوڅورژيمونوکينولي وي لکه اوس چې په کابل کې همداسې يوډله ناسته ده اوله دې نه وړاندې دډاکټرنجيب په کمونستي رژيم کې دشيون اسلامي په نامه يوډله ګمارل شوې وه  ياداډول خبرې دمستشرقينو (هغه نامسلمان چې داسلام دتخريب لپاره اسلامي علوم زده کوي) ناکامه هڅې دي ، ځکه خوپه مسلمانانوکې ددوى دداډول دعوت اوتبليغ اغيزپه صفرکې ضرب دى ، په داسې حال کې چې ټوله ميډياورسره ملګرې ده ، خوبياهم استشهاديان دهرې ورځې په تېرېدلوپه هجومي توګه زياتيږي ، اوترڅوچې يرغل اوتيرى دوام ولري نواستشهاد به نورهم زياتيږي

۲۰پوښتنه :
تاسو افغان حکومت دبهرنيانو په ملاتړ گرم بولۍ ،مگر تاسو هم له پاکستان او ځينو نورو هيوادونو څخه چې دافغانستان سره تاريخي دښمنی لري مرستی تر لاسه کوی اودهغوي تر حمايي لاندي ياست .

٢٠-ځواب :
که ستاسوهدف بهرني مجاهدين وي ، نودامجاهدين زموږپه وخت کې دلته نه دي راغلي بلکې دروسانوپه وړاندې دمقاومت پرمهال افغانستان ته راغلي وو، خوڅرنګه چې امريکا يو لوی اتحادپه شکل زمونږپرهېواديرغل کړى نوکه دنړۍ هرمسلمان دهغوى په خلاف دجنګېدلوجزبه ولري ، نوزموږديني وظيفه داده چې مخه يې ونه نيسو، خوزموږفوځي تشکيلات ټول مستقل اوافغاني دي ، اوداچې هغوى دې دلته کوم حاکم نفوز ولري داهسې پروپاګنددى ، هغوى ډېرمحدوددي ، زمونږتاريخي دښمن خواصلاً انګريزان دي چې دډيورنډعاملين هم دوى دي اوهمېشه دافغانستان دانزوااوتزلزل لپاره دوى کارکړى ، اونن چې امريکاهم اوپاکستان هم يودبل ځانونه ملګري ګڼي ، اودطالبانوکوم کس چې پاکستان ته په لاس ورغلى نوپه مستقيمه توګه يې امريکايادکابل ادارې ته سپارلى ، حتى چې په سفيريې هم صرفه نه ده کړې ، همدارازداسلامي امارت په نړيدلوکې يې دامريکاسره همکاري نه ده سپمولې ، نوبيابه ددې خبروڅه معناوي ؟ اياچې امريکاپاکستان ته خپل نژدې ملګرى وايي نوبيابه دکابل اداره په کومه خوله داخبره کوي  چې خان يوه خبره کوي  ناظرته په کارنه ده چې بله خبره وکړي .

۲۱ پوښتنه :
دشمالی ټلوالي لخوا جوړي شوي جبهې سره ستاسود اشخاصو لخوا دخبرومسله پر ژبو ده ،تاسو څومره ددې جبهې سره دخبرو بهير تايدوئ .

٢١-ځواب :
زمونږدمذاکراتودروازې دمجاهدینوپرمخ خلاصی دی ، موږغواړوچی داشغالګروکفاروپه مقابل کي   ملت متحدكړوکه زموږدهدف په لاره کې هره مشروع حربه کاري ثابته شي موږبه يې استعمال کړو، خوله کومې مشخصې ډلې سره تراوسه کومه رسمي اومستقيمه ناسته نه لرو.

۲۲پوښتنه :
کله چې افغانی لورۍ تاسوته دخبرو بلنه درکوي تاسو ولې هغه شرطونه وړاندي کوی چې دقبول وړ ندی ، ايا تاسو پر دولت باور نه لرئ او که نه غواړئ چي له دولت سره جوړه وکړئ ؟
 

٢٢-ځواب :
 لومړى بايدتاسوته دامعلومه وي چې زمونږشرائط څه دي ؟
ولي دقبول وړنه دي ؟ پرکوم استدلال دقبول وړنه دي ؟  اوداقضاوت دچاکاردى ؟ اوکه موهدف داوى چې تاسوبايدهيڅ ډول ملي شرائط ونه لرئ ، بلکې شخصي شرطونه وړاندې کړئ ، نودابياپه يوقانون کې هم د دوطرفه سياسي مذاکراتو توازن نشي توجيه کولى اونه ورته سياسي مذاکرات ويل کيږي ، په دې هرڅوک پوهيږي .

۲۳پوښتنه :
تاسو ځانمرګي او د سړک د غاړي بمونو پاليسي پر مخ بياياست يا د دولت کارکوونکي وژنئ ، دولت د طالب او القاعده سره د اړيکو په تور کسان نيسي چي ډيرئ يې تر اوسه په بګرم او ګوانتانامو کي ناست دي ، بهرنيان د خپل زيان غچ په الوتکو او بمباريو اخلي ، تاسو بهرنيان د اشغالګرو او دولت د هغوی په ګوډاګيتوب تورنوئ ، مګر تاسو کومي بېلګي يادولائ سئ چي تاسو له افغان ولس سره خواخوږي کړې ده ؟

٢٣-ځواب :
داسمه ده چې بهرني يرغلګرخپل غچ دالوتکوپه بمباريواخلي خوداهرچاته معلومه ده چې دوى خپل غچ له چانه اخلي ؟ تاسوبه پخپله دغربي راديوګانوله لارې دهېواد دجنوبي اوشرقي سيمودعاموخلګوله خولې اورېدلي وي چې په هرځل بمباري کې  ددې بمبارۍ قربانيان څومره بې دفاع اوعام خلګ وي ؟ نوهغه څوک چې دخپلې وسلې اونقشې دکروالي عالمي دعوه لري ، ددومره ستروجنايتونوپه کولوبه بياهم مسؤل نه وي ؟

ديرغلګروله لاسه په بې سارې توګه عامه تلفات ، پخپله داوسنۍ ادارې ډېرلوړپوړي چارواکي اودپارلمان غړي هم په ښکاره تائيدوي ، له خلګوسره دخواخوږي په اړه بايدووايم چې دمجاهدينوله خپل ولس اوخپلې خاورې سره ترټولوستره خواخوږي دهغوى دخپلواکۍ لپاره جګړه ده اودګډيرغلګردښمن اودهغه دګوډاګيانوپه وړاندې جنګېدل اوفه دي لاره كي قرباني وركول دي .

دخپلې واکمنۍ پرمهال موږد ولس دمال اوژوندتحفظ يقيني کړى و ، چې دخلګودا دواړه حقونه په بشري ټولنه کې لومړى مقام لري ، زموږپه واكمنئ كى كه دواك خاوندانوهرڅومره صلاحیت درلودخودملت په شتمنی یی خيــټه نه اچوله سرمايي يي خارج ته نه انتقالولي دعام ولس غوندي ژونديي كاوه زموږپه ټوله دوره کی افغانستان یوه افغانی ندی قرضداره شوی بدبختانه چی زموږګران هیوادپه خپل۵۰۰۰کلن تاریخ کی تردومره ملاماتونکوپورونواوسودی فیصدی نه ولاندی شوی لکه داوسنی ګوډاګی رژیم په وخت کی ددې لامل داو چې داتحريک دجنايتکارو ، غلو اوشوکماروپرضدجوړشوى و ، اوس چې موږدواکمنۍ او(بيروکراسي) له چوکاټ نه دباندې يو، نوددغه جناياتودمخنوي اصلي مسؤليت دهغه چاپه غاړه ده ، چې دحکومت دعوه کوي،خو له بده مرغه ټول هغه غله ، جنايتکاراوشوکمارچې موږتېښتې ته اړکړي وو، دبهرني يرغل نه وروسته ټول بېرته فعال اوپه اوسنۍ اداره کې دواک لويه ونډه ورکړل شوه ، اواوس چې دکابل اداره پخپله بارباراعتراف کوي ، چې په غلا، شوکو، زورزياتي اونشيي توکوکې داوسنۍ ادارې له اعلى چارواکونه نيولې ترعادي مليشوخلګ ککړدي ، نوخلګ به څنګه دخپل مال اوعزت دتحفظ ډاډ ولري ؟ ځکه خلګ اوس پوهيږي چې که دجنرال دوستم په بڼه کوم غل اوجنايتکاردهېواد دمرکزپه مهمه برخه کې ددولت دمشرکورته هم په نيمه شپه ننوزي خودمجازات اومحاکمې جرات يې له چاسره نشته ، نوپه نوروعادي سيموکې دعادي خلګومخه څنګه ونيول شي ؟

۲۴پوښتنه :
ايا ستاسو په فکر جګړه د افغانستان د مسئلې يوازنی حل دئ که ستاسو په فکر بل الترناتيف هم سته ؟

٢٤-ځواب :
جګړه دتل لپاره وروستۍ اودمجبوريت حربه ده ، ترڅوچې پربله لاره حل ممکن وي نوجګړه دپروګرام برخه نه ګرځي ، که يرغلګرمقابل لورې ته يوبشري مقام ورکړي اوديوهېوادخپلواکي اوهويت ته په درنه سترګه وګوي اودزورله لارې دهضمولوکوشش يې پرېږدي نونه پرون جګړې ته اړتياوه اونه  نن اونه به سباوي .

۲۵پوښتنه :
تاسو له اسلامي هيوادونو سره اړيکي لرئ ، که ځواب ( هو ) وي ولي د هغوی او اسلامي کنفرانس په منڅګړيتوب د افغانستان د مسئلې د حل هڅي نه کوئ ؟

٢٥-ځواب :
کله چې دامريکايي استعمار دپشارپه نتيجه کې ديوشمېراسلامي هېوادونوسره داسلامي امارت دواکمنۍ په ورستيوشېبوکې سفارتي اړيکې ختمې شوې اوزمونږحکومت يوځل بياديوه تحريک بڼه غوره کړه اوله اسلامي هېوادونوسره دپلوماتيکې اړيکې پاتې نه شوې اوترڅوچې باندنى فشارپه هغوى کم شوى نه وي  اويادجګړې لورې تغيرنه وي کړى نوپه دې لاره کې ستونځې شته ، خواوس چې جګړه ډېرنوي پړاوته داخليدونکې ده نودداسې څه انتظارکيداى شي .

٢٦ پوښتنه :
که چيري د راتلونکي کال د ولسمشرۍ يا پارلمان په ټاکنو کي طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړه سي تاسو به په انتخاباتو کي برخه واخلئ ؟

٢٦-ځواب : 
ترڅوچې دهېوادخپلواکي تامين نه شي نودپردوترسيوري لاندې دجعلي ديمکراسي په مصنوعي فضاکي هرعمل دعددچپ لورې ته صفرونه ورکول دي اونور افغانانوته پکارنه دي چې په داډول مصنوعي پروسوباوروساتي ځکه دايوڅرګندحقيقت دى چې زمونږهېوادديوې مستعمرې په بڼه د( کرزي ) او(خليل زاد) په بڼه ترکريکتورونولاندې د سپينې ماڼۍ دباوري استاذانوپه ولکه کې دي ، هرڅه له مخکې معلوم دي ، يوازې دولس دغولونې لپاره دانتخاباتويومصنوعي جريان ترسره کيږي .

۲۷پوښتنه :
په فلسطين کي د حماس ډلي د ازادو انتخاباتو له لاري د ولس ملاتړ ترلاسه کړ او واک ته ورسېدل ، که طالبان په ولس کي ملاتړ لري نو ولي د انتخاباتو له لاري خپلو موخو ته د رسيدو هڅه نه کوئ ؟

٢٧-ځواب : 
ترڅوچې بيت المقدس دفلسطيني خپلواک هېوادلپاره پلازمېنه نه وي ګرځېدلې ، داسرائيلوقبضه پاى ته نه وي رسېدلې اوپرفلسطينيانودنوروله خواغيرمنتخب صدر تپل شوى وي ترهغوپورې نه حماس اونه بلې خپلواکۍ غوښتونکې فلسطيني ډلې ته انتخابات ګټه لري ، ځکه خودحماس داسلامي تحريک لپاره انتخابات سل په سلوکې بې ګټې ثابت شول اوحال يې له بدنه بدترشو چې اوس يوازې دغزې په تړانګه کې محاصره دي ، په ابتداکې امريکادافکرکاوه چې دامريکا اوملګرودتبلغاتوله امله اوياهم داستشهادي حملواوداسرائيلوپه وړاندې دسخت دريځ له امله به حماس په عاموفلسطيني ولس کې ډېرمقبوليت ونه لري ، خوچې داورته ثابته شوه چې دوى دولس ريښتينې استاذې دي نوبيايې په نړيواله کچه ددوى دځپلومستقيم کمپائن پيل کړ اوددوى حکومت يې دډېرې کمې مودې لپاره هم ونه زغملى شو اوپه عيني حال کې امريکايانوله همدې لارې په فلسطيني سيموکې دخانه جنګې توطيه هم جوړه کړه ، ځکه خوډېرکارپوهان فکرکوي چې که حماس ټوله توجه دمقاومت دپياوړتيالورې ته اړولې واى نودابه ترانتخاباتوګټوره واى .

۲۸پوښتنه :
 ددې لپاره چي دافغان حکومت اودهغودنړیوالوملاتړکوونکوسره دافغانستان په حاکميت کي دطالبانو د ورګډېدومسله وړاندي کړﺉ ، ښه به نه وي چې دملگروملتو ،اسلامي کنفرانس اونورو نړيوالو سازمانو په منځګړيتوب دامسله په نړيواله کچه  مطرح سي .

٢٨-ځواب : 
زموږجګړه دڅوکيودوېش لپاره نه ده ، بلکې داشغال دپاى ته رسېدلودهېواددخپلواکۍاواسلامی نظام لپاره ده ، دافغان حکومت له ملاتړونه به ستاسې هدف امريکايان وي نودامريکايانودافغانستان له حاکميت سره څه کاردى ؟   داخودافغانانوحق دى .

ستاسوپه سوال کې امريکايان دافغانستان دحاکميت شريکان ښکاري  نوداخودخپلواکۍ دروح مخالف تورى دى اوزمونږمبارزه دخپلواکۍ لپاره ده ، په اوسنيوشرائطوکې اسلامي کانفرانس بې وسه دى اوملګري ملتونه دامريکاله خوښې پرته فيصله نشي کولى ، لکه په عراق اوفلسطين کې چې دملګروملتونوسازمان دامريکاله مسيرنه سرنشي غړولى ، همداسې په افغانستان کې هم دامريکاپيروي ته مجبوره شوي ، خوکه په راتلونکې کې ددې سازمانونوحيثيت يوڅه خپلواکه شي بيابه دحالاتوسره سم غوروکړو.

۲۹پوښتنه :
که تاسو بيا په افغانستان کي واک ته ورسيږئ ، ايا بيا به د پخوانۍ واکمنۍ په شان چلند کوئ که به دا ځل په خپلو پاليسيو کي نرمښت راولئ ؟  د ښځو کار ، تحصيل او بشري ازاديو په اړه به ستاسو نوې پاليسي څه وي ؟

٢٩-ځواب : 
هرنظام دمثبتوکارناموترڅنګ منفي کارنامې هم لري ، خوداوخت چې ميډياټوله يوطرفه ده نوداسلامي امارت په اړه ټول تبليغات يوازې منفي دي اوزموږمثبتې کارنامې هم منفي تعبيريږي ، هرولسي حرکت دوخت په تېرېدو دتجربې اوشرائطوپه رڼاکې خپلې پاليسۍ جوړوي ، اودګنجائش تربريده دولس دقناعت هڅه کوي ، خودامهال موږدمقاومت په حالت کې يو ، زماپه اند دواکمنۍ اوحکومت پرسويه دپالسيوپه اړه داوخت څه ويل به بې وخته اوتروخت له مخې خبره وي .

۳۰ پوښتنه :
شپږ کاله کېږي چي نړيوال د طالبانو او القاعده په له منځه وړلو پسي افغانستان ته له عصري وسلو او تکنالوژۍ سره راغلي خو بېله دې چي جګړه او نا امني اوږده سوې ده او طالبان ورځ تر بلي ورځي پياوړي سوي دي ، نه د القاعدې مشر ونيول سو او نه د د طالبانو مشر، تاسو دې موضوع ته څنګه ګورئ ، ايا ريشتيا هم لکه چي ويل کيږي ،بهرنيان جګړه اوږدوي تر څو په سيمه کي اوږدمهاله ستراتيژيکي ګټي ترلاسه کړي ، طالبان او القاعده دومره زورور دي چي د بهرنيانو زور نه په رسيږي او که بهرنيان دومره غښتلي نه دي لکه څومره چي ښکاري ؟

٣٠-ځواب : 
نه په زور ولسونه تابع کيداى شي اونه ټيکنالوجي هره جګړه ګټلى شي ، په کوم ولس کې چې دداسې ځوانانوکمى نه وي چې هغه ددښمن په وړاندې په ځان پورې بمونه هم تړلى شي په هغه ولس اوهېوادکې خپله واکمني منل يوغلط تصوردى ، انګريزان اوبياروسان دلته دهمهغه وخت له درنې  وسلې اوټيکنالوجي سره راغلي وو، څه وخت دلته پاتې هم شول خوپايله يې ډېره شرمونکې وه ، داوخت يرغلګريوازې په تبليغاتي ډګرکې غښتلي دي  ځکه چې ټوله ميډياورسره ده  ، که دهغوى ټولې ناکامۍ په بشپړه ډول په سمه توګه اعلان شي اوپټې نشي زه فکرکوم بيابه له هيچاسره هم ددوى دناکامۍ په اړه کوم شک پاتې نشي . پای


عبدالله احسان : ښاغلئ  قاري محمد يوسف احمدي ، دا چي د لراوبر افغانستان د ويبپاڼي سره  مرکې کولو ته حاضر سواست د زړه له کومي مننه کوم .
په لراوبر افغانستان کي د جګړې د بندېدو او لراوبر افغان ولس د نېکمرغۍ او پرمختګ په هيله