کور / خبرتیا او پيغامونه / دنوي نسل بله بريا مو مبارک شه – پيغام

دنوي نسل بله بريا مو مبارک شه – پيغام

درنو هېوادوالو تاسو ټولو ته دپاکستان هېواد تر ١٩کلنۍ ټيټ عمره دکرکټ
ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې دسترې بريا دترلاسه
کيدو په وياړدزړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.
دافغانستان تر ١٩کلنۍ دټيټ عمر لرونکې کرکټ ملي لوبډلې خپلې پاکستانۍ
سيالې لوبډلې ته سخته ماته ورکړه،افغان لوبډلې په دې بريا سره په سيمه او
نړۍ کې مېشتو ملتونو ته دا پيغام ورکړ چې دافغانستان په ځوان نسل کې داسې
اتلان ،استعدادونه او ځواکمنتيا شتون لري چې کولى شي په کم وخت کې په لوړ
مورال ،ځواکمنې ارادې او ملي مينې سره په هره برخه کې خپلو سيالانو ته
ماتي ورکړي.مونږ څو ورځې وړاندې په خوست ولايت کې دکريکټ دملي لوبډلې
اتلان په داسې تاريخي هرکلي سره وهڅوول اونازول چې دکرکټ ټولولوبغاړوته
يې ملي قوت ورکړ همدا لامل دى چې تر١٩کلنۍ ټيټ عمر لرونکو افغان لوبغاړو
پاکستاني لوبډلې ته تاريخي ماتې ورکړه.
له دې لوبې څخه سيمې او نړۍ ته دا پيغام هم واستول شو چې يواځې سالمې
سيالۍ کولى شي په سيمه کې شته ناخوالې پاى ته ورسوي او دلته دتل پاتې
سولې ،امن او ورورولۍ دروازې پرانيزي.
زه دخوست دادارې او ولسونوپه استازيتوب ددغه برياليتوب مبارکي ټول افغان
ملت ته وړاندې کوم په ټولو غږ کوم چې سره يو شئ ترڅو دلوبو ترڅنګ په ملي
،علمي ،فرهنګي،سياسي ،اقتصادي ،امنيتي او تجارتي برخو کې هم ورته برياوې
راخپلې کړو.

عبدالجبارنعيمي
خوست والي