کور / خبرتیا او پيغامونه / د حاجي نېک نظر پر مړينه د کندهار والي پيغام

د حاجي نېک نظر پر مړينه د کندهار والي پيغام

د قومي مشر حاجي نېک نظر پر مړينه د کندهار والي د خواشينۍ پيغام
په ډېر غم او خپګان سره مي خبر تر لاسه کړ چي د سولي او امن د ډګر يو بل اتل بچي حاجي نېک نظر مشهور په حاجي کاکا تېره ورځ د زړه د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله د اويا کلونو په عمر له دې نړۍ څخه وکوچېد.
انا لله و انا اليه راجعون.
د ارواښاد حاجي نېک نظر مړينه په عمومي توګه د افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار ولايت د سولي په پروسه کي يوه ډېره لويه او نه جبرانېدونکې ضايعه ده چي د ډېر وخت لپاره به محسوسه وي.
کندهار ولايت مقام حاجي نېک نظر (حاجي کاکا) ته د فردوس جنت، د هغه حاميانو، د کورنۍ غړو، دوستانو او اهل بيتو ته د الله له درباره د زړه صبر غواړي.
حاجي نېک نظر (حاجي کاکا) د ارغنداو ولسوالۍ د تابين کلي اوسېدونکی و، چي په سيمه کي د يوه دروند، مدبير او اثر لرونکي قومي مشر په توګه پېژندل کېدی. نوموړي په ډېرو حساسو او سختو شرايطو کي د همدي ولسوالۍ د ولسوال په توګه هم دنده ترسره کړې او اوسمهال د ارغنداو ولسوالۍ د پرمختيايي او سولي شورا غړی و.
د ارواښاد يوازينۍ هيله او ارمان دا و چي په هيواد کي سوله او ورورولي راسي او اوسنيو ناخوالو ته د پای ټکی کښېښودل سي.
نوموړي به تل ويل: ” الله دې داسي ورځ راباندي وويني چي په هيواد کي بشپړه سوله وي، قومي او نوري ټولي شخړي او ستونزي له منځه تللي وي”.