کور / تازه خبرونه / په بنو کې چاودنه شوې

په بنو کې چاودنه شوې

اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې یوې درنې بمي چا ودنې له امله ۲۰ امنیتې کسان وژل شوي او ۳۰ نور یې ژوبل کړي دي.امنیتي سرچینې وایي، چاودنه ګهیځ مهال د بنو په پوځې سیمه کې هغه مهال وشوه چې د امنیتي ځواکونو یو کاروان شمالي وزیرستان ته د تلو په حال کې و.دولتي تلويزيون په برید کې د ۲۰ پوځیانو د وژنې او ۳۰ د ژوبل کېدو راپور تایید کړی.د امنیتي سرچینو لخوا ویل شوي چې چاودېدونکي مواد په یوه ګاډي کې اېښودل شوي وو، چې نیمه پوځي ځواک (ایف سي ) په کرايه راوستی و.له دې مخکې ویل شوي و چې دا یو ځانمرګي برید و. سرچینې وایي، د پوځي ګاډو لږوالي له کبله امنیتي ځواکونه کله نا کله په کرایه ګاډي اخلي.ویل کېږې، په کرایه اخیستل شوي ګاډي کې له وړاندې نه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو. چاودنه د بنو په پوځي سیمه کې وشوه چې پوځي کاروان د شمالي وزیرستان میرعلي سیمې ته د روانېدو لپاره د چمتووالي په حال کې و.ژوبل پوځیان بنو کې پوځې روغتون ته لېږدول شوي دي.د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد د برید پړه پر غاړه اخیستې نوموړي ویلي، د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو کې پر پاکستاني پوځيانو برید د مولانا ولي رحمان د وژنې غچ اخیستنه وه.لیک کې طالب ویاند ویلي، مولانا ولي رحمان د پاکستاني طالبانو د تحریک پخواني مشر بیت الله مسید له نژدې ملګرو څخه و.رسنیو ته يه یوه استول شوي لیک کې مرکزي ویاند شاهدالله شاهد ویلي’ موږ داسې باور لرو، چې حکومت د خبرو لپاره جدي، خپلواک او مخلص نه دی، که نه د خبرو د وړاندیز په عین مهال به یې زموږ د لومړي کتار مشران نه وژل.’لیک کې طالبانو یو ځل بیا ویلي، چې دریځ یې په بشپړ ډول څرګند دی:که حکومت خپل اخلاص او خپلواکي ثابت کړي، موږ نن هم له ټولو زیانونو سره خبرو ته چمتو یو.’که حکومت خپل اخلاص او خپلواکي ثابت کړي، موږ نن هم له ټولو زیانونو سره خبرو ته چمتو یو. “