د کابل په حمله کی دوه برتانویان هم وژل سوي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 18th, 2014


بي بي سي نړیواله څانګه او نور خبري آژانسونه راپور ورکوی چی د کابل د وزیر اکبرخان مېنی په یو رستورانت کی د پرونۍ ځان وژونکي حملې په مقتولینو کی دوه برتانویان او یوه ډنمارکۍ ښځه هم شامل دي . خبر وایی چی د وژل سوو برتانویانو څخه یو یې ( دل سینګ ) نومېدئ چی د لیبرال ګوند د تکړه مشرانو څخه و او په آینده انتخاباتو کی یې د لندن د یوې سیمی څخه ځان د پارلمان لپاره کاندید کړی هم و ، خو د ځینو کارونو لپاره افغانستان ته تللی و .

خبر د دوهم برتانوي په باره کی څه نه دي ویلی چی هغه څه وظیفه لرل او ولی افغانستان ته تللی و.

د یو بل خبر له مخی یوه ډنمارکۍ ښځه چی د اروپایی اتحادیې یوه پولیس افسره وه ، او امنیتی دندی یې لرلې هم په دې پیښه کی وژل سوې ده . خو دا تر اوسه معلومه نه ده چی نور څو بهرنیان په دې حادثه کی وژل سوي دي . طالبانو د دې حملې مسؤلیت منلی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024