محور: اسلامي حزب د انتخاباتو له لاري خپل برخلیک وټاکى
عطاالله محمدي
محور: اسلامي حزب د انتخاباتو له لارې خپل برخلیک وټاکى
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.
محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د اعلان په اړه تبصره کړې چې ویلي یې دي په راتلونکو انتخاباتو کې به یې پلویان برخه واخلي.
محور ورځپاڼې لیکلي په ډیموکراسۍ باور که ډیر ناوخته هم وي غلط کار نه دی او د ټولنې په خیر دی.
په سرمقالې کې راغلي حزب اسلامي په داسې حال کې په انتخاباتو کې د خپل ګډون ډاډ ورکوي چې لا یې هم وسلوال په لوګر، کنړ او ځینو نورو ولایتونو کې د افغان دولت پر ضد جنګیږي.
محور لیکلي دوه متضاد دریځونه په یوه وخت د وطن د خیر لپاره نشي نیول کیدای او حزب اسلامي ته په کار دي چې نور وسله پر ځمکه کیږدي او د انتخاباتو له لارې خپل برخلیک وټاکي.
دنیا ورځپاڼې هم په خپل یوه مطلب کې د حزب اسلامي د یوه مسوول غیرت بهیر څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي حزب یې په ازادو او شفافو انتخاباتو باور لري او په راتلونکو انتخاباتو کې به رغنده رول ولري.
ورځپاڼې د نوموړي له قوله لیکلي تراوسه یې پریکړه نه ده کړې چې په راتلونکو انتخاباتو کې به له چا څخه ملاتړ کوي.
ویسا او ځیني نورو ورځپاڼو بیا خپلې سرمقالې د میلاد نبي په اړه لیکلي دي.
د ویسا په سرمقالې کې راغلي په افغانستان کې حضرت محمد ص د زو کړې ورځ سږکال هم په داسې شرایطو کې لمانځل کیږي چې د افغانانو د یو بل په وینو لاسونه سره دي، ځینې یې خپل وروڼه او پلرونه د ماتم په ټغر کښینوي او دې ته بیا د دین د خدمت نوم هم ورکوو.
ویسا لیکلي مهمه دا ده چې د ظواهرو پرځای افغانان په ریښتینې معنی د خپل درانه پیغمبر د ارشاداتو په رڼا کې خپل ورځنی ژوند تنظیم کړي.
ملي ارمان ورځپاڼې هم خپله سرمقال د میلاد نبي ص د لمانځنې په اړه لیکلې او په اړکې یې په ټولنه کې د دیني عالمان پر رول تبصره کړې ده.
ملي ارمان لیکلي په افغانستان کې ځینې دیني عالمان داسې دي چې د نړۍ له علومو او تجربو سم نه دي خبر او په خپلو تقریرونو کې د بشر اکثره معاصرې لاسته راوړنې ردوي.
ورځپاڼې لیکلي د ځینو دیني عالمانو دارنګه غلط تبلیغات له محصلینو او ځوانانو لوری ورکوي.
انیس ورځپاڼې خپله سرمقاله د سولې په پروسه کې د دیني عالمانو په رول لیکلې ده.
ورځپانې لیکلي عالمان کولای شي د هیواد د جګړې په ختمولو کې چې تر ټولو ډير پکې ملکي خلک وژل کیږي، مثبت رول ولوبوي.
ورځپاڼې لیکلي له همدې امله د سولې عالي شورا د میلاد نبي ص په مناسبت یو ځلې بیا له دیني عالمانو وغوښتل چې د سولې راوستلو ته کار وکړي.