زابل دټاکنو مرکزونه زیات شوی دی

جاويد احمد تنوير | جنوري 19th, 2014


ددي ولایت دټاکنو چارواکی وایی دامنیتي ارګانو او ولایتي اداري په مرسته وتوانیده چی ددی ولایت په ټولو والسوالیو اومرکزقلات کی درایو ورکولو د۴۴ مرکزونو څخه خپل مرکزونه اویاو ته جګ کړي ، دزابل دټاکنو رئیس داکتر محمد هاشم درانی وایی یاد مرکزونه چی ۲۳۹ محلونه کیږي دخلکو لپاره درایو ورکولو پرمهال یوه اسانتیا رامنځته کولای شی، ځکه دنوموړی به خبره چی وړاندی دغه مرکزونه کم و او خلکو رسیدګي نه شوای کولای ، رئیس وایی په دغه ولایت کی دمګړي د۴۰ زرو په شاوخوا کی خلکو درایو ورکولو کارتونه اخستي دی ، نوموړي زیاتوی چی لا اوس هم په یو شمیر ولسوالیو کی امنیتي ستونزي تر سترګو کیږي ، ښاغلي دراني اټغر ، نوبهار ، میزان او داچوپان په امنیتي برخه کی دستونزو ډکي ولسوالۍ یادي کړي ،
دټاکنو رئیس وایی دولایتي شورا لپاره په زابل کی یوازي ۱۱ چوکي دي چی نژدی ۲۰ کسانو ورته ځانونه نومولي دی ، درئیس دڅرګندونو له مخي چی په راتلونکو ټاکنو کی به ددی ولایت ډيری خلک برخه واخلي ځکه درئیس په وینا چی دعامه پوهاوی تبلیغاتي کمپاینونه یی پیل کړی او غواړی کلي په کلي خلک پدی برخه کی وپوهوي ، دیادولو ده چی امنیتي ارګانو لا وړاندی په دغه برخه کی چمتوالي یادونه کړي ده ، امنیتي چارواکی وایی دټاکنو دورځي لپاره پوره تیاری لري ،

Copyright Larawbar 2007-2024