د يوه افغان ماشوم كيسه

د لراوبر اداره | جنوري 11th, 2014


زه غواړم چی خپله کیسه د الله (ج) په پاک نوم سره شروع کړم ځکه زه یو مسلمان او افغان بچی یم. بسم الله الرحمن الرحیم زما خوږو او قدرمانو لوستونکو زه یو افغان بچی یم زما نوم هم افغان دی چی کله می دی دنیا ته تشریف راوړه نو د هغه ورځی نه د تکلیفونو او د کاړونه سره مخ شوم هغه ځکه چی افغانستان یو جنګ وهلی وطن دی چی د هر لحظ نه روسته پاتی دی. زمونږ کور د یو د غر لمن کښی موقعیت لرلو هلته نه روغتون وه او نه ډاکټران او چی ښار ته په روغتون لپاره تللی نو سرکونه وران ویجړ پراته وو. نو زما زیږون په خپل کور کښی په ډیر تکلیف سره وشوه زه خو الله پاک ژوندی پاتی کړم خو زما خوږه مور جانه د ډاکټر او د روغتون د نشتوالی له عمله مړه شوه انالاالله وانااله راجعون . زه له ماشوم اوم چی د کلی په کوڅو کښی به می منډی ترړی وهلی کله به یو ماشوم وهلم کله به بل د مینی څوک می نه وو چی زه یی په غیږ کښی رانیوالی وائئ او ماته یی د مینی محبت خبری ښودلی واېئ. سکولونه نه وو چی سکول کښی راته چا دخله کړی وائئ خو وخت تیریده زه هم لویدم او تکلیفونه می هم ډیریدل. خو یوه ورځ په یو وران دیوال ناست په سوچونه کښی اوم چی یو ماشوم غږ کړه افغانه افغانه زمونږ کلی ته یو دوه نا اشناء سړی راغلی نو ما هم دغه ماشوم پسی شاته منډی کړی او چی ګورم چی یو دوه ناشناء سړی ولاړ دی. زمونږ د کلی ماشومانو تری راتوو شوی او دوئ سره خبری اتری او ټوقی ټاقلی کوی. چی زه ورنږدی شوم چی دوه سړی ولاړ دی چی د کمیس لمن یی هم نشته ما فکر وکړه شاید چی تیکه یی کمه شوی وی او خیط تری همداسی بی لمنی کمیس کړی وی او چی دغه ناشناء سړیو مخونو ته می نظر شوو نو پکښی د سور رنګ مخ لرونکی وو لکه چا چی په مخ ښه وهلی وی او بل زمونږ په شان ښکاریده . خبری اتری کیدی چی یو ماشوم تری تاپوس وکړه تاسی څوک یی نو سور رنګی مخ وله په خبرو شروع وکړه څه یی اویل خو مونږ پری پوهه نه شوو خو لږ وخت روسته هغه بل سړی او ته خپل مخ راوړوه او خبری یی شروع کړی. ګرانو ماشومانو د یو امریکایی دی د امریکاء نه راغلی او تاسو ته معلومه امریکاء دومره لری ده چی دلته شپه شی هلته ورځ شروع شی بیا چی دلته شپه شی هلته ورځ شروع شی. دا د هغه ځائ نه دی لپاره راغلی چی ستاسو د حالتو نه ځان خبر کړی. چی د خبری مو واوریدی مونږ حیران شوو د څنګه وطن دی چی دلته ورځ وی هلته شپه هغه ځکه مونږ خو نه سکول لیدلی نه دی کلی نه بهر وتلی صرف دغه غره په لمن کښی په یو وړوکی کلی کښی لوئ شوی ماشومان وو دی نه خبر نه وه چی دا دونیا ډیره لویه ده او دی کښی ډیر زیات وطنونه، قومونه، مذهبونه او ډیری ژبی دی. او هغه وطنونه زمونګ د کلی په شان خړپړ نه دې. هلته سکولونه، روغتونونه، سړکونه، بجلی، غټ غټ بیلډینګونه او په هوا کښی تلوونکی جهازونه دی. ټول ماشومان سکولونو ته ځی او څو څو ژبی وایی او کمپیوټر کښی خپل کارونه کوی. هر طرف ته رنګنی رنګنی ده پارکونه دی لوئ لوئ ښارونه دی او په دی ښارونو کښی مختلف قسم د خورک او د ساعت تیرائ (لوبو) سامانونه دی. د خبری می چی واوریدی نو حیران شوم او خپل ځان راته دسی ښکاره شوو لکه چی مونږ غار کښی دننه اوسیږو هیڅ مو نه دی لیدلی نه مو څه یاد کړی. نو په زړه کښی یو سوال را پيدا شوو او ورو شان هغه پښتو ویوونکی کس ته ورنیږدی شوم او تاپوس می تری وکړه. چی نور وطنونه دسی طرقی لرونکی دی چی هلته ماشومانو او د لویانو لپاره پوهنتونونه او سکولونه شته د سیال لپاره پارکونه شته د علاج لپاره روغتونو شته یو ځی نه بل ځی ته تلو لپاره موټرونه او جهازونه شته؟ هغی اویل هو افغانه بچیه! بیا می تری په حیرانوونکی لحجه کښی تاپوس وکړه نو بیا ولی زمونږ په وطن او په دی کلی کښی دغه سهولیت نشته؟ دی خبری سره هغه کس ماته دسی په چاپه نظر اوکتل او په مخ یی د خفګان نښی ښکاره شوی نو زه تری لږ په شاه شوم او غلی شان راون شوم ما ویل که بی ادابه یا غلطه خبره می وکړه خو ما یو قدم پورته کړی نه وه چی په یو غم وهوونکی او خوږه لحجه کښی یی اویل افغانه بچی! ستا پوښتنه په ځاي ده. د دونیا زمونږ د ټولو شریکه ده هر انسان او هر وطن پکښی هغومره حق لری څومره چی بل وطن لری خو د هر وطن برډر لری او خپل د وطن زمکه یی معلومه ده او هر څوک کولی شی دغه سهولیت جوړ او حاصل کړی خو افغانه بچیه! کاش چی زمونږ وطن خلکو هم د خپل حق نه فائده اخیستی وی. نو بیا می تری یو پوښتنه وکړه نو ولی زمونږ وطن او خلک دغه شان سهولیت نه لری خو دوئ دی هم جوړ کړی. ګرانه افغانه بچیه د اوږدی قیصی دی خو سر به دی څه در خوږم د ځکه چی دی ډیر عومل دی.
زمونږ وطن د شروع نه څوک نه پریږدی چی طرقی وکړی او افغانان دی په خپلو خپو اودریږی. او کله چی لږ راپورته شوی نو یو بل وطن پری حمله کړی او افغانستان یی ویجاړ کړی. او هغه هم زمونږ ځیانو بی ناموسه افغانانو په مرسته.

بل په دی وطن ځکه حمله کوی چی ټوله دنیا پوهیږی که افغانان په خپلو خپو اودریدل نو مونږ تری په ارامه ژوند نه شوو کولی
ګرانه افغانه افغانستان یو دسی وطن دی چی په دی کښی ډیر زیات معدنیات پراته دی او افغانستان کښی دسی مشران تیر شوی چی هغوئ دغه وطنونو خلکو سره جنګونه کړی هغوئ یی ته یی نقصانونه اړولی نو دوئ هغه بدلی زمونږ نه اخلی.
او بل افغانستان خلک په ریښتونی مسلمانان دی دوئ نه غواړی چی مسلمانان دی په دونیا کښی خوشحاله او قوی وطن ولری.

افغانه! بچیه اوس پوهه شوی چی دی دونیا کښی څه څه نه دی راون او مونږ سره څومره ظلمونه کیږی خو ګرانه بچیه که غواړی چی ته هم نورو ملکونو سره قدم په قدم شی نو د غفلت خوبونه پریږده او یو بل سره لاسونه ورکړئ خپل دښمن اوپیژنئ او په شریکه خپل خوږ وطن افغانستان ته خدمت ترسره کړئ. نو زما خوروزار افغانه بچیه بیا ګوره چی ته به هم یو ورځ دغسی ښائسته وطن لری چی هغی کښی به هر څه وی ستاسو په شان وران کلو کښی به سکولونه، روغتونونه، سړکونه، پاکی اوبه او بجلی وی هر افغان به سبق ویلی شی د ډیرو وطنونو په ژبو به پوهیږی او هیڅ یو افغان بچی به بیا ستا په شان د پيدا کیدو سره یتیم نه پاتی کیږی او مینه محبت به وی، وروروالی به وی اوس پوهه شوی افغانه بچیه!
هو هو! ته خو زما سترګی خلاص کړی نن نه روسته به زه خپل وطن ته خدمت کوم او د وطن هر کس به خپل ورور بولم او که بچی می پیدا شول هغه به سکول ته لیږم او ډاکټران، انجینران، پولیس او ملی اردو ته لیږم چی خپل وطن او خلکو ته خدمت تر سره کړی او افغانستان د نوری دنیا سره سیال کړی.

لیکونکی: عنایت الرحمن ثاقب
تاریخ: ۱/۴/ ۲۰۱۴
د سیاست او نړیوالو اړیکو محصیل

Copyright Larawbar 2007-2024