کور / شعر / لیونیه آشنا

لیونیه آشنا

نوره څه نه وایم خودومره یادونه کوم
یوه وړه غوندی ګیله درته له زړه نه کوم

که یی وخت راغئ،ژوندباقي وو،درته وبه وایم
ددی خبری ښه پخه درسره ژمنه کوم

اوس خوستاوخت دلیونتوب دی،لیونیه آشنا
دلیونتوب به دی بیا وروسته درملنه کوم

غیورملت ستا لیونتوب ته ټول په کرکه ګوري
یوازی نه یم چی دکړووړودی غندنه کوم

دبل په زور مسته،که مست ھم یی خودومره واوره
که بیاوسي شوم، نودځان درنه پوښتنه کوم

سترګی ړندی،ژبه می غوڅه،ګوتی ټولی پری کړه
زه به دسرپه اشارو دحق غوښتنه کوم

دقلم ژبه چی غوڅیږي،لاتیزیږي پسی
لکه قلم به،په غوڅ سردحق لیکنه کوم

که می دخپل ملت په سرظالمه دارته بوزی
ددارپه سربه ھم دخپل ملت ستاینه کوم

اوس داملت سترسوله ایزقیام ته ځان جوړوي
زه دحالاتوپه راز پوه یم،ارزونه کوم

الحاج الھام الدین قیام
ولدورف/جرمنی