کندهار : د سوړ ساتنځي د جوړېدو کار پيل سو

عطاالله محمدي | جنوري 15th, 2014


کندهار افغانستان-تېره ورځ دکندهار ولايت داوومي ناحيې پوري اړوند د کوکران فارم په سيمه کي دسوړ ساتنځاى دبنسټ ډبره ديو لړ مراسمو په ترڅ کي کښېښودل سوه.
په ياده بنسټ غونډه کي چي دکندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ترڅنک مرستيالوالي عبدالقديم پتيال او يو شمېر سکټوري رئيسانو همپکي برخه لرله، کندهار والي وويل، ياد سوړ ساتنځای د کرهڼي او مدالداري وزارت لخوا د ٣٤٠ ميليونو افغانيو په مالي لګښت د يو افغاني شرکت له خوا چي د افغان کولنګ په نوم يادېږي د دوو کلونو په اوږدو کي په اتلس جريبه ځمکه کي جوړېږي چي د ٥٠٠٠ مټريک ټنه ظرفيت به ولري.
کندهار والي د ياد سوړ ساتنځای جوړېدل د کرهڼي په برخه کي يو لوی او مهم پرمختګ وباله او يادونه يې وکړه چي د ياد سوړ ساتنځای په جوړېدو سره به د کندهار بزګران وتوانېږي چي خپل کرهڼيز محصولات تر ډېره وخته ذخيره کړای سي او په دې توګه به د کال په هر موسم او فصل کي بازار ته مېوې او نور خوراکي توکي وړاندي کړای سي.
والي ټينګار وکړ چي دغه پروژه به د مسوولو انجنيرانو له خوا وخت پر وخت تر نظارت لاندي نيول کيږيتر څو ياد سوړ ساتنځای په ښه کيفيت جوړ سي.

Copyright Larawbar 2007-2024