کور / تازه خبرونه / لوی څارنوالی اولسمشری ته ولاړ پینځه کاندیدان بی ګناه وګڼل

لوی څارنوالی اولسمشری ته ولاړ پینځه کاندیدان بی ګناه وګڼل

د لوی څارنوالی ویاند ښاغلي عزیزي نن په یوه خبري غونډه کي د هغو اولسمشری ته ولاړو پینځو کاندیدانو د دوسیو په اړه خبري کولی کوم چي څو ورځي وړاندي د انتخاباتو د شکایتونو مستقل کمیسیون هغوی ته رالیږلي وې . ښاغلي عزیزي د دی پنځو کاندیدانو نومونه وانه خیستل خو هغه وویل چي د افغانستان لوی څارنوالی نوموړي شیکایتونه په ډیر غور سره وڅیړل ، تر ډیرو پوښتنو کرویږونو وروسته ثابته شوه چي دا یوازي د ځینو کسانو ادعاوي دي او نور هیڅ بنسټ نه لري نو ځکه دا دوسیې وتړل شوې . په دې ورځو کي چی د اولسمشریزو ټاکنو وخت رانږدی کیږي د داسي شیکایتونو لړی هم پیلیږي چي د سیاسي کارپوهانو په نظر دا یوازي او یوازي د یو او بل د بدنامولو او په ټاکنو کي د ناکامولو په سبب کیږي . دا کارپوهان همداراز پر شکایت کونکو ږغ کوي چي تر ټاکنو مخ کي هم دا قضایی ارګانونه موحود وه او تر ټاکنو وروسته هم د افغانستان قضایی ارګانونه شتون لري چي خپل د حق خپلولو لپاره خپل شیکایتونه ثبت کړي . ښاغلي عزیزي زیاته کړه چي د هر افغان حق العبد به په هر حال خوندي وي .