د راتلونکو انتخاباتو په اړه بايد چوپتيا ماته سي

عطاالله محمدي | جنوري 12th, 2014


ویسا: د راتلونکو انتخاباتو په اړه باید چوپتیا ماته شي

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په راتلونکو انتخاباتو او په هغې مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړي چې؛ د امریکا د دفاع پخوانی وزیر په خپل کتاب کې مطرح کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د راتلونکو انتخاباتو په اړه باید چوپتیا ماته شي.
په سرمقالې کې راغلي، سره له دې چې د انتخاباتي کمپاینونو له رسمي پیلیدا مخکې د جمهوري ریاست کاندیدان خپل پروګرامونه تشریح کوي؛ خو د ملي مسایلو په اړه اساسي پوښتنو ته یې اکثره سم ځواب نه لري.

ویسا دغه مهمې پوښتنې لست کړي دي.

د سرمقالې له مخې دا اساسي پوښتنې دا دي چې؛ له امریکا سره امنیتي تړون په کومو شرایطو لاسلیک شي؛ د سولې پروسه څنګه پرمخ ولاړه شي، اداري فساد څنګه ورک شي، لویې اقتصادي پروژې او د ملي یووالي د ټینګښت لپاره یې اقدامات څه دي؟

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د انتخاباتو د امنیت په اړه کښلې.

په سرمقالې کې راغلي د کورنیو چارو وزارت بالاخره د انتخاباتو امنیت پلان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاره چې؛ په هغې کې د رایې ورکولو د څلور سوو څوارلسو مرکزونو د امنیت له ټینګېدو نه د اوس لپاره عاجزي ښکاره شوې ده.

انیس لیکلي، که څه هم د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې؛ د انتخاباتو تر رارسېدو پورې به د دې مرکزونو د امنیت لپاره هم هڅې وشي؛ خو د مرکزونو د امنیت په ټینګولو کې تر ټولو زیات مسوولیت د خلکو دی.

ورځپاڼې لیکلي سیمه ییز قومي مشران او خلک باید د انتخاباتو په امنیتي او څارنه کې مرسته وکړي؛ تر څو یې د سیمو خلک د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې نشي.

ملي ارمان ورځپاڼې د امریکا د پخواني دفاع وزیر رابرټ کیټس په لیکنې تبصره کړې چې؛ ویلي یې دي، ځینو امریکايي چارواکو د افغانستان په تېرو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، هغه څه چې ګېټس افشا کړي، ښايي د افغانستان او امریکا اړیکې لا پسې خرابې کړي.

په سرمقالې کې راغلي، ښاغلي ګېټس په ډېرو حساسو شرایطو کې دا حقایق په ډاګه کړي چې؛ ولسمشر حامد کرزی به لا په غوصه کړي او ښايي د امنیتي تړون له لاسلیک کېدو لا ډډه وکړي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د اړیکو خرابوالي د افغانستان له خلکو څخه لوری ورکړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، امریکا چې په افغانستان کې د انتخاباتو په مالي، تخنیکي او امنیتي امکاناتو کې د مرستې ټټر وهي؛ په خپله د دې هېواد د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

محور وړاندیز کړی چې، د ولس د اعتماد د بېرته پيدا کولو لپاره باید د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو شفافیت ته ټولې خواوې درناوی وکړي او مراعات یې کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024