د هلیکوپتر حادثې درې امریکایان ووژل
ناټو اعلان وکړ چی پرون د افغانستان په ختیځ کی د ناټو د یو هلیکوپتر د سقوط له امله درې بهرنیان ووژل سول چی دوه یې پوځیان او درېیم یې ملکی بهرنی و . خو نور تفصیل یې ورنکړ .
مګر امریکایی خبري شبکې ( اې . بی . سي . نیوز ) د امریکایی پوځی منابعو په حواله راپور ورکړ چی هغوی درې واړه امریکایان وو .