کور / تازه خبرونه / دپېښور په تبليغي مرکزکې چاودنه شوې

دپېښور په تبليغي مرکزکې چاودنه شوې

پېښور:دپېښور په تبليغي مرکزکې دماښام د لمانځه پرمهال چاودنه شوې چې له امله يې ١٠ کسان وژل شوي او ٦٠ تپيان دي چاودنه په داسې مهال کې شوې چې زرگونه کسان په دغه مرکز کې راټول شوي وو.په پېښور کې د لېډي ريډنگ روغتون چارواکو وويلي چې دوى ته د اوو کسانو مړي وړل شوي دي، او دوى د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت ډېر نازک وباله.د پېښور د پوليسو مشر فيصل مختار وايي چاودېدونکي توکي چې شاو خوا ٥ کيلوگرامه وو، له وړاندې د غوړيو په يوۀ ډبي کې ځاى پر ځاى شوي وو. بله خوا دپاکستان دطالبانود تحريک وياند شاهد الله شاهد دغه چاودنه غندلې او څرگنده کړې يې ده چې دوي نه ده کړي پوليسوويلي دي چې په نوموړي مرکزکې يې د ماسخوتن د لمانځه پرمهال نور چاوديدونکي توکې نيولي دي او هم يې دنوښار له تبليغي مرکز سره چاوديدو نکي مواد ترلاسه کړي