کور / رسنۍ / ودان افغانستان دريمه ګڼه مجله هم له چاپه راويستل .

ودان افغانستان دريمه ګڼه مجله هم له چاپه راويستل .

ودان افغانستان د خپلو نور فعاليتونو ترڅنګ په فرهنګي برخه کي خپله دريمه ګڼه مجله تازه له چاپه را ايستلي ده .
مجله چي د حکمت الله سروش تر مديريت لاندي چاپ سوې ودان افغانستان ګوند يې د امتياز څښتن دي .
مجله چي ٣٩ صفحې لري د بېلابېلو سياسي، فرهنګي، ټولنيزو او ملي موضوعاتو څخه بشپړه سوې ده .
ودان افغانستان ګوند د ولس تر څنګ دي- نه د ډلو ټپلو، د ډاکټر صمد حامد لمانځغونډه، د ملي ژمنتيا اغيزناک شخصيت، بېڅوکه ولس او د يو رښتيني روښانفکر بيلتون، خپلواکي څه ده او نور يې د مهمو مطالبو عنوانونه دي .
ددې ګوند يو شمير غړي وايې چي ګوند يې ياد فرهنګي حرکت او مجله چاپېدل يې په ډيرو کمو امکاناتو تر سره کړي دي، دوي هيله لري چي خپلو ارمانونو ته به رسيږي او په دې هيله دي چي يو ورځ به افغانستان ودان ويني .