کور / تازه خبرونه / په کندز کې د ارواښاد غزلستوري محمد صدیق پسرلي په یاد غونډه وشوه

په کندز کې د ارواښاد غزلستوري محمد صدیق پسرلي په یاد غونډه وشوه

نجیب الله نایل
دغه غونډه چې په کندز کې د پسرلي ادبي او کولتوري ټولنې له خوا د دغې ټولنې په دفتر کې جوړه شوې وه، د ارواښاد پسرلي صاحب په لسګونو مينه والو او خواخوږ په کې ګډون کړی ؤ. په لومړۍ برخه کې د قرآن عظيم الشان ختم وشو،
د ارواښاد د بښنې او مغفرت لپاره ګډونوالو د دعا لاسونه پورته کړل او تر دعا و فاتحې وروسته د هغه په ياد کې غونډه وکړه.
د پسرلي ادبي او کولتوري ټولنې مشر عزت الله پامير وويل: ((د پسرلي مړينه د پښتو ادب لپاره يوه لويه ضايع ده، د ده په لېږد سره يوه لويه تشه رامنځته کېږي او د دې تشې ډکول کلونه کلونه وخت نيسي چې بيا داسې بل پسرلی زموږ په پښتو ادب کې راپيدا شي. خو نېکمرغۍ ځای دا دی ارواښاد پسرلي صاحب خپله ټوله کورنۍ په فرهنګي او ادبي روزلې ده او موږ ته ئې يوه بشپړه
فرهنګي کورنۍ راپرېښې ده.))د پسرلي ټولنې مرستیال نور رحیم عاطف ګډونوالو ته د پسرلي صاحب لنډه بیوګرافي بیان کړه. هغه وویل چې محمد صدیق پسرلی د کندز ولایت د لومړنیو پښتنو شاعرانو له ډلې څخه دی چې د هېواد په کچه د پښتو یو نازکخیاله او
نوموتی شاعر ؤ، چې د شعر تر څنګ یې په نثر کې هم غوره آثار پښتو ژبې ته ډالۍ کړي دي په غونډه کې د کندز په لسګونو شاعرانو خپل هغه شعرونه هم واورول چې د غزل ستوري پر ياد يې ليکلي وو. د یادونې وړ ده چې کندز مېشتيو فرهنګیانو شاوخوا لس کاله وړاندې پښتو ادب ته د غزلستوري محمد صدیق پسرلي د خدماتو د قدرداني په ویاړ په کندز کې د پسرلي ادبي او کولتوري ټولنې په نامه ټولنه جوړه کړې وه، چې دغه ټولنه تر دې وخته په کندز کې پښتو ژبې او ادب ته د پام وړ کارونه کړي دي. هر کال د
هېواد په کچه د ریدي ګل په نامه لویه پسرلنۍ مشاعره جوړوي، تر څنګ یې اوونیزې ادبي غونډې او ځینې وخت په ځینو مناسبتونو کي ځانګړې غونډې جوړوي. په دې وروستیو کې یې د کندز د یوه بل تکړه لیکوال، ژورنالېست او شاعر سعدالدین شپون د وياړنې په موخه د ((شپون)) په نامه پر يوې خپرونې هم پیل کړی، چې د دې خپرونې راروانه ګڼه یې هم ارواښاد غزلستوري محمد صدیق پسرلي ته ځانګړې کړې ده.