د ارواښاد استاد محمد صديق پسرلى فاتحه
40
په لندن کي د افغان لیکوالو فرهنګي ټولني او د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د کورنی له خوا د ښاغلي خدای بخښلي استاد محمد صدیق پسرلي فاتحه واخیستل شوه .
د 2014 کال د جنوری په 26 نیټه د یکشنبې په ورځ په لندن کي د افغانانو د لیکوالو د فرهنګي ټولني ، د درانه استاد د کورنی او لندن میشتو افغانانو له خوا د غرمي د لسنیمو بجو څخه د ماپښین تر دولسنیمو بجو پوري فاتحه واخیستل شوه . په فاتحه کي د مرکزي اروپا له یو شمیر هیوادونو څخه د راغلو افغانانو برسیره د لندن او انګلستان له ټولو ولایتونو څخه افغانانو د افغان اولس د نومیالي غزلبول شاعر په دعا او فاتحه کي ګډون وکړ . همدارنګه افغانانو د خدابخښلي ډاکټر محمدامین نظري روح ته هم دعا وکړه او د ارواښاد نظري کورنی ته یی د تسلیت مراتب څرګند کړل .
مسجد ته په جوپو جوپو افغانان راتلل او د قران عظیم الشان د یوی سورې په لوستلو به مسجد خالي شو او بیرته به بیا ډک شو . د افغانانو بیشمیره ګډون د ارواښاد محمد صدیق پسرلي روح ته د احترام او تعظیم بیانونکی وو . ټولو افغانانو و شاعر ، لیکوال او زموږ د وخت غزلبول شاعر استاد محمد صدیق پسرلي ته د لوی پروردګار څخه فردوس جنت استدعا کړ .
د فاتحې تر مراسمو وروسته د استاد پسرلي څو لارویان چي له مرکزي اروپا او د انګلستان له محتلیفو ښارونو څخه راغلي وه د ښاغلي سپین تڼي په کور کي د ګران استاد یادونه تازه کړل او د ارواښاد استاد پسرلي افغاني سیاسي او کلتوري هڅي یی د یاد وړ وبللی او همدارنګه یادونه وشوه چي د استاد سیاسي دریځ ته به کار کوي او لکه چي استاد پسرلي د افغان اولس د سبا خیالونه په خپل ذهن کي پالل داسی به موږ هم هغه ته وفاداره پاته شو . ښاغلي محمد حسن ( شور ) پسرلی صیب د افغاني او انساني سولوک استاد او لارښود یاد کړ ، ښاغلي احمدشاه ( امین ) د پسرلي صیب د راواني غزل لیکلو او لیکونو یادونه وکړل ، ښاغلي عبدالله ( احسان ) د استاد پسرلي د لوی ثمر (اولادونو ) یادونه وکړل او هر یوه ته یی د لا پرمختګ هیله وکړه ، ښاغلي سپین تڼي هم و استاد پسرلي ته د دعا تر څنګ د هغوی کورنی او مینه والو ته د زړه صبر وغوښت ، ښاغلي افضل ټکور په لندن کي د افغان لیکوالو د فرهنګي ټولني مشر هم د استاد پسرلي د ډیرو ښو خاطرو یادونه وکړل ، غونډه د حاجي امین باوري په هغو جملو ختمه شوه چي د استاد پسرلي د روح د ارامی لپاره دعا پکښې وه . د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي روح دي ښاد وي .
———————————————————————————————
ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی د١٣٩٢ لمريز كال دمرغومي پر ٢٣مه د هندوستان هیواد په پلازمینه د ډهلي په یوه روغتون کي د درملني پر مهال ساه ورکړل . اناالله واناالیه راجعون .
ژوندليك:
محمد صدیق پسرلی د رمضان خان زوی پر ۱۳۰۷ کال د غزني په قره باغ کې زېږدلی، د ژوند لومړني څلور کاله یې په خپل زېږنځای کې تېر کړي او وروسته له خپلې کورنۍ سره کندز ولایت ته کډه شوی دی.
ښاغلي پسرلي د کندز په شېر خان لېسه کې تر منځنیو زده کړو وروسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې یې تلپاتې اثار وپنځول.
ښاغلي پسرلی په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شوی و او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د سپيدې په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته وروسته بيا له چاپه پاتې شوه.
بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود.
تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله.
په ۱۳۷۷ لمريز كې كابل ته راغى.
تر اوسه د ښاغلي پسرلي د شعرونو او كيسو څو ټولگې چاپ او خپرې شوې دي.
لومړنۍ مجموعه يې د كوكچې په نامه په ۱۳۳۰ كال په بدخشان كې چاپ شوې او په همدغه كال يې د يوناني شاعرې بېلټس ترانې هم په نظم وژباړلې، چې د چاپ په گاڼه وپسولل شوې.
څه كم دېرش كاله وروسته، په ۱۳۶۱ كې د پاسني په مستعار نامه د وطن وير په نوم د حماسي او انتقادي شعرونو ټولگه يې چاپ شوه.
كال وروسته يې د ليوني باد په نامه د طنزونو ټولگه خپره شوه.
“داسې هم وو” او “سره غالۍ” په نومونو د لنډو كيسو ټولگې يې د شپېتمو كلونو په اواسطو كې چاپ او خپرې شوې.
بيا يې د نن، پرون او سبا په نامه د څلورنيم سوه بيتونو په شمېر يوه قصيده چاپ شوه.
د شپيتمو كلونو په اواخرو كې د ټاگور گيتانجلي پښتو كړې منظومه ژباړه يې خپره شوه.
په همدغو كلونو كې د “زهرې” په نامه يوه منظومه يې او بيا د پسته اور په نامه د څلورېزو ټولگه يې چاپ او خپره شوه.
تر دې وروسته استاد د گڼو ليكوالو او شاعرانو په غوښتنه د خپلو غزلونو په خپراوي لاس پورې كړ.
لومړى يې ماته شپيلۍ او بيا يې د نى كوڅه چاپ كړه، څو کلونه وړانې يې لومړى د كوچى ملا په نامه ناول او ورپسې يې د لمركجاوه په نامه د نظمونو كتاب د چاپ په گاڼه وپسولل شول.
—————————————————————————–
دپښتو غزل ستر لارښود استاد محمد صدیق پسرلی خاورو ته وسپارل شو.
خبر: ادم خان سیرت کابل دمرغومي ۲۵ مه
دپښتو ادب، فرهنګ او غزل ستر لارښود چې وړمه ورځ په هندوستان کې د ورپیښې ناروغۍ له امله یې دحق نارې ته لبیک ویلي و ، دنوموړي جنازه پرون ناوخته ۴ بجې دکابل نړیوال هوايي ډګر ته راوړل شوه چې په هوايي ډګر کې دیو زیات شمېر هېوادوالو او ادب مینوال لخوا بدرګه شوه.
د ارواښاد دجنازې مراسم نن دکابل په عیدګاه جامع مسجد کې دسهار په لسو بجو دسل ګونو مینوالو، چارواکو او دفرهنګي کړیو او د ارواښاد دکورنۍ لخوا ترسره شول.
ارواښاد جسد دجنازې لمانځه وروسته دکابل پ زړه کې دریاض الصالحین هدیرې ته دمینوالو په بدرګه یوړل شو او هملته دخپلې کورنۍ وفات شوو غړو سره خاورو ته وسپارل شو.
داطلاعاتو او فرهنګ مرستیال غلام نبي فراهي دارواښاد صدیق پسرلي په اړه وویل(( پسرلي صیب دپښتو په معاصر ادب کې دیو ستر دیوال په څیر و چې سیوري او ثمرې ته یې سلګونه کسان ناست او دپښتو ادب بهیر یې ګړندی ساتلی و، نوموړي د پسرلي صیب دکورنۍ څخه غوښتنه وکړه چې دنوموړي پاتي ناچاپ اثار راټول او دچاپ په اړه به یې داطلاعاتو فرهنګ وزارت ورسره مرسته وکړي، نوموړي وویل داستاد پسرلي لپاره ستر دولتي مډال هم منظور شوی و، موږ غوښتل چې دهغه په ژوند دا مډال ورکړو خو داچې نن یې خاورو ته سپارو دا مډال به د پسرلي صیب کورنۍ ته په یو مناسب وخت کې ورکړل شي.))
لیکوال او کره کتوونکي استاد حبیب الله رفیع د استاد پسرلي په اړه وویل(( پسرلي صیب دخپل ژوند ټوله برخه دغاټول په څیر په دکړیو څخه لرې په صحرا کې ازاده تیره کړی او دوخت دهیڅ حکومت تر سیوري لاندی نه وو راغلی، استاد له ځانه زیات اثار پریښي دي چې مهم اثر یې غزلبڼ دی چې تیرکال دمیدان وردګو پخواني والي حلیم فدایي لخوا چاپ شوی دی، ښاغلي رفیع د پسرلي صیب له کورنۍ وغوښتل چې دپسرلي صیب نور په سل ګونه ژباړې او شعرونه راټول او د دارواښاد ترمینوالو یې ورسوي.
حسام الدین حسام داستاد پسرلي په اړه وویل چې د خوشحال بابا او پیر روښان وروسته د پسرلي صیب کورنۍ ده چې پښتو ادب ته یې دعلم او ښه خدمت سره په میراث پریښې، که څه هم استاد وفات شوی خو دنوموړي اثار او صالح بجیان موږ ته دپسرلي صیب مینه راکوي او هغه ته مړ نه شو ویلی.
د پوهنې وزارت دنشراتو ریس کبیر حقمل ژمنه وکړه چې په کابل کې به داستاد په نوم یو مهم ښوونځي نوموي او هم په معارف نصاب کې داستاد د شخصیت، هڅو او خدمتونو په اړه ځای ورکوي.
کره کتوونکي استاد نور الحبیب نثار داستاد پسرلي په اړه وایي(( استاد دخپل ژوند ډيره برخه د جهاد په کلونو کې دپښتو ادب دغوړاوي په اړه دفرهنګیانو سره یوځای چې د ژوند ډيری ستونزو سره مخ و ، فرهنګیان او لیکوال یې سره راټول او دفرهنګي بهیر دجوړښت او پښتو ادب دیوې مدرسې شکل یې غوره کړ))
دپښتو ادب وتلې څیره استاد غضنفر چې استاد پسرلي زوی دی دخپلې کورنۍ په اړه دټول فرهنګي کهول څخه مننه وکړه چې په دغه ستر غم کې یې یوازې پرې نه ښودل، نوموړي وویل پلار مې دی خدای وبښي ویل به یې چې ښادي او غم دواړه دضرب عملیه ده په ښادۍ که سل کسان درسره ګډون وکړي یوخ خوشحالي دی سل کیږي او که په غم کې سل کسان درسره ګډون وکړي دا پدې مانا ده چې داغم دسره سلو تنو ویشلی دی.
د استاد جنازه په داسې حال کې خارو ته سپارل کیږي چې د استاد پسرلي په سل ګونه مینوال او دهغه کورنۍ په یو نا اشنا او نا اټکل شوې پیښې فکر وړي او دا هرڅه ورته دیو خوب پرته بل څه نه ښکاري.
——————————————————————————————
محمدمعصوم هوتک
دارواښادمحمدصدیق پسرلي په ویرکي
دادب گلبڼ ئې بیـــــــــانن نیمه خواکړ
چي پسرلی مـــــــو دوطن خزان تالاکړ
جنازه دغزل پورته ســــــــــــــوه اوږوته
حسرتونومي قلــــــــــــــــــم بیاپه ژړاکړ
زمانه دمــــرگ اوژونداوږده کیسه ده
زموږداستان ئې پرنیمگورراانتهاکړ
چي نازلي کړي پرې ټکي له اســــمانه
پښتون قام ئې بس همدې لـره پیداکړ
خدای خبرچي په قرنـــــوبه ئې بیاوینو
له مداره چې داســــــــــتوری راخطاکړ
درحلت تاریخ مې وپـــــوښتئ له عقله
په الهام ئې راته دغه فـــــــــــــردعطاکړ
عشرات ئې دکال مخ وشــــــــاته یوسه
د” غزل سالار” چي پور د ژوند ادا کړ
+++++++++
حل :
“غزل سالار” تاریخي ماده ده چي ابجدي ارزښت ئې (۱۳۲۹) کېږي. ددغه عدد عشرات (۲۹) چي مخ وشاسي، (۹۲) ځني جوړیږي اوله تاریخي مادې څخه (۱۳۹۲) راوزي. دغه کال په لمریز حساب دارواښاد محمدصدیق پسرلي دوفات کال دئ.
——————————————————————————————-
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني
او
لراوبر ويبپاڼي د ادارې د خواشينۍ پيغام
د پښتو غزل نوميالی شاعر او دروند فرهنګي شخصيت استاد محمد صديق پسرلی د ۸۵ کلنۍ په عمر د ناروغۍ له امله تېره شپه ماخستن د ۲۰۱۴ د جنوي پر ۱۲ په هند کي په حق ورسېد، روح دې ښاد او ياد دې تلپاتي وي.
انالله و انا اليه راجعون .
د لراوبر ويبپاڼي اداره او په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشرتابه جرګه ګۍ د ارواښاد استاد پسرلي پر مړينه خواشيني څرګندوي .
د ارواښاد استاد پسرلي مړيني د افغانستان د شعر او ادب پر ډګر يوه پام وړ تشه پرېښوده خو خوشاله په دې يو چي ارواښاد په خپله فرهنګي جونګړه کي دداسي پسرليانو روزنه او پالنه کړېوه چي زموږ په باور به تر ډېره د افغانستان د ادب ، هنر،علم او فرهنګ دغوټيو په غوړولو سره پر دې سيمه د (پسرلي) نوم و نښان ژوندی او هسک وساتي.
موږ د ارواښاد د کورنۍ ټولو غړو ، دوستانو او خواخوږو ته ،په ځانګړې توګه درنو ورورڼو استاد اسدالله غضنفر، عصمت څاروان، اجمل پسرلي ،ايمل پسرلي او درنې خور نازو پسرلي ته د لوی خدای له درباره د زړه صبر او د ارواښاد پاک روح ته د مغفرت په دعا لاسونه لپه کوو او له دوی سره په دغه وير کي ځانونه شريک ګڼو.
په درناوي
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشرتابه جرګه ګۍ
او
د لراوبر ويبپاڼي اداره
——————————————————————————————-
پوهنوال استاد رسول باوري د خوست د شیخ ذاهد پوهنتون ریس په رالیږل سوي غمشریکی کي د خپل ځان او سلام کلتوري ټولني له اړخه لیکي ؛
زړه دردونکې ده چی د پښتو او پښتنو د فرهنګ نامتو سر لاری صدیق پسرلي د نړیه سترګی پټي کړې.
انا الله انا الیه راجعون
د استاد د مریضی خبر وو خو د وفات خبر یی زموږ زړونه خواشنی او موږ ټوله یی د ویر پر ټغر کښینولو. د استاد مړینه د هیواد او سیمی په کچه درنه او نه جبرانیدونکې ضایعه ده . سلام فرهنګی ټولنه او اړوندان یی خدای بخښلی پسرلی ته د فردوس جنت دعا کوی . د دې ټولنی ټول اړوندان په دې ستر غم کی د پسرلی کورنی سره خپل څانونه شریک ګڼی، د ستر څښتن ( ج) له حضوره خدای بخښلی ته د فردوس جنت غوښتنه کوو او کورنی ، دوستانو او ټولو افغان فرهنګیانو ته د زړه صبر غواړو.
د سلام فرهنګی ټولنی په استازیتوب
پوهنوال رسول باوری
——————————————————————————————-
شاعر ، لیکوال او څیړونکی ښاغلی بابوزی د خپل تسلیت په پیغام کي لیکي ؛
انا الله انا الیه راجعون ،استاد پسرلی دا پریښیدونکې نړی پریښوده او د بلی همیشنی نړی او فردوس جنت پرلور وخوڅیدی او په تللو یی دا نړی تشه شوه .کل شئ ذایقة الموت، ټول ژوندی مړه کیږی. د انسان لپاره ترټولو ښه میراث تر مړنی وروسته په ښه نوم یادیدل او د ښه اولاد روزل دی. چی له نیکه مرغه خدای بخښلی پسرلی دا دواړه لری ، هم په ښه نوم یادیږی او هم یی تر شا داسی اولادونه پر ایښی دی چی هم به یی نوم نیک وی او هم به یی جاریه صدقه وی . زه د استاد کورنی او د استاد ټولو لارویانو او مخلصینو ته د زړه صبر غواړم . امین یا رب العالمین
د ستر غزلبول شاعر پسرلی صاحب د رحلت ، یاد
لوح محفوظ
زه وم تر چا وروسته څوک په ما پسې راځي
څه راز دئ پټ سوئ چي دنيا پسې راځي؟
يو تر بله وروسته د ژوندون سلسله پايو
پرون وه ځني نن او څوک سبا پسې راځي
هر يو چي راغلئ پاته نه سو بيرته ولاړئ
مرګونه ډول ډول خامخا پسې راځي
چا نه کړه معلومه چي په څه پسې راغلئ
همدا ارمان يې پاته چې ژړا پسې راځي
ليدلي بابوزي هغه د لوح محفوظ ټکي
په غټو تورو ليک وه چي عقبا پسې راځي
———————————————————————————————
څیړونکی ، لیکوال او شاعر ښاغلی عبدالغفورلیوال په خپل پیغام کي لیکي ؛
خواشینی یم ، چې دپښتو غزل داستاد ارواښاد محمد صدیق پسرلي له مړینې خبریږم . استاد پسرلی پیاوړی غزلبول ، کیسه لیکوال او دیوې دورې دقیق ټولنیز فرهنګي ځیرونکی و. په معاصر ادبي تاریخ کې دوهمه منظومه ( داستاد پژواک تر کلیمه داره روپۍ وروسته ) همدغه ارواښاد لیکلې ده ، چې ( زهره) نومیږي. ارواښاد په پښتو غزل کې هغه باریکۍ ، چې دهندي سبک کلاسیکانو په عرفاني، خمریه او عشقي زمکه کارولې ، په نوې ، ګڼ اړخیزه او نورو فکري برخو کې وکارولې ، زه باور لرم ، چې دپښتو غزل په معاصر ارتقايي بهیر کې داستاد پسرلي ځای خورادپام او درناوي وړدی .
افغاني فرهنګ خپله ستره هستي له لاسه ورکړه ، زه دفرهنګي کورنۍ ټولو غړیو ، دیاد استاد درنې کورنۍ ،شاګردانو او ټولو مینه والو ته تسلیت وایم اوارواښاد ته دلوی الله له دریاره یښنه او رحمتونه غواړم .
——————————————————————————————
په بلجیم کي د افغان کلتوري بهیر پیغام
(د افغان ادب او کلتور یو بل ستوری ونړید)
په ډیره خواشینی سره مو دا اوس خبر تر لاسه کړ چي درانه استاد ارواح ښاد محمد صدیق پسرلي د ژوند ستړی مزل اخر کړ . اناالله واناالیه راجعون .
ګور که د آرام بستر وي زه هم پسرليه! اوس
څو وخته آرام ته له يو ډېر ستړي مزله راغلم
بلجیم میشتي افغانان او په بلجیم کي د افغان کلتوري ټولني غړي او اړوندان د درانه استاد په مړینه ژور خپه دي . کاشکي وخت زموږ دروند استاد لا یو څو نور وختونه هم زموږ له منځه نه وای ایستلی .
پسرلی صیب زموږ د هیواد او اولس یو ریښتینی شاعر او ادیب وو . د ارواح ښاد استاد ځای به د ټول وخت لپاره د پښتو ادب پر مځکه خالي وي .
بلجیم افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه د ارواح ښاد استاد پسرلي په مړینه سخت خواشیني دي . د دی سره سره چي ښاغلي استاد ته د لوی پروردګارله دربار څخه د فردوس جنت استدعا کوي ، همدارنګه ټول افغان اولس ته د زړه له تله تسلیت وړاندي کوي . الله دي وبخښي .
بروکسل – 12.01.2014
افغان کلتوري بهیر
مشرتابه جرګه
——————————————————————————————–
شاعر او لیکوال ښاغلی انجنیر نظیف تکل لیکي ؛
جداېي د اشنایانو هردم کاندي
په رحمان باندې د تورو ګذارونه
د استاد پسرلي مړينه په ريښتيا د پښتو ادب له پاره يوه لويه تشه ده. داستاد پسرلي مرګ ديوې کورنۍ غم نه دی ، موږ ټول ځان په دې غم کې شريک ګڼو . روح ته ېي دپاک الله له درباره دجنت غوښتنه کوم.ټولو ته چې ځان په دې غم کې شريک ګڼې تسليت وايم .
———————————————————————————————
لیکوال ، شاعر او افغان دپلومات ښاغلي لطیف بهاند له اکراین هیواد څخه لیکي ؛
هر خبر چې رارسېږي ، بیا د مرګ دی …. مرګ یوازینې چاره ده ، چې آن تورې او کلمات هم د هغه له انځورېدو ناتوانه کېږې . إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ اميد که راولې چې په تيارو کې نه شي تور د لمر په سمندر يې ، لمبولى راوله د خدای بښلي محمدصدیق پسرلي (۱۹۲۸-۲۰۱۴) په ویر کې : خدای بښلي محمدصدیق پسرلي ته ، په دې مبارک ورځ ( مولود شریف ) تر تولو غوره جنت ، ارامه ارواح او د سپېڅلي روح سکون ، کورنۍ ، خپلوانو ، لېوالو او د هغه د هنر او تخلیق مینه والو او له هغه ډلې ځانته زغم او تسل وړاندې کوم . او اوس دده د هنر او تخلیق په اړه اشنا راځه ، فرصت درسره پلى راوله سپرلى د نيکمرغۍ ، ترلاس نيولى راوله څادر راباندې خپورکړه ، له مينا سره کړه پام شيخان گرځي ، محفل ته ساقى غلى راوله چې تل تر وتازه وي ، په شبنم يې څه سپارې ؟ د هيلو گل د زړه په وينو وللى راوله دخداى پر دې مخلوق چې يې ، رڼا نه لوريده په ټيټ سر يې ، لکه سيورى شرمېدلى راوله د نويو خوشاليو وړ که نه يو ،نو خاونده په تېرو بهارونو کې يو ښکلى راوله اميد که راولې چې په تيارو کې نه شى تور د لمر په سمندر يې ، لمبولى راوله يا ما درسره بوزه ، شنو لمنو ته سپرليه يا بوى دشنو شوتلو ، نښتېځلى راوله کله چې مې دده پر څلوریزو څه لیکل ، داسې له نوښته ډک انځورونه پرمخ راتلل : ” ورک بهېر ، د هېلوکډې په شا ، د صدف تنده ، د هسک جاله ، دلمبوڅلى ، د شپې غولى ، په نور کې ځلېدل ، د جومات د وره په شان د غېږې پرانستل ، د ژوند ماشوم ، ويده بهار ، د ژوند تاک ، دشپې څادر ، څراغ نه د امسا جوړول ، د غرونو لمن چکنول ، زړه کې د هېلو زنگول ، دستوريو پنډه رمه ، د ستوريو ډمه ، نا گټلى سلطنت ، ويده رڼا ، دځوانې په خوب کې د سترگو رڼيدل ، له ښاپېرو خالى گدر او نور ډېر ډېر بې ساري ترکيبونه ، تخييلات ،انځورونه او بېلگې دي چې دده څلوريزې لا پسې رنگينوي . ” وطن ، مېنه ، خاوره او هېواد نغرى ، کور ، کلى ، ښار ، هېواد ، وطن ، افغانستان ، هغه تر ټولو نه سخت او زورونکى دردونونه دى ، چې دمحمدصديق پسرلى په فن کې ځان راښکاره کوى. وطن ، کور ، کلى دهغه ددې شعرى جوړښت ، جوړښت جوړوى.هغه پسې خپتيان ، دهغو په درد درديدل ، دهغو په ياد شپې سبا کول ، دهغو دبېلتون په اور کې سوېدل ، دهغو له يادونو د لمانځنې لپاره دڅليو جوړول ، د استاد پسرلى د څلوريزو ترټولو غوره مضمون دى. دوطن خاورې ، دوطن خاورئ فرياد دې اورم ، فرياد مې نا ورې نړي خو هسې په غوږ کڼه شوه کاشکې چې ته مې ، څه ناله واورې ١٦٦مخ ښکلى هېواده ، ښکلى هېواده دنامرادو ، دزړه مراده که فردوس برين کې هم يم خداى خبر ووځي ، زما له ياده ١٢٤مخ اويا: ژيړيه لمره! ژيړيه لمره! چې په خير واوړې بيا له خيبره زما لپاره بوسه راواخله د وطنوالو له بام او دره ١٢٦مخ دهغه په شعر کې وطن مضمون نه دى ، هغه په خپله شعر او هنر دى.دهغه په زياتروڅلوريزو کې وطن ناست دى.وطن ولاړ دى. وطن سوځى ، پر وطن يرغل کېږى ، وطن ټوټه کېږى ، وطن وږى او وطن تږى دى ، وطن بربادېږى او دى ىې په هر حال سوځى ، کله دهغه د مينې په اور کې ، کله د وطن دښاديو په لميو کې او کله پر هغه دبل شوى اور په لمبو کې ، وطن ورځ ده او وطن شپه ده: چې شپه ويده شى ، په خپل څادر کې پيڅه ، لمن مې درښکلولاى يا لکه مخ په غرمه کې سورى په سينه ورو ورو در ښوئيولاى ٨٦مخ خو سره له هغه هم دده په ټولو څلورېزو کې وطن مغرور دى ، وطن سرکشه دى ، وطن وياړمن دى ، او وطن ابدى گران او وطن وطن دى: چې په خپل واک او په خپل ديار وم له خپله ذوقه ، باغ وبهار وم د سپينو غرونو ، په شنه لمن کې په زړه سپرلى وم ، که گل اوخار وم ١٦٨ مخ وطن ، دوطن درد ، د وطن د پېړيو پېړيړ غم ، د وطن ابدي مينه ، د وطن نه نه هېرېدونکى ياد ، دده په زړه کې د وطن ناست سندر مار ، دده د غزل ، په تېره څلورېزلىکنې د ستر هنر د الهام تر ټولو غوره سر چينې دى : ښکلى کابله ! ښکلى کابله! د هېوادونو د پگړۍ وله د چا له لاسه تالا ترغی شوې چا پريشان کړې ، خواره اوربله ١٣٤مخ. زه چې کله د استاد پسرلي څلورېزې لولم . په هغه کې ماته وران وطن سمدلاسه لاله زار کېږى ، کله وايم که د هغه له څلورېزو دوطن مضمون لرى شى ، خداى خبر چې هغه به د تصوف د غېږې هغې وچې برخې ته ورلويدلى واى او که دحکمت او يا د جگړې د بې رحمه مضمون منگولو ته . دا لړۍ به دوام لري …
——————————————————————————————–
له جرمني هیواد څخه د افغانستان کلتوري ودی ټولني په استازیتوب ښاغلی ډاکټر شیر ولي شیر ، داسي لیکي ؛
په جرمني کې د افغانستان دکولتوري ودې ټولنې د خواشینۍ او تسلیت پیغام
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ادب پیاوړی استاد او دروند شخصیت محمد صدیق پسرلي له دی دنیا سترګی پټی کړی
اناالله وانا الیه راجعون
د مرګ خزان خو د استاد د وجود پسرلی وچ کړ خو د پښتو ادب په ځمکه چی استاد کوم پسرلي زرغون کړي دی تل به زرغون پاتی شي او کومه مینه چی استاد دیو ریښتینې انسان او سپیڅلي افغان په توګه خپل ولس ته ورکړی ، ددی ولس ذهن او زړونه به د استاد نوم له یاده ونه باسي
په جرمني کی ميشت افغانان ، دافغانستان دکولتوري ودی ټولنی د مشرتابه جرګه او غړي د ارواښاد استاد پسرلي په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي ، په دی دروند غم کی د ارواښاد کورنۍ او ټول افغان ملت سره ځان شریک ګڼي او د ارواښاد استاد لپاره د خدای ( ج) دربار ته د فردوس جنت دغوښتنی لاسونه جګوي.
روح دی ښاد وي
( د افغانستان دکولتوري ودی ټولنه )
کولن – جرمنی
———————————————————————————————
استاد طلاباز حبیب زی د جرمني هیواد له فرانکفورت ښار څخه لیکي ؛
د خواشینی پیغام
د هیواد د وتلی او نومیالی شاعر او لیکوال ارواښاد محمد صدیق پسرلی د مړینی دخبر په اوریدو زښت زیات خپه او غمجن شوم . د محروم استاد مړینه زمونږ هیواد او هیوادوالو ته ستره تشه ده چی په مړینه یی مونږ ټول د استاد له مرحومی کورنی سره په ویر او غم کی ځان شریک ګڼو . د استاد ویاړلی فقیرانه اوله معنویت څخه ډک ژوند ټولو هیواد پالو ته ښه لارښود او تلپاتی ځلانده بیلګه ده چی ساری نه لری. د استاد ارواح دی ښاده وی او د هغه درنی فرهنګی کورنی ته له لویه خدایه د زغم او حوصلی غوښنته کوم . الله پاک دی جنتونه ورپه برخه کړی.
پوهنمل طلا حبیب زی
فرانکفورت – المان
——————————————————————————————-
د پښتو د غزل ستوری په ابدي سفر ولاړ
موږ خو دغمونو او ویر سره اشنا ولسونه یوو خو نن چي مي د پښتو د غزل دپاچا، پیاوړي لیکوال او د دې عصرد ډیرښه فرهنګي استاد محمد صدیق پسرلي د مړني خبر واورېد، مغزونه ورته عاجز او پر اوږو مو د وړلو توان نه وو.
که استاد په فزیکي لحاظ زموږ له منځه کوچ وکړخو دا په داډ سره ویلای سو چي،تر څو افغانستان وي د استاد نوم به د هر افغان پرژبه څرخي او له اثآرو او فرهنګي تخنیکونو او افکارو څخه به یې موږ ټوله استفاده کوو.
په کندهار کي ټولي ازادي فرهنګي ټولني او نور فعالین د دې نه جبرانېدونکي غم په ویر کي ځانونه شریک بولي،خدای(ج) خبر چي د استاد په شان غزلبول،لیکوال او داستان لیکونکی به کله پر خواري پښتو او افغانانو بیا ولوریږي، د استاد تر ټولو بل لوی احسان پرموږ دا چي،مرحوم تر شا داسي کورنۍ پرېښودل چي په هره برخه کي یې اولادونه یو تر بل اورژبي دي.
موږ د فرهنګي کهول ټولوغړیو، د استاد درنې کورنۍ، شاکردانو او شایقینو ته د زړه له کومي تسلیت وایو او پدې درانه غم کښي ټوله ځانونه شریک بولو،مرحوم استاد ته د لوی الله (ج) له دربار د فردوس جنت دعاء کوو.
چي نه راګوری زما و لورته
بتۍ او شمي مه راوړی ګورته
ستاسي دستور دی مړي پر سر وړئ
ژوندي مو نه کړل له خاورو پورته
د استاد روح دي ښاده وي
په درناوی
د ټولو ازادو فرهنګي ټولنو ګډه هسته
روهي ادبي بهیر-کندهار
—————————————————————————————–
استاد پسرلی په ابدي سفر ولاړ
کله چي په هستۍ کښي د نیستۍ خبره کیږي، دستي افغانان چا ته ور په زړه سي، موږ که د جمال او د جلال په یاد اوښکي توی کړي خو په ژوند مو د جمال او د جلال پرقدم،قدم نه دئ ایښئ! همدا علت دی چي ورځ تربلي ورانیږو.
نن سهار مو د پښتو ژبي د پیاوړي غزلبول، قوي لیکوال، او د ځوان کهول د ویښتیا د سرلاري استاد محمد صدیق پسرلي دمړیني خبر واورېد (انا الله وانا الیه راجعون).
موږ چي کله په سیاسي اړخ کي د پردیو دسیسو قربان یوو،اساسي علت دادئ چي موږ ته د هیوادنۍ میني او دسیاسي شعور درسونه یا ندي راکړل سوي او یا ډیر کم دي. هغه ویښ کسان چي همېشه یې د سر په بیه د پردیو د توطیو د مخنیوي لپاره پر ځوانانو د ویښتیا چیغه کړې، هغه مبارزین چي د ادب په ژبه یې ولسونه بیدار کړي او هغه ستر انسانان چي د هیواد د میني په خاطر یې خپل ټوله خوږ ژوند د پردیو سره ومبارزې ته سپرکړئ وو، یو هم پکښي مرحوم پسرلی وو!
ودان افغانستان ګوند کندهار کمېټه د خپلو ټولو فرهنګي فعالینو، د استاد د مینه والو او د مرحوم استاد د درنې کورنۍ سره ځانونه په دې غم کښي شریک بولي، که خدای کول د استاد ارمان به د همدې ګوند د ځوانانو په توسط د عدم تشدد مبارزي له لاري سرته ورسیږي، د دې ګوند ځوانان به د مرحوم استاد پر قدم،قدم ږدي او تر وروستي نفسه به هڅه کوي چي افغان انسان ته د ویښتیا، روښانتیا په اړه نظریات وړاندي کړي، تر څو خپله زموږ په واسطه یو پیاوړی مثبت بدلون رامنځته سي، موږ به همېشه د هغه کسانو په وړاندي د حق ږغ پورته کوو،څوک چي د افغانانو وینه، وینه نه بولي او حق یې حق!
د ودان افغانستان ګوند ټوله غړي، په فزیکي لحاظ د استاد نه شتون یوه لویه تشه بولي، د الله (ج) دربار ته دعاء کوو چي دې ستر انسان ته جنت فردوس نصیب کړي.امین
په درنښت
ودان افغانستان ګوند
کندهار کمېټه
—————————————————————————————–
د تسلیت پیغام
د هیواد د ملي شخصیت، لیکوال او شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د مړېنې له کبله، د لوی خدای له درباره، هغه ارواښاد ته جنتونه او د هغوی درنې کورنۍ ته د زغم غوښتنه کوم.
محمدانعام واک
ناروې
—————————————————————————————–
دارواښاد استادپسرلی پرمړینه دخواخوږئ پیغام
شورمی شاته پریښود چه دژوند له ښاره ووتم
پټـــه خولـــــه له ښـــاره لکه تللـې لاره ووتم (*)
دزمینداوری او حمزه له تللی کاروان څخه دراپاته شوی لاروي، نومیالی غزلبول سالار، ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی خپلې پښتنی سترګې لدې فانی نړئ څخه پټې کړې. انالله واناالیه راجعون
داستاد پسرلی پرمړینه پښتنی ادب خپله یوه لویه شتمنی له لاسه ورکړه.
زه د ارواښاد ددرنې کورنئ ټولوغړوته دتسلیت مراتب وړاندی کوم، اودجمیل صبر هیله ورته لرم. اوپدې ویر کی دارواښاد له درنې کورنئ اوټولودوستانوسره ځان شریک ګڼم.
ارواښاداستاد پسرلی ته له لوی څښتن ج څځه دفردوس جنت غوښتنه کوم.
روح دې یی ښاد وی
آمین، ثم آمین
په پښتنی مینه اودرنښت
نجیب احمدزی
(*) دارواښاد استاد پسرلی دشعر یوبیت
—————————————————————————————–
د ټولو ورتګ د هغه په لور دی
په سیدني کې د شمله راډیو د مشرتابه د خواشینۍ پیغام
په ډیره خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د معاصر غزل تر ټولو وتلې څیره، لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلي له خپل خالق سره کړې وعده پوره کړه او د ابدي ژوند په لور ورستون شو. انا لله و انا الیه راجعون..
استاد محمد صدیق پسرلي تر نیمې پیړۍ زیات وخت د پښتو له پاره قلم وچلاوه او پښتو شعر او معیاري نثر ته یې د زړه وینې ورکړې. استاد د سره یرغل پر مهال د افغان ولس خوا ونیوه او د لکونو آواره افغانانو له کاروانه سره په سرو سترګو د پیښور په لور ولیږدیده او هلته یې دوه لسیزې د افغانانو د آزادۍ او خپلواکۍ د اعادې له پاره قلم وچلاوه او نړیوالو ته یې د آواره شوي افغان ملت او لاندې شوي افغان وطن د برحقې داعیې د ریښتیني تصویر ورکولو او د سره یرغل د وحشتونو د رابرسیره کولو له پاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړه. استاد محمد صدیق پسرلي کابل ته د تنظیمونو د ورشیوه کیدلو پر مهال د کډوالۍ په سختو شرایطو کې د داسې یوکلتوري فرهنګي مرکزمشرتوب کاوه چې د هرې عقیدې، فکر او نظر خاوند ته یې دروازه خلاصه وه او مقصد یې یوازې او یوازې د افغاني فرهنګ د ودې او بډاینې له پاره کار کول وو، تر دې سربیره د استاد بله لویه کارنامه او پښتون ولس ته یې لوی او ارزښتناک میراث داوو او دی ، چې تر لوی خوشال راوروسته استاد یوازینی کس دی چې پښتنو ته یې په خپله کورنۍ کې د پښتو د موثرو خدمتګارانو او نوموتو لیکوالو یو سم کاروان (خدای دې یې له بدو سترګو ساتي) ورپریښود، ټوله کورنې او زامن یې د پښتو خدمت او پښتني فرهنګ ته د کار له پاره وروزل او وګمارل . شمله راډیو او ملاتړې ډله یې په اوسني پیر کې د پښتو غزل د دغه بې بدیله استاد او بیجوړې لیکوال مړینه د پښتو د روان ادبي بهیر پر کمزوري شوي ځان یو سخت ګذار او بیلتون یې یوه په ګرانه جبرانیدونکې ضایعه بولي. موږ لوی څښتن ته لاسونه لپه کوو چې زموږ ګران استاد د خپل لور په غیږ کې ونیسي او د خپل مومن بنده په توګه یې د جنت په باغیچو او ښکلاوو ونازوي . الله ج دې یې درنې کورنۍ په تیره بیا پر پسرلي بابا راشریکو وروڼو ګران اسدالله غضنفر، ایمل پسرلي او اجمل جان پسرلي ته د دغه لوی او درانه غم د زغملو توان او صبر ورکړي، آمین یا رب العالمین.
په سیدني کې د شمله راډیو مسول عبدالهادي هادي
او د شمله راډیو کاري ډله
—————————————————————————————–
د استاد صدیق پسرلي د مړینې له امله د پوهنې د جلالتمآب وزیر د خواشینۍ پیغام
۲۳-جدي-۱۳۹۲/ کابل
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پښتو ادب ځلانده ستوری، تکړه لیکوال، شاعر او د معاصر غزل سرلاری استاد صدیق پسرلی د ۸۵ کلونو په عمر له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
خدای بښلی پسرلی په غزني ولایت کې زېږېدلی او په کندز کې ستر شوی و. د هیواد د غمیزو له پیل سره سم یې پېښور ته هجرت کړی او په دې وروستیو کلونو کې په پوره مینه او لېوالتیا د خپل ټاټوبي په زړه کابل کې واوسېد.
هغه د خپل خواږه عمر اوږده کلونه پښتو شعر او ادب په تېره بیا غزل ته په خدمت کې تېر کړل، مطبوعاتو سره یې کار وکړ، مجلې یې چاپ کړې او د خپل عمر په هره مرحله کې یې خپل ولس ته معنوي خدمات وړاندې کړل.
مرحوم صدیق پسرلی له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې سخت ناروغ و، چې لومړی د شهید سردار محمد داود خان او بیا د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شو. نوموړی بالآخره تېره شپه د هند په پلازمېنه ډېلي کې ساه ورکړه او له دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې.
استاد پسرلي که څه هم په خپلو تلو سره د افغانستان په ادبي برخه کې یوه ستره تشه تر شا پرېښوده، خو ترڅنګ یې یوه بډایه علمي او ادبي پانګه هم پریښې، چې دده چاپ شوي او ناچاپه اثار او دده فرهنګي کورنۍ ده.
خدای بښلي پسرلي تر خپلې شا یوه داسې فرهنګۍ کورنۍ پرېښوده، چې نژدې ټول زامن یې په یوه نه یوه ډول دده لار تعقیبوي او انشالله د استاد یاد به تر اوږدو ژوندی ساتي.
موږ په داسې حال کې، چې د مرحوم پسرلي صېب وفات د هیواد ادبي برخې ته نه جبیره کېدونکې ضایعه بولو، له لوی خدای ج څخه ورته د جنت هیله کوو او خپلوانو او کورنۍ ته یې ستر صبر او جمیل اجر غواړو.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست
—————————————————————————————-
سويډن – دمالمو ښار
دخواخوږ ی اوغمشريکۍ پيغام
زموږ لپاره دډير افسوس ځاي دی چې د افغانستان هوښيارعالم اوپياوړی شاعر محمد صديق پسرلى له موږ اوخپلې کورنۍ نه دابد لپاره جلاکېږي .
په زياته خواشينۍ مو دا خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبي ليکوال،او پياوړی شاعرښاغلی محمد صديق پسرلی نن دورپېښی ناروغۍ له امله په هندوستان کي د ۸۵ کلنۍ په عمر په حق ورسيد . اناالله و انا اليه راجعون
موږ پداسي حال کښي چې دمرحوم محمد صديق پسرلى په ناببره مړينه باندي ډير خفه او خواشينې سولو،ځکه هغه موږ ډيروته دمعنوی پلار حيثيت درلود . موږ پداسي حال کښي چې ځانونه دافغانستان ولس ته دوفادار فرهنگپال ،علمی اوادبی شخصيت لوړخياله شاعر مرحوم محمد صديق پسرلى صاحب درنې کورنۍ دټولوغړو په ځانگړې توگه دمرحوم پسرلی صاحب دفرهنگپالو زامنو امان الله ساهو، عصمت څاروان، اېمل پسرلى، اجمل پسرلى او اسد الله غضنفر دي ،دوستانو ،علاقمندانو اودهغه دشاگردانو سره پدې ستر وغم کي شريک بولو .دلوي څښتن تعالی له دربارنه دمرحوم درنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دزړه صبر اودارواښاد سپېڅلي روح ته پردوس جنت غواړو. روح دې ښاداوياد دې ابدی وي .
په سوېډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپروې ادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
—————————————————————————————–
د استاد صدیق پسرلی د مړيني په مناسبت دزابل دشاعرانو او ژونالستانو
دخواشينۍ پيغام
په ډیري خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چی دپښتو ژبی پیاوړی لیکوال شاعر او
ژونالیست استاد صدیق پسرلی پرون په هند هیواد کی ددرملني پرمهال په حق
رسیدلي دی ،
انالله و انا اليه راجعون
دزابل شاعران لیکوالان او ژونالیستان دمرحوم استاد پسرلي مړینه دپښتو ژبي
لپاره یوه لویه ضایعه ګڼي او مرحوم ته دالله (ج) په دربار کی ددوعا
لاسونه لپه کوي ، مرحوم استاد پسرلي چی دغزل ستوري په نامه هم یادیږی
دپښتو ژبی لپاره بی ساري خدمت ترسره کړی دی موږ دنوموړي مړینه دپښتو
لپاره یوه تشه بولي او دهغه کورنۍ سره پدغه غم کی ځان شریک ګڼو
په درنښت
بشیرفیضان
په زابل کی دژونالیستانو دټولني مسؤل
—————————————————————————————-
د اوښتون کلتوري ټولنې د خواشيني پيغام!
خواشيني يو، چې د پښتو ژبې وتلی شاعر، ليکوال او د معاصر ادب سرلاری استاد محمد صديق پسرلی راڅخه بېل شو.
نن هغه ستره هستي له موږ څخه بېله شوه، چې د پښتو ادب د فقر او د افغان ولس د تباهۍ په وختونو کې يې د بېوزلو غږونو ملتيا کوله، د ژوند او مينې نغمې غږولې او پښتو ادب ته يې غنا ورکوله.
نن موږ په پښتو ادب کې د خوشال په څېر د يوې داسې کورنۍ د مشر په مرګ وير کوو، چې پښتو ادب و ژورناليزم ته يې نه هېرېدونکي کارونه کړي دي.
نن موږ د پښتو معاصر غزل د يو سر لاري وير په داسې حال کې کوو، چې دا خواره ژبه به په پېړيو، پېړيو کې هم بل پسرلی ونه لري، چې زموږ د اميد غوټۍ ورسره په دې ډول وغوړېږي، لکه څنګه چې استاد پسرلي غوړلې وي.
د ۱۳۹۳ لمريز کال د کندز د غاټولو پرهرونه به بې څه نه وي، راتلونکی پسرلی به د کندز ټول غاټول په رښتينو داغونو بار دې دنيا ته راځي.
نن به د هيواد په ګوټ، ګوټ کې د مينې او عاطفې د پالوونکي پيروان ساندې وايي او د دې ساندو ملتيا د اوښتون کلتوري ټولنې غړي هم کوي.
اوښتون کلتوري ټولنه د استاد پسرلي تشه نه جبرانېدونکي بولي، نوموړي ته فردوس، کورنۍ ته يې د صبر او پښتو ادب ته د يو بل پسرلي دوعاګانې کوي.
زموږ غوښتنه به له شتمنو او وس دارو دا وي، چې د استاد پسرلي ناچاپ اثار په لوړ کيفيت او زيات تېراژ چاپ کړي، موږ يې هم تر وسه ملګري يو.
اروا يې ښاده
په ګور يې نور
ياد يې تلپاتې
—————————————————————————————-
د ارواښاد استاد شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي د مړینې له امله د ډاکټرمحمد اشرف غني د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره مو د هېواد نامتو استاد شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي د مړینۍ خبر تر غوږ شو.
انالله وانالیه راجعون
زه د ارواښاد استاد پسرلي روح ته جنت فردوس غواړم ،درنې کورنۍ او د ادب لارویانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوم . خدای دې استاد وبښي .استاد د یوې سیاسي او فرهنګي تقوا څښتن و.ملت او ژبې ته یې خدمت په ازاد ژوند ،کور، ټولنیز او فرهنګی چاپیریال کې زیات لیده .بل ته د لاس اوږدولو پر ځای یې د لاس ورکولو فرهنګ په خټه کې نغښتی و. ملت او ژبې ته یې داسې بډای او له کیفیته ډک اثار وړاندې کړل چې همدا سوغات به یې تر عمره عمره د خلکو په زړونو کې ژوندی ساتي . استاد د ستر خوشحال په څیر داسې کورنۍ روزلې او پریښې یې ده چې د افغاني ادب پاڼې به پرې تل رنګینې وي .د استاد غزل د ادب په اسمان کې د استاد حمزه له غزل سره جوړه مزل کوي .لنډې کیسې ،ناولونه ،څلوریزی ،قصیدې ،ادبي نظریات او تحلیلونه یې د ځوان نسل د روزنې لپاره ستر خدمتونه دي .د غزل په ښکلا کې یې د ملت ، انسانیت او وطن رغاونې فکر څپې وهي .ما د استاد له اثارو ګټه اخیستې .د ده اثارو ماته لار راښولې .له ما سره یې راشه درشه ، پوښتنه او ګرویږنه وه .نن که موږ خوشحال او رحمان لولو ،څه پرې لیکو نننې او سبانی نسل به د استاد پسرلي پر اثارو غږیږي او خوند به ترې اخلي .نو همدا دلیل دی چې استاد زموږ په زړونو کې دی . د ده اثار به دی له موږ سره ژوندی ساتي .په پای کې یو ځل بیا د استاد روح ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کوم ،کورنۍ او د ادب مینه والو ته یې له الله تعالی نه عظیم اجر غواړم .
په درنښت
ډاکټر اشرف غني احمدزی
—————————————————————————————-
په ډېره خواشينی سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ادب د اسمان روڼ ستوري ښاغلي استاد محمد صدیق پسرلي له فاني نړۍ سترګې پټې کړې انالله و انا اليه راجعون.
ارواښاد ته د الله له پاک درباره د فردوس جنت غوښتونکي او د کورنۍ غړو سره يې په دې درانه غم کې ځان شريک بولو.
د ملي او فرهنګي شخصيت مړينه د ټول افغان ولس لپاره لويه ضايع ده. آلله دې دغه کړېدلې ولس بې پسرلیه نه کړي او ددې ولس دغه تشه دې په خپل رحم او کرم سره ډکه کړي.
په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز اداره
—————————————————————————————-
ځوان او تاند شاعر ښاغلی هارون حکیمي په خپل غمرازی کي لیکي ؛
استاد پسرلی نه دی مړ!
سهارچي مي د بي بي سي ویبپاڼي پر خبرسترګي ولګېدې (د پښتو ژبې وتلی شاعر او لیکوال صدیق پسرلی ومړ) په نه بیانېدونکي غم کي؛ هېښ پاته سوم! دروند، مبتکر، متفکر، دقیق، محتاط، خواریکښ او د سالم شخصیت خاوند، شاعر او لیکوال د تن له زندانه روحي ازادي اخیستې ده خو موږ یې د درانه حضوره په فزیکي معنا بې برخو سو.
د داسي ژور غم وړلو توان که مو له یوې خوا په ذهني اوږو کي نسته خو د ژوندانه ابدیت یې بیرته هغه ډاډ دی چي تکیه پر کولای سو. د استاد کار، زیار، افکار، لیکني، د ژوند ثمره علمي کورنۍ او اثار ژوندي دي. یعني استاد نه دی مړ.
ځیني شخصیتونه په خپل وخت کي غوړیږي خو هغه چي د ټولني تر سطحي لوړ ږغیږي، وختونه وروسته پېژندل کیږي او د تقدیر عروج ته رسیږي؛ استاد پسرلی داسي یو شخصیت دی چي قرنونه وروسته چي کله زموږ د ټولني فکري سطحه لوړیږي نو د استاد افکار به تعبیریږي، تشرېح کیږي اوخپریږي . د استاد د خپلي خبري سره په سمون:
یعقوب په یوسف پسي سو ړوند عجیبه نه ده
کیسه کوه د هغو چي اولس پسي ړندیږي
.
د ادیبانو او شاعرانو د ذوقونو سترګي به پسي ړندیږي.
دا غمجني او تسلیتي کرښي چي لیکم ذهن مي د سپوږمۍ راډیو د سټوډیوپه مایکونوکي د استاد د یوې څلوریزي ازانګې کوي:
چي نه راګوری زما و لورته
بتۍ او شمي مه راوړی ګورته
ستاسي دستور دی مړي پر سر وړئ
ژوندي مو نه کړل له خاورو پورته
.
استاد ته جنتونه، کورنۍ او ماغوندي دوستانو ته تسلیت غواړم.
ډیري خبري مي پر زړه پاته دي…
.
هارون حکیمي – کابل
——————————————————————————————–
بلجیم کې د افغان کلتوري ټولنې د خواخوږي پیغام!
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ادب ستر لیکوال او د غزل استاد محمد صدیق پسرلي له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړي .
انا لله و انا الیه راجعون پاک رب د ویاړلي استاد ته فردوس جنت په نصیب کړی او کورنۍ ته یې د زړه صبر ورکړي.
مونږ په دغه ویر کې د استاد پسرلي د کورنۍ سره ځان شریک بولو او د الله (ج) دربار ته لاسونه لپه کوو چې دغه کلتورپاله کورنۍ نور له غمونه نه وساتي.
مونږ او د لراوبر وطن ټول افغانان به د استاد خدمتونه هېڅ کله هېر نه کړو .
اروا دې یې ښاده او یاد یې تل پاتې.
افغان کلتوري ټولنه بلجیم د انتورپن ښار
—————————————————————————————-
ځوان او تاند شاعر ، لیکوال او ښه ځوان نثاراحمد صالح په خپله غمرازی کي لیکي ؛
زندګي بې پسرلي سول!
زه باور لرم هغه کسان چي واقعآ په شعر پوهیږي یا یې ښه شعر خوښ دی،د درانه استاد پسرلي په مړینه به یې د غم اوښکي څڅولي وي! الله خبر چي بیا به افغانستان څه وخت د ستر پسرلي په شان هنرمند پیداکړي! استاد پسرلی د ادب تر څنګ د هغه ډول سیاست پلوی او سیاستمدار وو،کوم چي د افغانستان ابادي یې په تفاهم کي لیدل نه په وینه تویولو کښي! مرحوم هر وخت هڅه کول چي په ځوانانو کي د ویښتیا او روښانتیا هڅه پیاوړې کړي،ځکه یې د زړه له تله د توپکیانو او جنایتکارانو څخه کرکه لرل، استاد په رشتیا یو مین شاعر وو، او مینه یې حقیقي وه، زموږ د پښتو بېدل وو. روح یې ښاد جنت یې مقر سه.
چي نه راګوری زما و لورته
بتۍ او شمي مه راوړی ګورته
ستاسي دستور دی مړي پر سر وړئ
ژوندي مو نه کړل له خاورو پورته
——————————————————————————————–
دروند شاعر او ښه لیکوال ښاغلی ممتاز ارمان داسي لیکي ؛
دپښتو غزلبڼ خواخوږي ملیار کډه وکړه !
*****************************
دپوهې او فرهنګ کاروان سالار او دپښتو غزلزار خواخوږي ملیار استاد محمدصدیق پسرلي دفنا له چمه کډه وکړه . دجنت ګلورین اورنګین باغونه او ماڼۍ دې یې نصیب شي .
دمرګ په غمژنه لار دژوندو له سفره انکار نه شي ، خو دسلو سر سرونه دکاروانونود امیدونو مشالونه وي .شک نه شته چې زموږ دفرهنګسالارانو جرګه به بې استاده نيمګړې وي . خو په دې باوري یم چې دارواښاد استاد دفکروعمل ډیوې به زموږ دراتلونکو نسلونو مزلونه له تیندکونو وژغوري . دښاغلو اسدالله غضنفر ، ایمل پسرلي ، عصمت څاروان ، اجمل پسرلي دکورنۍ ټولو غړو ، خپلوانو،فرهنګیانو او درانه استاد دهنروشخصیت مینه والوسره داستادپه ویر کې شریک یم اودوی ته تسلیت او تعزیت وړاندې کوم ، ارواښاد ته دفردوس جنت او دوی ته دجمیل صبر غوښتنه او دعا کوم . اروا دې یې ښاده او فردوس جنت یې په برخه شه . امین ثم امین .
——————————————————————————————–
کره کتونکی او ښاغلی شاعر ښاغلی نورالحبیب نثار لیکي ؛
راځئ ټول دعا وکړو وکړو چې الله تعالی دې زموږ استاد شاعر او ليکوال محمد صديق پسرلي ته د خپل رحمت په سيوري کې ځای ورکړي. استاد خپل ټول عمر د پښتو ژبې او ادب بې لوثه خدمت وکړ. اللهم اغفره و ارحمه.
بېګا چې بيا د زړه په لار ووتم،
له ځانه ورک لکه غبار ووتم.
د خيال په پلونو مې زړه پلونه ږدول،
چې د رڼو ستوريو په ښکار ووتم.
له کلي نه يمه ايستلی مينې،
له خپل ګرېوانه لکه خار ووتم.
بېخبر ناست وم، بېخبر له ځانه،
لکه موسم د نوبهار ووتم.
سوکه سوکه خو په ويشتلي زړګي،
لکه شيبې د انتظار ووتم.
“پسرليه” زور له ښاره نه شي وتای،
زه د سکوت غوندې کرار ووتم.
———————————————————————————————
د پښتو غزل تر ټولو روښان ستوری ولوید!عبدالباري جهاني
عبدالباري جهاني
موږ به یوازي دونه وایو چي اناّلله و اناّ الیه راجعون. دا د ټولو لاره ده؛ خبره یوازي د نن او د سبا ده. مرګ د هر چا دروازه ټکوي خو په دراوزو کي توپیر ضرور سته. د ارواښاد محمد صدیق پسرلي د ستایني لپاره، ګومان کوم، دا خبره کول پخپله کافي وي چي په افغانستان کي یې تر ټولو شاعرانو هم ډیر او هم ښایسته غزل ولیکل. که مرګ هرڅومره زیات مهلت ورکړی وای هغومره زیات او ښایسته غزلونه به یې لیکلي وای. هغه اوس هم د پښتو د غزل یوه نه وچیدونکې چینه وه؛ او چي اسمان به پر پښتنو باندي داسي بله چینه کله لوروي، یوازي خدای پوهیږي چي څومره کلونه به تیر سي. ځکه خو وایو چي کشکي نه وای مړ. د مرحوم پسرلي او بل عادي سړي او یا حتی بل ښاغلي او درانه سپین ږیري د مرګ توپیر په همدغه کي دی. ډیرو پښتنو سپین ږیرو به خپل نوبتونه یا ښه یا بد تیر کړي وي، خو موږ خواشیني په دې یو چي د ده له فیض او برکته ډک نوبت لا تیر سوی نه وو، موږ لا منتظر وو چي پسرلی به نور څه وایي.
ارمان مي دی چي کله به زه بیا درته ږغیږم
د شپې غوندي په یوه ساه تر سبا درته ږغیږم
تاوي د ذهن و زړه غوږونه واړه راته ایښي
ویده شې او زه پټ لکه رویا درته ږغیږم
شکونه د زړه وباسه د میني په خلوت کي
تنها درته راغلی یم تنها درته ږغیږم
جلا مو دي رب نه کړي سره زه به مي تر مړیني
د ژوند د سین څپې! لکه دریا درته ږغیږم
حواس مي جوړوم چي لکه شعر د پسرلي
تل تل ستا له سپيڅلي استغنا درته ږغیږم
همدا تیر ماښام مي د افغانستان ږغ ټلویزیون سره ژوندی ادبي پروګرام درلود او پر ردیف باندي د بخث او خبرو کولو په ترځ کي مي د مرحوم پسرلي صاحب په یوه غزل کي د ردیف مثال ورکړ.
پوښتني ته مي خپله سوې ساه تله او راتله
هغه هم لکه ویره په اکراه تله او راتله
د خوب په لار یې هم حسن بندیز وو لګولی
پخوا به مي خوبونو ته ګاه ګاه تله او راتله
هر خاپی یې د پلونو یوه غزل شوه پسرلیه
د شعر ملکه مي څه دلخواه تله او راتله
کله چي ما په ټلویزیون کي، تیره شپه، د مرحوم پسرلي دا ښایسته غزل لوستله نو هغه به په دي دنیا کي زموږ په ټولۍ کي نه وو او د تل لپاره به یې، له وخته، خدای په اماني کړې وه. که زه داسي خبر وای نو ما خو به هغه پروګرام ټول د خپل پسرلي په ښایستو غزلونو رنګین کړی وای.
د پښتنو له لوی کهول څخه ډیر سپین ږیري د تل لپاره وتلي دي، او ډیر زیات یې د خپل قام او ټولني پوروړي تللي دي. د مرحوم پسرلي امتیاز په دې کي دی چي د ګوتو په شمیر پښتنو مشرانو په څير یې پښتو او پښتانه پوروړي پریښودل. هغه خپلي ګراني پښتو او خپل درانده قام ته دومره څه ورکړل چي سیالي یې د ډیرو تر وس تیره ده. اوس به موږ د هغه پور څرنګه ادا کوو. موږ ژوندي یو، موږ میړونه یو او د هر ډول لوی پور د ادا کولو توان راسره دی. راسی! چي ټول پښتانه د هغه مرحوم د روح جنازه په ګډه پر اوږو پورته کړو. دا خبره ځکه کوم چي ما له مرحوم پسرلي سره مجلسونه کړي دي او تیر کال چي کابل ته تللی وم هغه مي لیدلی او د هغه مرحوم په کور کي مي ډوډۍ ورسره خوړلې ده. مرحوم پسرلي ټول پښتون قام ته د یوه کهول په سترګه وکتل، او د دې سترقام یوالی یې د ژوند تر ټولو لویه آرزو وه. د هغه د پاک او سپیڅلي روح پور یوازي د هغه د همدغي پاکي آرزو په پوره کولو ادا کولای سو. راځۍ چي د مرحوم پسرلي او د خپلو نورو تللیو مشرانو د پاکو او سپیڅلو ارواح لپاره د پښتنو په ټولو ښارونو، کلیو او کورونو کي هدیرې جوړي کو. او دمخه تر هغه چي د مرحوم پسرلي د روح پوروړي تر دنیا تیرسو، د یوه بل په سینه کي ځانونو ته ټاټوبي آباد کړو.
زه اسدالله غضنفر، ایمل پسرلي او د مرحوم پسرلي صاحب ټولي فرهنګي کورنۍ ته تسلیت وایم. ورپسې له ټولو هغو پښتنو سره چي له خپل قام او فرهنګ سره مینه لري په دې ستر ماتم کي خپلي اوښکي شریکوم. او یو ځل بیا د خپلو ټولو پښتنو ترمنځ، د مرحوم پسرلي د آرزو سره سم، د یوالي دعاکوم، او د پښتو او پښتنو اسمان له روڼو ستورو ډک غواړم.
( له بينوا ويبپاني په مننه)
———————————————————————————————
ښاغلي ولسمشر حامد کرزی په خپل پیغام کي لیکي ؛
د ولسمشر حامد کرزي د خواخوږۍ او د ډاګېرنې پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
په ډیرې خواشینۍ سره خبر سوم چې د افغانستان د معاصرو ادبیاتو نومیالی او نازکخیال شاعر او پیاوړی لیکوال محمد صدیق پسرلی د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد محمد صدیق پسرلی خپل ټول عمر مطالعې او فرهنګي هڅو ته وقف کړی و. د خپل استعداد او ادبي صلاحیت له امله یې لا په تانده ځوانی کې د یو ښه او مبتکر شاعر په توګه خپل موقف په جامعه کې تثبیت کړ. د جهاد په دوران او د مهاجرت په محیط کې یې ادبي او فرهنګي هڅې ګرندۍ شوې. د سپیدې په نامه مجله یې چاپ کړه، د افغانستان د کلتوري ټولنې او ادبي بهیر په جوړولو کې یې د یو مخکښ مشر فرهنګي شخصیت په حیث هڅه وکړه او ډیر منظوم او منثور آثار یې ولیکل چې د افغاني فرهنګ په وده کې یې سهم ثابت دی. د ده کارونه د قدروړ او مړینه یې یوه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، د هيواد شاعرانو، لیکوالانو او د کندز ولایت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب سي.
آمین یا رب العالمین
حامد کرزی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس
——————————————————————————————-
شاعر ، لیکوال او کره کتونکی ښاغلی افضل ټکور له لندن څخه لیکي ؛
دیارانو کډی ګور ته وار په وار ځی
په ډیری خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ ،چی دهیواد نامتو شاعر غزلبول،اووتلی لیکوال ښاغلی محمد صدیق پسرلی د۸۵کلونو په عمرومړ.
انالله وانا الیه راجعون
کله چی دخپل هیواد دمعاصر غزل په اړه څه لیکو او یا څه وایو،نوله هر څه وړاندی به دارواښاد استاد پسرلی نوم دټولو په سر کی اخلو،هغه هم دکمیت او هم دمنځپانګی له پلوه ښه اوپه معیار پوره شاعری کړی ده،
کله چی دخپل هیواد دمعاصر غزل په اړه څه لیکو او یا څه وایو،نوله هر څه وړاندی به دارواښاد استاد پسرلی نوم دټولو په سر کی اخلو،هغه هم دکمیت او هم دمنځپانګی له پلوه ښه اوپه معیار پوره شاعری کړی ده،
(استادپسرلی له خپل شعر،په تیره غزل سره صادقانه ملګرتیا کړی ده،بس په خپله دنیا کی بوخت پاتی شوی،که سره تو پانونه رااوتی دی او که تور،پسرلی په کی یوه ورځ هم له خپلی نړی نه دراوتلو هڅه نه ده کړی.نه یی دسپیره سیاست په بدنامو کوڅو کی خپل غرور او وقار ته زیان رسیدلی او نه یی دظاهری کش او فش ځلبل چیرته سترګی بریښولی یوازی دشعر او ادب له یارانو سره یی خپله اړیکه توده ساتلی …)
هغه وایی :
خدایه زړه می کړی دحسن دباغ زړی
چی هر ځای یی ږدم او مینه تری ټوکیږی
ربه روح می دښکلا دډنډ پری کړی
چی دحسن په جلوو کی دی پټیږی
زه چی کله دارواښاد استاد پسرلی نوم یادوم نو هو بهو همدغسی یو انسان می په ذهن کی تداعی کیږی،چی له هر چا سره یی مینه کړی وی،زړه یی له مینی او کلام یی له رنګینیو نه ډک وی،زړه یی هر چیرته مینه ټوکولی وه،مینه له وطن سره مینه له ادب سره مینه له لیکوال سره او مینه له غزل سره دمر حوم پسرلی دنوم په اخستلو سره داسی یو لوی دپوهی غر یو د حلم اوعاطفی غونډی دسړی مخی ته دریږی،زه چی کله دهغه نوم اخلم،نو دښایستونو ،دغزلونویو لوی اباسین می مخی ته دریږی،دهغه عظمت او دهغه پوهه همدومره ستره وه،
څوک یی نا وری څه چی وایم په خپل زړه کی
یوه بی ځایه مدعا یم په خپل زړه کی
زوړ یی کړم خو سا می نه شوه باندی جوړه
دهوس مرغومی پیایم په خپل زړه کی
په خطا دی هم ونه ویل چی ستا یم
واړه عمر که دی ستایم په خپل زړه کی
نیمه شپه چی نیم عالم په خوب ویده وی
دبدری بڼ ته دی بیایم په خپل زړه کی
چی په ټول کی دغوښتنو ځانته ګورم
زه هم ځانته تماشا یم په خپل زړه کی
پلار نیکه راباندی هسی توروی مه
له خپل ځان څخه پیدایم په خپل زړه کی
لیونی مینی پښتون کړم پسرلیه
خپل ارام ته چی بلایم په خپل زړه کی
داسی هرڅومره غزلیزی بیلګی که داستاد پسرلی لولو نو نوی مفاهم،نوی انځورونه او نوی کلیمی په کی موندلی شو،په غزلو کی یی نوښت،پښتونولی،مینه اوخوږوالی لیدلی شو،هغه تل هڅه کړی چی له ابتذاله ځان وساتی،نوی او داسی ترکیبونه په خپله شاعری کی راوړی چی تر ده دمخه چا نه وی راوړی،
له تورو سترګو چی الهام اخلی
شعر یی په زړه کی خاص وعام اخلی
که دی شوخی ته داسی پریږدی لیمی
نوره پرده له ننګ ونام اخلی…
داسی که دارواښاد استاد پسرلی دشعر جاج اخلو اویا دهغه په غزلیزه شاعری څه لیکو،نوزه په ډاډه زړه ویلی شم،چی پنډ پڼډ کتابونه به پری ولیکل شی،دهغه مړینه زموږدهیواددپښتو ژبی له باغه دیوی داسی ونی غورځیدل دی،چی ځای به یی ډیر په مشکله آو پیړی پيړی وخت ونیسی،زماپه اند ارواښاد استاد پسرلی داسی یو لوی شخصیت وو،چی هغه په پیړیوپیړ کی یوپیدا کیږی،
په لندن کی دافغان لیکوالوفرهنګی ټولنه دارواښاد استادپسرلی مړینه نه یوازی دهغوی درنی کورنی ته،یودروند غم بولی،بالکی دهغه مړینه دټول هیواد فرهنګی کړیو،فرهنګی مرکزونو،فرهنګیانواوفرهنګپالو له پاره یوه لویه ضایعه بولی،
زه په خپل وار په لندن کی دافغان لیکوالو دمشرتابه جرګه ګی په استازی توب،داستاد پسرلی کورنی،ته دجمیل صبراو داستاد پسرلی روح ته دفردوس جنت ددعا له پاره لاسونه لپه کوم،
روح دی یی ښاد او یاد دی ژوندی وی،
——————————————————————————————
لیکوال او سیاستپوه ښاغلی احمد شاه امین د لندن څخه په خپل پیغام کي داسي لیکي ؛
درسنيو له لارې موخبرترلاسه کړ چې دپښتو ادب منلی شاعر، ليکوال او اديب استادمحمدصديق پسرلی بيګاه شپه دورپيښې ناروغۍ له امله دهندوستان په هيواد کې داجل داعېې ته لبيک ووايه اوله دې فاني نړۍ څخه دابدي نړئ په وکوچيد. آنالله وآنا الېه راجعون
په دې کې هيڅ دشک ځائ نشته چې داستادمړينه دپښتودادب په ډګرکې يوه لويه تشه رامنځ ته کړه چې ددغې تشې ډکول به ترډيره ناممکنه وي. په داسې يووخت کې چې زموږهيواد ، ژبه ، کلتوراوبلاخره زموږټول ملي ارزښتونه په بې کپتانه بيړۍ کې په يوه طوفاني سمندرکې په نامعلومه لوري لاهودي، نوپه اوسني وخت کې ددغه بيړۍ دژغورلولپاره دداسې پياوړواشخاصوموجوديت ته ترهرڅه زېاته اړتياده.
خوسره له دې به دمرحوم استاددرنې کورنۍ، دوستانو، مينه والواوټول افغان پياوړي ملت ته په دې ډاډګيرنه اوتصليت ورکړو چې دادلوئ رب قانون دی اودهغه رب ټولوقوانينواواحکاموته موږتسليم يو.
زه يوواربيادخپلې کورنۍ اوپه لندن کې دافغانانودمتحدکلتوري مرکزپه استازيتوب دمرحوم استادپسرلي دمړينې په غم کې دهغه ددرنې کورنۍ اودوستانوسره ځان غمجن اوشريک بولم اودلوئ خدائ ج ددربارڅخه مرحوم استاد ته دجنت فيردوس اوکورنۍ اودوستانوته ېي دجميل صبرارزوکوم.
احمدشاه امين – لندن
——————————————————————————————–
پسرلي په مړینه دټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارلانشاء رئيس ضیاءالحق امرخیل دخواشینۍ پيغام!
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ژبې، قلم او کلتور ستر استاد محمد صدیق پسرلي دخپل ژوند سره مخه ښه وکړه.
انالله وانا الیه راجعون
د پښتو د ادب وتلی، منلی او دروند استاد محمد صدیق پسرلی دحق لارې د لارویانو په څیر دهېواد په ترینګلو او حساسو شېبو کې ددې وطن د دفاع او ازادۍ لپاره خپله قلمي مبارزه او جهاد هغه مهال پیل کړه چې له هېواده لرې په مهاجرت کې په کمو امکاناتو یې دژوند شپې ورځې تیرولی، استاد د مبارزو او هلو ځلو په نتیجه کې د ژبې، کلتور او پښتو شعر او شاعرۍ ګرم بنډار تر کلیو او بانډو ورسید، استاد ددې مدرسې د ستر مرشد او لارښود په توګه دپښتو ادب دغه سمسور ګلونه یو پربل پسې کرلي او په خپلو خولو او کوښښونو یې خوړبه ساتلي او پاللي دي.
د پښتو ادب په غوړاوي کې که دسترخوشحال بابا کورنۍ هلې ځلې تر هرچا پټې نه دي لرې نه ده چې موږ ووایو د استاد پسرلي کورنۍ دخوشحال بابا تر کورنۍ وروسته دپښتو ادب او کتلور دمخکښانو په توګه د پښتون ولس په چوپړ کې پاتي شوي دي.
داستاد پسرلي مړینه په خپل ذات کې یوه تشه ده خو له نیکمرغه د استاد کورنۍ او له ارواښاد څخه پاتې اثار او دهغه شاګردان به دغه روان ګړندی بهیر لا سمسور او غوړیدلی ساتي.
په پای کې د ارواښاد استاد صدیق پسرلي په دغه ستر غم سخت خواشیني یو،ارواښاد ته دالله (ج) څخه فردوس جنت او کورنۍ ته یې جمیل صبر غوښتنه کوم.
په درنښت
ضیا الحق امر خیل
دټاکنو دخپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئيس
——————————————————————————————–
د ادیسی ادبی ټولنی د غمرازۍ پیغام
په ډیر خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چی د پښتو ژبی وتلی نامتو ادبی شخصیت استاد محمد صدیق پسرلی د ورپښی ناروغۍ له امله د ۸۵ کالو په عمر ۲۰۱۴ د جنورۍ پر ۱۲ په هند کنی په حق ورسید ، ( اناالله و اناالیه راجعون ) لوی خدای د ورته ښکلی جنتونه ورکړی .
مرحوم استاد پسرلی د پښتو ژبی یو داسی روښانه ستوری و ، چی ځای به یی د پښتو ادب په اسمان کی تل ځلانده وی .
خو دا ریښتیا ده چی مرحوم استاد زموږ له سترګو فنا شو خو زموږ په زړونو کی به تل تر تله اوسی، .
ادیسی ادبی ټولنه د استاد د مړینی له کبله د ده درنی کورنۍ ، او د ادب ټولو مینوالو سره په د غم کی
ځان شریک بولی .
د ادیسی ادبی ټولنی مشرتابه شورا
——————————————————————————————–
شاعر او ادیب ښاغلی مطع الله روفي په شعر کي د استاد ویر کړی دی ؛
د پښتو ژبې د بڼ نه ګلاب پریوت
د ګلونو له ګیډۍ اب وتاب پریوت
ملغرلې د ادب شوی خړې پړې
ښکلی لعل د بدخشان چې بیتاب پریوت
د پښتو ژبې د لارې لوی مشعل وه
وریځی راغلې له اسمانه مهتاب پریوت
د پښتو ژبې شمله وه پرې تل هسکه
اوس یی زړه کی د غمونو خوناب پریوت
د ادب ګلونوه شول پری غړند مړاوی
هسکو څوکو نه چی لری افتاب بریوت
هم پښتو پری ښایسته وه او تل ځوانه
د ګلونو د ښکلا نه شباب بریوت
پسرلي صیب ابدی دنیا دی ګل شی
د فانی نړی افغان لوی صحراب پریوت
د مطیع سترګی به خود په ژړا سر وی
د فرهنک ادب کړۍ نه لوی باب پریوت
——————————————————————————————
ژوند ادبي بهیر استاد پسرلي ددعالاسونه لپه کړل!
خوشال درانی
ژوند ادبي بهیرخپله ۸۲مه ناسته د روان ۱۳۹۲/۱۰/۲۳مه نېټه دننګرهارپوهنتون په انګړکې دسباوون خاموش پرتلاوت پیل کړه.
دتېرې ناستې راپورخوشال دراني ولوست،ویانداتل مشواڼي دبهیرګډونوالوته په راپوردخبروکولونوبت ورکړ.
نقیب احمد عزیزي وویل:راپوربیخي ښه و،ماته په راپورکې بیخي اضافه کلمې ښکاره نه شوې،شاه محمدعابد دراپوردستاینې ترڅنګ یې دلوستلوطرزهم خوښ کړ.
سباوون خاموش له دې خبرې سره جوړنه و،چې په راپورکې دې دهرچانظر راواخېستل شي،دده پرخبره راپورلیکونکی داصلاحیت لري،که دچانظریې خوښ شي،اویادمنلووړوي،هغه دې ولیکل شي.
ټول ګډونوالوراپورخوښ کړ.
په پوهنتون کې دژمنیوازمینوله وجې ځانګړې موضوع،ادبي درس اوکره کتنه ونه شوه.
وروسته ازاده مشاعره وشوه،چې په لسګونه ګډونوالوپه کې خپل شعرونه واورول.
دې اونۍ کې دهېوادسترشاعراولیکوال استادمحمدصدیق پسرلي روح ته د دعالاسونه لپه شول.
اوبهیروالوپه دې غم کې دده خواخوږواوکورنۍ سره ځان شریک وګاڼه،او وړاندیزیې وکړ،که داستاداثارله سره چاپ شي،دده دمینوالوتنده به یې خړوبه کړې وي.
غونډه ماښام نږدې پای ته ورسېده.
——————————————————————————————–
دخواخوږۍ پیغام!!!!
دهېواد د سترشاعراولیکوال ښاغلي ارواښاد محمدصدیق پسرلي مړینه ،ددې بې وسه اوبې کسه ژبې (پښتو)ته ستره ضایع بولو.
پرمړینه خواشیني اوکورنۍ ته یې دجمیل صبرغوښتونکی یو.
سترڅښتن تعالی دې استاد دجنت فردوس څښتن کړي.
ژوند ادبي بهیر
—————————————————————————————–
د ښاغلي ابراهیم سپیڅلي درناوی ؛
(پسرلى) د ملايکو مېلمه سو
د اسمان مخ خړو وريځو پوښلى دى.
خړه او توره وريځ غوړمبيږي.
يخ تر مخکنيو کلنو زور اخيستى
اووه ورځي تېري سوې،خو د لمر مخ مو نه دى لېدلى.
د تورو او خړو وريځو اوښان غوريږي، خو اوريږي نه
اوبه يخى سوي دي.
کوچنۍ ماشومه د مور په غېږ کې ټوخيږي.
يخ وهلې ده.
پلار يې د يخ له لاسه مزدورې نه ده کړې
د نمجني خوني په منځ کي پر صندلۍ زوړ تلتک هوار دى.
په انګيټۍ کي اور نه سته.
د ماشومي نجلۍ مور تور لوغړن څادر پر ځان راتاو کړى او د پښې په ښورولو ناروغه لور وېدوي.
يخ ترمخکنيو کلنو زور اخيستى
تېز باد د لغړو ونو وچ ښاخونه ارام ته نه پرېږدي
مرغۍ هم له غارونو نه دي راوتلي
آه ! څه به يې خوړلي وي ؟
ايا مرغۍ به هم د ناجوړي کوچنۍ نجلۍ په ډول وږي تږي وي؟
د تورو او خړو وريځو اوښان غوريږي، خو اوريږي نه
ټول د ( پسرلي ) په تمه دي.
پسرلى به راسي، هوا به ښه سي.
وني به په پاڼو پټي سي.
د ماشومي نجلۍ پلار ته به مزدوري پېدا سي
پرصندلي غوړولى زوړ تلتک به ټول کړي.
کوچنۍ نجلۍ به نوره نه ټوخيږي.
(پسرلى) به راسي، هوا به ښه سي
کوچنۍ نجلۍ به ښوونځي ته روانه سي.
وږي،تږي مرغان به د غارونو پرځاى په ونو کي ځالي جوړي کړي
ټول ( پسرلي) ته تمه دي.
د وريځو ويرونکي اوښان به د لمر له مخه ليري سي.
اسمان به شين سي.
طبيعت به نوې سا واخلي.
ټول ( پسرلي ) ته په تمه دي
د ټولو تمه د خوب ليدل دي!!
(پسرلي) له موږ سره مخه ښه وکړه
(پسرلى) زموږ څخه د تل لپاره بېل سو
پسرلى، زموږ د هيلو پسرلى، د تل لپاره زموږ څخه رخصت سو.
(پسرلى) د ملايکو مېلمه سو.
(پسرلى) له دې وروسته، له ملايکو سره اوسي
١٥- ٠١ – ٢٠١٤ کندهار، نوى ښار
محمدابراهيم ( سپېڅلى)
——————————————————————————————
د استاد محمد صدیق پسرلي په وير د سيد شاه سعود اوښکې:
نور به نه ځي پسرلی له دې وطنه
څو خبرې مې استاد سره په زړه دي
زه ورځمه او استاد په ښار کې نشته
پسرلی دی سره ګلونه ټوکیدلي
خو اثر یې د بلبل چغار کې نشته
خدای دې وکړي چې مې ته په حال خبر شې
هر وجود کې درد او غم دی غضنفره
خو په دې مې لږه زړه تسلي وکړي
چې جوهر پرې مقدم دی غضنفره
د ژوندون د اوږدولو لارې شته خو
خلک جنګ کې دي بدلون ته وزګار نه دي
لا په مرګ کې د څیړنو زمانه ده
دلته څوک هم لا ژوندون ته وزګار نه دي
زړه مې وايي راته اوس به غضنفره
زمونږ خاورې له استاده اثر واخلي
نور به نه ځي پسرلی له دې وطنه
قلم شوی باغ به نوم د ثمر واخلي.
—————————————————————————————–
استاد پسرلی وفات نه دی! ليکوال: نقيب احمد عزيزي
که څه هم استاد محمد صديق پسرلی له موږ لرې شو، مادي نړۍ يې پرېښوده او د ابديت خوب ته يې غاړه ورکړه؛ خو داسې هيندارې يې وتوږلې، چې د دې ګردجنې زمانې غبار پرې ښوېږي. د استاد د خولې خبره ده (( عمر روان دی، نه درېږي؛ انسان چې د عمر په اخېرو شپو کې خپل تېر دور ته مخ راواوړي، بايد يو يو څه وويني، چې د ده له مرګه وروسته پاتې دي.)) همداسې وشول، استاد د يتيمې پښتو پر سر د خپلو اثارو د شفقت لاس را تېر کړ او بيا يې همېشنۍ خدای پاماني وکړه.
د ارواښاد پسرلي په اړه استاد شپون د الفت صاحب په حواله وايي: (( پسرلی ما چندانې نه پېژاند؛ خو زه په کابل کې په پښتو ټولنه کې وم. دلته يو چا ويل چې يو زلمکی شاعر له کندوزه راغلی دی، ښايستوکی زلمکی دی، چې دا به څوک يې؟ ما ويل چې دا څه نومېږي؟ ده وويل چې صديق نومېږي. ما وويل چې ځه دی به هم شعر ليکي د دې نورو غوندې، پښتو شعر خو هر سړی ليکي. ويل يې نه! دی يې بل رقم ليکي، موږ غوندې يې نه ليکي.))
استاد پسرلي د ژوند زياته برخه په کړاونو کې تېره کړې ده. له غزني څخه کندوز ته تللی دی او له هغه ځايه بې مخه زمانې پد پېښور تګ ته مجبور کړی د پېښور په نوتيه کې يې هم لاس او پښې خوځولې چې د هنري ادبياتو د سپېدې همدلته د استاد د خوشال ډوله کورنۍ پر افق را وچاودېدلې. مهاجر مجاهد وو، د مقاومت ادبيات يې غني کړل،د يوويشتمې پېړۍ پښتو غزليزه شاعري يې اوج ته ورسوله. بسنه يې و نه کړه، شهکارې څلويزې يې وليکلې، ناولونه، ژباړې او منظومې يې وپنځولې.
که لاړ شو ومرو، نو بيا به څه وي؟
وايي فنا ده ده، فنا به څه وي؟
هيڅوک رانغی له ډېرو تلليو!
د خاموشانو دنيا به څه وي؟
له استاد الفت سره چې د ده په اړه خبرې شوې دي څومره چې طبيعي دي، همدومره ژورې هم دي، چې وايي موږ غوندې شعر نه ليکي. دغه خبره د ده ځوانۍ د وخت پر شعر په پښتو ټولنه کې کېده.
وايي چې مفکر او ژور انسان ډېر کله په چوپتيا کې اوسي، لکه هغه حمزه بابا چې وايي:
پټ وي توپانونه د شاعر په خاموشۍ کې
مه شه پرې غلط چې تش خبرې جوړوي
د استاد په اړه مشهوره ده، چې د بهير ملګرو په زور اړ ايستلی و، چې شعري ټولګې خپرې کړي، وايي ده به ويل چې شعر ماځان ته ويلی دی، بل څنګه د هغه اورېدلو ته مجبور کړم! يعني استاد د خپل انانيت تشهير ته تمايل نه درلود. نړۍ والې رسنۍ يې په زامنو ابادې دي؛ مګر ما تر اوسه د ده مرکه، يا د ده شعر د ده په غږ وا نه اورېد.
په اوسني دور کې چې ادبي خپرونې وينو يا شعرونه پکې اورو پوهېږو، چې څوک څه وايي؟ مطلب يې څه دی؟ ادبپوهان وايي، چې شعر دوه ډوله مېوه ده: يو- هغه چې پوټکی يې پوست وي او بل- هغه چې د کلک پوټکي والا دي. په دې دواړو ډولو کې د کلک پوټکي والا شعر څېړنې او فکر ته ضرورت لري او تر ډېره يې د بقا امکان شته. او د پاسته پوټکي والا شعر ژر له منځه ځي. د استاد شعر د هغې ډلې شعر دی چې کلک پوټکی لري او تر ډېره پاتې کېدونکی دی. په پښتو کې د هندي مکتب دغه ستر لاروی داسې څه وايي، چې تر يو ځل او دوه ځله لوستلو وروسته بيا پرې راګرځېدل ضرور وي. استاد نورالحبيب نثار د استاد په اړه په يوه مقاله کې ليکي:
((استاد محمد صديق پسرلی زموږ په زمانه کې د هندي سبک يوازېنی بشپړ استازی دی. د ده غزلبڼ ته تر سر ورښکاره کولو مخکې په کار دي چې دغه سبک باندې لږ رڼا واچوو.
هندی سبک د لسمې هجري پېړۍ له پيله د دولسمې هجري پېړۍ تر نيمايي پورې فارسي شاعرۍ کې عام وو. مګر، په پښتو کې له حميد بابا سره د دغې ژبې ادب ته راغی. يعنې، کله چې په فارسي کې د دغه سبک زوال پيلېده، په پښتو کې يې پيروي پيل شوه چې تر ننه پورې هم ځينې لاروي لري. خو داسې هېڅکله نه دي شوي چې د يوې خاصې زمانې مسلط سبک دې وو.
استاد پسرلي ته د هندي سبک بشپړ استازی ځکه وايو چې يو يې په پښتو کې تر دې دمه د دې سبک تر ټولو شاعرانو مدعا مثل، حسن تعليل، حس آمېزۍ تشخص او پيراډاکس ته توجه ډېره کړې.))
استاد د ژوند فلسفې ته داسې ځير کس و چې له عادي مادياتو او پېښو يې داسې څه هنري کړي او معنوي کړي دي، چې ستر فکري عبرت پکي پروت وي. پسرلي صاحب په دې نړۍ کې خپل شته والی داسې مجسم کړی دی:
ورکې ته پيدا يو، کړو په ورک عالم کې ورکې ورک
ستوريو ته خو ګوره په يوه سا مزلونه څه وهي
د استاد پر پنځونو به پېړۍ کتابونه ليکي، غږېږي به او تشريح کېږي به. دا کار په يوه کس، يوه کتاب او لنډ وخت کې ممکن نه دی.
د استاد غزلو غمي بايد زرګر ادبپوهان او نقادان د بيان، بديع او معاني له پلوه، د عاطفې له ليدلوري او د هنري قوت له اړخه روښانه کړي او د انزوا په غبار کې يې پرې نه ږدي.
استاد په خپل يو بيت کې يوازې پر دې بسنه نه ده کړې، چې تلميح يې کارولې ده، بلکې تلميح يې د معنا او بيان د رسولو وسېله ګرځولې ده:
عام ذهنيت ټيټ دی، چې مني د ساميري سخوندر
لاس چې د فرعون ږيرې ته اچوي موسا منم
همدا راز يې په غزلو کې ضمني او تمثيلي تشبيهاتو پر تخيل او فکر سربېره، د ادب پر غره د ښکلا هغه رنګ پاشلی دی، چې د غمجنو اذهانو لپاره د سرې شنې زرغونې حيثيت لري:
خدای خبر چې خوی به دا زاهد کړي اعتکاف بدل
مار او لړم هم تېروي ژمی په غارونو کې
يا:
په خوب کې هم چې په خپل لاس سوي وطن ته ورځم
لکه په ټيټ سر چې عاصي د سقر غېږي ته وړي
استادپښتو ته له هره پلوه هغسې سينګار ورکړ، چې د نورو ادبونو سترګې ورته راکږېدلی شي. د دې څو کرښو د ښکلي پای په پار به د استاد دا څو بيتونه سره ولولو:
که مجنون ته مينې ايلې کړې نخڅيرې
زه يې هم کړمه پسرليه! يار د ستوريو
++++++++
پل ږدول به کفر ورته ښکاري د ليلى پر پله
قيس چې په بېديا کې د وږمو غوندې په رغښته ځي
+++++++++++++
کله سوکه، کله په منډه مو د عمر څپې
لکه دريا د ناآشنا سمندر غېږې ته وړي
++++++++++
نه دې په زلفو کې ښکارېږي، نه له تا سره شته
زړه خو مې تا درسره يوړ، چې تا چېرته يووړ؟
++++++++
پاس که د ستورو سپينې سترګې باندې نه توروي
پل يې بې رحمې بړبوکۍ په ګډا چېرته يووړ؟
++++++++
سپک پوټى ورانۍ ته لټوي د بوړبوکۍ کلا
پورته کنګرو ته خو يا تيږه ځي، يا خښته ځي
۱۳۹۲-۱۰-۲۶
ماخذونه:
غزل بڼ. چاپ: ۱۳۹۱، پسرلی، محمد صديق.
ازادي راډيو، د شپون صيب مرکه.
نثار، نورالحبيب، استاد محمد صديق پسرلی، معاصره پښتو شاعرۍ کې د هندي سبک بشپړ استازی(مقاله)
——————————————————————————————
په مزار شریف کې د ارواښاد استاد صدیق پسرلي پر یاد غونډه جوړه شوه.
راپور: جاويد واک
مزار شریف
په مزارشریف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت لخوا د پښتو غزل ستوري استاد محمد صدیق پسرلي په یاد غونډه جوړه شوه او د استاد روح ته د دعا لاسونه پورته شول.
غزل ستوری په ۱۳۰۷ کال په غزني کې زیږیدلی وو او د مرغومي په ۲۲مه یې د هند په یوه روغتون کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د ارواښاد پسرلي یادغونډه کې د پوهنتون استادانو، ژورنالستانو او د مزار شریف په ګډون د بلخ له یو شمیر ولسوالیو څخه راغلیو فرهنګي ځوانانو ګډون کړی وو.
د پسرلي مجلې چلونکي او د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبیح الله احساس د غزل ستوري مرګ د پښتو ادب لپاره ستره ضایعه وبلله او زیاته یې کړه، چې پښتو ادب به بیا د پسرلي په څېر ډېر کم شاعران پيدا کړي.
نوموړي وویل: (( نه یواځې دا چې پسرلی استاد پښتو شعر او په ځانګړي ډول غزل ته ساه ورکړه بلکې، هغه خپله ټوله کورنۍ د ادب د خدمت په ډګر ودروله، پسرلی هغه څوک وو چې د استاد غضنفر په څېر شتمني يې زمونږ ژبې ته وړاندې کړه)).
احساس وړاندې وویل، چې استاد پسرلي د افغان ادبي بهیر بنسټ کیښود او نن د دغه بهیر وړانګې د لوی وطن هر کونج باندې خورې شوي دي.
جاويد واک د ارواښاد پر ژوندلیک مقاله ولوسته، چې په يوه برخه کې یې د استاد نقل قول داسې ذکر شوی وو:
((داسې ډېر خلك وينم، چې په ډېر كم عمر باندې شعر وايي او ډېر خلك دي، چې تر ډېره عمره يا كاله پورې كوښښ كوي، خو بيا هم يو شعر نه شي ويلاى. زه د دې خبرې طرفدار يم، چې بعضې خلك فطري شاعران دي او په لږ لوست او لږو معلوماتو ښه شيان ويلاى شي، خو بعضې خلكو ډېر تحصيل هم كړى وي، ډېر كوښښ هم كوي، ډېر زحمت هم وباسي، ان داسې خلك مې ليدلي، چې په يوه غزل باندې شپې او ورځې تېروي او بالاخره په ظاهره په غزل كې يې كوم نقص هم نه وي، خو ليكن هيڅ خوند نه لري او دا ځكه چې دى فطري شاعر نه دى)).
د افغانستان د شمال د خبریالانو د انجمن مشر ګلاب شاه باور هم د استاد پسرلي خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د استاد پر اثارو باید څېړنه وشي.
هغه وویل، چې په افغانستان کې د دربدریو او جنګونو باوجود بیا هم استاد د هنر لمن پرینښوده او د ادب په ډګر کې یې مزل وکړ.
د يادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې د ارواښاد پسرلي شاعري هم ولوستل شوه.
—————————————————————————————–
د پښـــــــــــــتو غـــــزل پســــــــرلی هم لاړ !
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې دپښتو غزل مشر استاد مــــــحمد صدیق پسرلي د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۳ نيټه د ۸۵ کالو په عمر حق ته ځان وسپاره.
اناالله واناالیه راجعون
دروند اســــــتاد غضنفر صاحب !
په غم کې مو شریک یو، په درد مـــو دردمند یو. استاد پسرلی صاحب که ستاسو پلار و ، نورو ډېری پښتنو فرهنګیانوته هم له بابا نه کم نه و.
هغه ورځ مې هم ښه په یاد ده ، چې زه له خــپل ورور ســیدالرحمن ایمان ســــره سـتاسو
کور ته د پســرلی صاحب زیارت ته درغلی وم.
څـــومــره مینه ، چې بابا او تاسو موږ ته راکړه هيڅ کله به مې له یاده ونه وځي.
ښاغلی غضنفر صاحب !
په پتربورګ کې د افغانانو فرهنګي او ادبي ټولنه ستاسو کورنۍ ، خپلو خپلوانو، د پسرلي صاحب مینه والو او ټولو هغو کسانو ته چې پسرلی صاحب يې پیژاند او له هغه سره يې مینه درلـوده د زړه له کومې خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي.
پســرلي صاحب ته د جنت الفردوس غوښتنه کوو او تاسو ټولو ته د ستر زغم او صبر.
د پسرلي صاحب یاد دې تل ژوندی وي.
په پتربورګ کې د افغانانو فرهنګي او ادبي ټولنې مشر
اینجنر ســـــــیداله تڼی
—————————————————————————————–
—————————————————————————————–