افغان فوټبال ملي لوبډلي د ( ځوانمردانه بازی ) نړیواله جایزه وګټله

40 | جنوري 13th, 2014


د دوه زره دیارلسم کال د طلایی توپ ته د غوراوي په غونډه کي چي نن 13.01.2014 د سویس په هیواد کي جوړه سوی وه د افغانستان د فوټبال فدراسیون ته د افغان فوټبال ملي لوبډلي د ( ځوانمردی بازي ) نړیواله جایزه ورکړل شوه . د افغانستان د ورزش او فوټبال په تاریخ کي دا لومړی ځل دی چي دافغانستان د فوټبال ملي لوبډله په یوه داسي تاریخي نړیواله جایزه ویاړل کیږي . افغان فوټبال ملي لوبډلي په ډیره لنډه موده کي ډیر لیري مزلونه ووهل او په ډیر ښه شکل یی ځان داسي ویاړونو ته ورساوه . افغان فوټبال ملي لوبډله اوس اوس د فیفا د فوټبال په 129 رده کي ځای نیولی دی . دا ځای یی ورسته له هغی خپل کړ کله چي یی د جنوبي اسیا د قهرمانی کپ په ډیره میړانه او ځوانمردی وګاټه او په بري سره یی دا کپ خپل ګران هیواد ته راوړ . د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي یوه له تاریخي لوبو څخه تیر کال د پاکستان د هیواد له ملي لوبډلي سره وسوه چي د دری پر صفر د افغان ملي لوبډلي په بري پای ته ورسیدل . دا بازي د کابل په غازي ستدیوم کي چي ډیر افغانان یی لیدلو او تشویق ته راغلي وه ، وشوه . د (بیرته بازی ) بله بازي به دا ځل د پاکستان د لاهور په ښار کي د مارچ په میاشت کي تر سره شي . افغان ملي لوبډله امادګي لري چي دا لوبه هم وګټي .
د افغانستان د فوټبال په 90 کلن تاریخ کي دا لومړی ځل دی چي داسي نړیوالي جایزې ته کاندیدیږي او د ځوانمردانو د بازیو جایزه خپلوي .

Copyright Larawbar 2007-2024