کور / خبرتیا او پيغامونه / په بلجیم کي د افغان کلتوري بهیر د غمرازی پیغام

په بلجیم کي د افغان کلتوري بهیر د غمرازی پیغام

(د افغان ادب او کلتور یو بل ستوری ونړید)

په ډیره خواشینی سره مو دا اوس خبر تر لاسه کړ چي درانه استاد ارواح ښاد محمد صدیق پسرلي د ژوند ستړی مزل اخر کړ . اناالله واناالیه راجعون .

ګور که د آرام بستر وي زه هم پسرليه! اوس
څو وخته آرام ته له يو ډېر ستړي مزله راغلم

بلجیم میشتي افغانان او په بلجیم کي د افغان کلتوري ټولني غړي او اړوندان د درانه استاد په مړینه ژور خپه دي . کاشکي وخت زموږ دروند استاد لا یو څو نور وختونه هم زموږ له منځه نه وای ایستلی .
پسرلی صیب زموږ د هیواد او اولس یو ریښتینی شاعر او ادیب وو . د ارواح ښاد استاد ځای به د ټول وخت لپاره د پښتو ادب پر مځکه خالي وي .
بلجیم افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه د ارواح ښاد استاد پسرلي په مړینه سخت خواشیني دي . د دی سره سره چي ښاغلي استاد ته د لوی پروردګارله دربار څخه د فردوس جنت استدعا کوي ، همدارنګه ټول افغان اولس ته د زړه له تله تسلیت وړاندي کوي . الله دي وبخښي .
بروکسل – 12.01.2014
افغان کلتوري بهیر
مشرتابه جرګه