طالبانو د فټبالرانو وژل سخت وغندل
طالبانو په يوه اعلامیه کی ویلي دي چی پرون مازیګر د کندهار په ميوند ولسوالي کی د فوټبال درې لوبغاړي وژل سوي او څلور ټپيان سوي وو او دوی دا عمل په سختو ټکو غندي او د وژل سوو ځوانانو په وژنه ژوره خواشيني څرګندوي.
په اعلاميه کې راغلي چی داسی کارونه تل د استخباراتي کړيو وي تر څو د طالبانو او ولس تر منځ بې باوري پيدا کړي. په اعلاميه کی دا هم ويل سوی چی پردي خلک دی زموږ پر ولس د نا پوهو ګومان نه کوي زموږ ولس دوست او دښمن ښه پيژني .
پرون د کندهار د والی ویاند دغه راکټی حمله پر طالبانو تاوان کړې وه خو طالبانو داده رد کړه .