د رشتینو واقعیتونو په لټون کړیدلی شاعر واصل حسنیار
زه د باروتو د اورونو دود وهلی ښاخ یم
ته خویې ګل د زړګي سره بل څه پاته نه دي
د کندهار په اوسمهاله ادبي بهیر کي په شمېر څو داسي شاعران په ګوته کولی سوچي دیار دغمونوسره دجهان غمونه هم پیوندوي هم د ژوند د ولولو پریمانه او د ټولنیزو ناخوالو او ترخو واقعیتونو ترجمانه شاعري یې کړې وي یا دې دیوې دورې دتاریخي حوادثو موضوع دخپلي شاعرۍ برخه ګرځولې وي:
اوس هم که په سنجیدګي ورباندي غوراوفکر وسي د کندهار د روان ادبي بهیر زیاته برخه شاعري د عقیدې او شخصي قلبي عشقي وارداتونو په دایره کي په څرخ اخته ګورو، د ړانده شاعرانه تقلید ستړیا یې ځان ته ځانګړې موضوع ده او بل اړخ ته د خپل عصر له تقاضو سره بلد څو بیل زړه وړونکي هنري او له سندریزو باریکیو لبریز داسي ږغونه اورو چي ذهنونو ته رڼا او زړونو ته تسکین او مستي وربخښي او د خپل شعر په وسیله دمیني او انسان دوستۍ هم د شهرت بیرغونه هسکوي او سرحدونه له منځه وړي:
د دې ډلي له شاعرانو د کندهار واصل حسنیار یادولی سو ، حسنیار شاعري ته په جمالیاتي او کایناتي تناظر کي ورکتلي دي هم یې د ټولنیز جبر او طبقاتي استحصال په خلاف دکرکي او مقاومت( مزاحمت) اظهار دخپلي شاعرۍ وسیله ګرځولې ده :
حسنیار دهجرت کړاوونه او په خپل وطن کې د زور ورو نه هېریدونکي دردونه او ظلمونه هم ولیدل چي نېغ یې د ده وشعر ته لار کړې ده :
حسنیار چي د ښه هنري استعداد او پراخي مطالعې لرونکی څوک دئ هم یې د خپل وخت له غوښتنو شاعري برخمنه ګرځولې ده هم دا یې شاعرانه ارزښت دئ چي پرون، نن، او سبا یې په شاعرانه او هنري انداز سره ګنډلي دي د(فراق ګورګکپوري) په اند:
( د ماضي له مطالعې دحال له مشاهدې او د مستقبل د تصور بغیر نه خو په رښتونې توګه څوک فنکار ګرځیدی سي او نه نقاد) :
د حسنیار درې واړه شعري ټولګي که په سنجیدګي سره مطالعه سي د حسنیار د وطن غمیزه او د خلکو غربتونه او مرګونه به پکښي له ورایه پکي ننداره کړو هم دا یې علت دئ شاعر چي کله سرې شونډي او سور ګلاب ستایي نو د خلکو سره پرهارونه یې و سترګو ته ودریږي او چي کله د رباب ترنګ او د بنګړو شرنګ ته امادګي نسي نو د توپ او راکټ غړمبار یې روح وریږیدوي او د الوتکو بمبار نړیدلي کورونه او اوار سوي کلي وریاد کړي:
شاعر ته دخپل دور او زمان ترجمان ویل سوي دي د فراق صاحب په قول:
( ادب د انسان د جذباتو او خیالاتو ترجمان دئ او د انسان جذبات او خیالات د زمانې او چاپیریال تابع وي، څه نمونه چي زمان او چاپیریال وي هم هغه شان به جذبات او خیالات وي هم هغه ډول به یې ادب وي) :
اوس راسه اوس یې وګوره چي روغ ځای نلرمه
پر هر ځای لګېدلي دي ګولۍ زموږ د کلي
د حسنیار د ځوان غمیزه او ستړې د توپک تر شبېلۍ د انساني ښکار څار کول دي، دحسنیار د ماشوم ستونځه په کارولو بمبانو او مرمیو کي ډوډۍ لټول دي ، دحسنیار د سپین ژیري مشکل د مسجد په دروازه کي ولاړ ځانمرګی دئ:
د حسنیار د ټولني د میرمن لویه ناروغي غربت، او اروایي ( نفسیاتي) ده ځکه د حسنیار پر خاوره د څلورو لسیزو دمرګونو اتڼونه جوړ دي ، د حسنیار د برخي آسمان اورونه اوروي ، دحسنیار د زړه وړونکي کندهار د سړو اوبو لښتي په سرو وینو بهاند روان دي او حسنیار دې ته اړ باسي چي د جنګ په خلاف یوې سندریزي جګړې ته دوام ورکړي او رښتوني واقعیتونوته شاعرانه ژبه ورکړي هم ورته شاعرانه سمبولیک قالبونه ورغوي هم په دې هڅه کي تر ډېره کامیاب ښکاري او د کامیابۍ راز یې دودیزه شاعرۍ ته شاه کول او د پراخي مطالعې په وسیله عصریزه (جدید) شاعرۍ ته مخ اړول به وي که څه هم تر اوسه یې په بشپړه توګه دودیزه شاعري د پامه لویدلې نه ښکاري چیري، چیري بڼه ښکاره کوي خو یوه خبره ده په شعر کي یې سبکي نوښتونه په کثرت که درسترګو کیږي نه خو دا به هم لویه ادبي بددیانتي وي چي ووایو د …. سبک تر تاثیر لاندي راغلی دئ ، دا مشکل به یې هم د زیات ریاضت او مطالعې په وسیله د وخت تیریدو سره حل سي هم به یې ورته احساس وسي :
د حسنیار دشعر لهجه حزین زده ده ، مطلب د وشتلي زړه فریاد دئ خو ګوره ناهیلي نلري د روښان سباوون پیغام لري ، نن که یې جامونه نسکور پراته دي خو دسبا په هیله تندي خړوبي ګرځوي:
حسنیار د ځان، شمعي او پتنګ په تعلق پویدلی هم یې (اصلیت او حقیقت) ته رسېدلی شاعر دئ، حسنیار پوهیږي چي څه ووایي او څنګه ووایي نو که ووایي د چا لپاره یې د چا په ژبه د څه لپاره ووایي:
د مقدار له پلوه د حسنیار شاعري د اختصار تر فشار لاندي لاندي ده البته په یو تاریک او بد رنګ ماښام کي روښان څراغ دئ چي بلیږي ، ممکن ده څوک به زاړه زخمونه ورته ګوري او څوک به د بېلتانه او میني اوښکي او مسکا پکي ولټوي :
دا هم دحسنیار کمال دئ چي یو ړوند تقلید پرست نسو ،حسنیار یو تحلیلي ذهن اود مثبت فکر څښتن دئ هم دا یې دشعر دکامیابۍ راز بللی سو چي په پټو سترګو یې دکوم بل شاعر سبک تعقیب نکړو :
دغه په تورو دودو پټ او دا تیاره کورونه
زما د دې ړنګ او درد وهلي ښار کیسه پیاد ده
زه د راتلونکي توپان نخښي پر آسمان وینمه
زما یې د ستورو کوچېدلې قافله پیاد ده
یا دا
بیا د ماشوم شپونکي پر زړه واصله څه تیرږي
چي اور یې بل کړی دشپېلۍ سوو نغمو په ژبه
د افغانستان د دا څلورو لسیزو ناورین چي په تراژیدي پسې تراژیدي زیږوي، په جنګ پسې جنګ راوړي، پېغلي، ځلمي، زاړه، واړه یې خوراک ګرځیدلي دي، نړیدلي کورونه، ویجاړ سړکونه، چاک دېوالونو یې لا زړه سم غوڅ کړی نه و چي یوې نالیدلي غمیزي ته مخامخ کیږي او اوس شاعر پزړه کي ګوتي منډي او وایي:
ښایي زموږ غمونه پای نلري
چي یې ډولۍ و جنازې ته یووړه
واصل د ښو ماڼیو وس نلري
ځکه یې کډه کنډوالې ته یووړه
رښتونی شاعر تر مادیت و معنویت ته ارزښت ورکوي او په فکري توګه حسنیار غوندي لوستی شاعر خو ډېر ښه پوهیږي چي د ژوند و کومو ارزښتونو ته اولیت ورکول اړین دي :
ورته دا دنګ قصرونه ټیټ ښکا ري
واصله ، څوک چي زړو کي کور لري
امکان لري ډېرو ناهیلیو او حسرتونو د حسنیار دشعر لجهه حزین زده ګرځولې وي او دا به یې دحسرتونو له ویرانو د زړه د وینو په بدل لویه لاس راوړنه وي چي شعر یې نېغ زړونو ته لار کوي :
زما ارمان لکه لار ورکی سړی
بیا د کوم ورک منزل پر لوري ګوري
واصل حسنیار د ښه شعر ارزښت او قیمت له نژدې درک کړی دﺉ هم د دې خبري ورسره احساس سته چي شعرکومه د باد څپه نه ده چي راغله او تیره سوه ، شعر د اولسونو په فکري رغونه کي اساسي نقش درلودلی دﺉ هم یې لري :
شاعري او پیوندګري څوک ژوندی شاعر درله بېلولی هم پېژندلی سي ، حسنیار ته دښه شعر احساس دﺉ ځکه خو وایي :
واصله د نوښت اروا په شعر کي تل لره
د وخت نقاد یې خدای مکړه پر سر وټکوي
هم دا خو دحسنیار لویه ورځ ثابتوي :
واصل په شعر کي د یوه کاڼي په تول وختم
دا سادګي ده چي خبره اوس د غره کومه
امکان نلري چي په وطن کي دي یوه اوږده او ړنده جګړه روانه وي او شاعر دي دعشق او بلبل سندري تخلیق کړي ، امکان لري دخپل شخصیت او مقبولیت په رنځ اخته څوک شاعر به د وطن او خلکو له غوښتنو او هیلو سرغړونه وکړي خو په فکري کچه لوستی او په ذهني توګه بلوغت ته رسېدلي شاعرڅخه د انتقادي ریالیزم هیله کېدلی سي لکه حسنیار چي وایي:
ښایي زموږ غمونه پای نلري
چي یې ډولۍ و جنازې ته یووړه
یا دا
ټول وطن مو ستا د لاسه هدیره سو
اوس پرمځکه څنګه ګرځې لکه حوره
شاعر د خپلو خلکو امین او د خاوري محافظ وي ، هرګړی په دې لټه وي چي اولس یې سرلوړی او د بدمرغیو په امان پاته وي خو د حسنیار اولس په قبیلویت ویشلی او خاوره یې په وینو او لمبو کي ګېر ساتل سوې ده :
جنګ او ننګ چي هم یې کور راڅخه چوړ کړو هم یې ورور راته دښمن کړو ، اوس هم دیوې ړندې جګړې قرباني یو هم د انتقام په لمبو کي سوځیږو:
د ورور بدل اخلي دا پور ګرځوي
پښتون له ځان څخه پېغور ګرځوي
لکه په اوښکو لمبیدلې شمع
افغان ولاړ دﺉ پر سر اور ګرځوي
حسنیار ته د خپل شخصیت احساس دﺉ چي دیو سترګور شاعر په حیث یې په ټولنه کي ارزښت دو چنده دﺉ ، دا چي په یو محدوده دایره کي پاته سي نو به یې شخصیت او ارزښت دواړه د لاسه ورکړي وي لاکن حسنیار دا د محدودیت دایره په لامحدودیت اړولې ده ځکه خو یې د اجتماعي فکر دا څرک په شاعري کي په کثرت درسترګو کیږي :
ډیوه چي وکړي رڼا د غریبانو دکور
په هغه شپه زما واصل زړه ته ارام راسي
یا دا
بل ته رڼا ورکوو، پخپله تور پاته یو
موږ یو د شمعي وروڼه چي پر سره اور پاته یو.