په کراچۍ کې د تلویزیون پرموټربريد شوى

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 18th, 2014


کراچۍ:د کراچۍ په ښار کې.د ایکسپریس نومي تلویزیون پر موټرناڅرگندو وسله والوبريد کړې چې له امله د تلویزیون درې کارکونکي وژل شوي دي.پولیسو افسر عامر فاروقي په خبره پېښه د کراچۍ ناظم اباد سیمه کې رامنځ ته شوه.د نوموړي په وینا پر موټر سایکل سپرونامعلومو کسانو د ایکسپریس تلویزیون پر موټر ډزې وکړې، چې له امله یې ډرېور،تخنیکګر او یو ساتونکی ووژل شول.د ایکسپریس نومي ټلویزیون چارواکي وايي، د پېښې ځای کې یې یو عکاس هم موجود و، چې زیان ورته نه دی اوښتی.د یاد ټلویزیون پر کارکونکو دغه دریم برید دی

Copyright Larawbar 2007-2024