په پېښور کې پرپوليسو بريد شوى
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:د پېښور ديونيورسټي ټاون پر کينال سرک نامعلومه وسله والو پرپوسته ولاړو پوليسوباندې بريد کړى دى ، چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او څلور ټپيان دي وسله وال پرموټرساييکل سپاره وو ټپيان د خېبر ټيچنگ روغتون ته رسول شوي دي ،روغتون کې يو پوليس ددرملنې پرمهال مړشوې دی په يوه بله پېښه کې د بانه ماړۍ تاڼې د اېس اېچ او پرموټر باندې هم وسله والو بريد کړي . چې له مله يې اېس اېچ او حميدخان او هغه سره دوه نور پوليس ټپيان دي د پوليس چارواکو په وينا ، د پوليس افسر حميدخان پر موټر باندې وسله والو په داسې مهال کې بريد کړې ، چې نوموړى له کورڅخه دفتر ته په لاره وو