۲۰۱۳کال د کراچۍ په تاریخ کې زیات خونړى وو

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 11th, 2014


پېښور:٢٠١٣کال اچۍ ښار په تاریخ کې ترټولو زیات خونړی کال و.چې په کال ۲۰۱۳میلادي کې د پاکستان د جنوب د سند په مرکز کراچۍ ښار کې په روانو شخړو کښې د پولیسو د ۱۹۰ تنه افسرانو په شمول څه باندې ۲۷۰۰کسان وژل شوي دي.د پولیسو د ادارې لخوا د خپرو شویو شمیرنو له مخې د دغو وژنو په تور ۱۸۱کسان نیول شوي دي.د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې د مجرمانو خلاف یې تقریباً ۹ زرده ۲۲۹ځلې حملې کړي چې په دغو حملو کښې ۱۳زره او ۹۰۶تنه شکمن کسان نیول شوي او اته زره ۴۶۹وسلې هم نیول شوې دي.دا په داسې حال کښې دي چې بیا په کراچۍ کې دوه تنه وژل شوي دي.سما ټي وي چینل رپورټ خپور کړی چې ځايي پولیسو اعلان وکړ، د کراچۍ په لیاري سیمه کښې په ننۍ نښته کښې سختې ډزې وشوې. د پولیسو د رپورټ له مخې په دغه نښته کې د لاسي بمونو حملې هم وشوې چې له امله يې تراوسه د دوو کسانو د وژل کیدو خبرونه ترلاسه شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024