کور / تازه خبرونه / په شمالي وزيرستان کې عمليات روان دي

په شمالي وزيرستان کې عمليات روان دي

ميرعلي : دجيو اردو ژبې کانال د خبر له مخې دشمالي وزيرستان دميرعلي پربيلابيلو سيمودپاکستان د پوځ په هوايي بريد کې ٢٣ طالبان وژل شوي او ١٥ ټپيان دي اوپه سيمه کې دپوځ له خوا عمليات روان دي دسما تلويزيون د خبر له مخې په شمالي وزيرستان کې ٢٤ طالبان وژل شوي ١٦ يې په ميرعلي او ٨ يې دميرانشاه په همزوني سيمه کې دي دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان پوځي سرچینو ویلي په میرعلي کې د هوايي بریدونو پایله کې ۲۵ وسله وال وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.سرچینې ادعا کوي، دغو بریدونو کې وژل شوي یو شمېر کسان هغه وو، چې د پېښور په کېسه خوانۍ او بنو کې يې پر پاکستاني پوځ بریدونو کې لاس درلود.د پاکستان پوځي چارواکي وايي د کره استخباراتي رپوټونو له تر لاسه کېدو وروسته یې دغه عملیات وکړل.عیني شاهدان وايي له تېرې شپې راهیسې د پاکستان جنګي الوتکې په میرانشا او میرعلي سیمو کې پرله پسې بریدونه کوي.د دوی په وینا د سې شنې له سهاره راهیسې چورلکې په دغه سیمه کې پر هدفونو بریدونه کوي.ځايي سرچینو په وینا د جنګي الوتکو بریدونو کې د میرعلي په اسوړی سیمه کې یو جومات په نښه شوی، چې پکې د یو شمېر کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي، خو چارواکو تر اوسه دغه رپوټونه نه دي تایید کړي.”وروستي رپوټونه ښيي، چې سیمه کې اوس هم پوځي عملیات دوام لري. “داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې جنګي الوتکو د ملکي خلکو پر کورونو هم بمونه غورځولي دي.بل لور ته وسله والو پاکستاني طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. وروستي رپوټونه ښيي، چې سیمه کې اوس هم پوځي عملیات دوام لري له بله خوا په جنوبي وزيرستان کې پرامنيتي پوسته د طالبانو بريد ناکام شوي او ١٠ طالبان وژل شوي