کور / تازه خبرونه / د ٣ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ٣ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

هغه عملیات چې تیره ورځ سهار وختي د افغان ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو له لوري د مرکز او الیشنګ ولسوالۍ په اړونده ځینو سیمو کې پیل او ماښام ناوخته پای ته ورسیدل په کې د مخالفو وسلوالو درې تنه وژل شوي، چې د دوه تنو جسدونه هم د افغان ځواکونو له لوري له ځانه سره راوړل شوي او دا مهال د عامې روغتیا په روغتون کې دي. دغه راز یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف او یو میل ۳۰۳ بر ټوپک هم د افغان ځواکونو لاسته ورِغلي.
په دغو چاڼیزو عملیاتو کې چې موخه یې د مشکوکو ځایونو تلاشي وه د عمرزیو، ډیوې، ګنجوړ، بارکزیو، قلعټک او د شمکټ درې سویلي برخې په کې تصفیه شوې.
د یادولو ده چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.