کور / تازه خبرونه / هرات: د ډاکټر عبدالله د کمپاین پر دفتر وسله واله حمله سوې

هرات: د ډاکټر عبدالله د کمپاین پر دفتر وسله واله حمله سوې

راپورونه وايي په هرات ولایت کي د ډاکټر عبدالله پر انتخاباتي دفتر وسله واله حمله سوې، چي مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
په دې حمله کي د دوو کسانو د مړیني خبر ورکول سوی دئ، چي ویل کېږي یو تن یې د دې دفتر مسئول دئ.
دغه حمله د جمهوري ریاست د رسمي کمپاین د شروع په درشل کي کېږي.
د ډاکټر عبدالله د ډلي ویاند د ډاکټر همدرد په نوم د دې دفتر د مشر مړینه تائېد کړې، خو مسئولیت د چا پر غاړه نه دئ ور اچولی .
هرات د تورن اسماعیل خان د نفوذ سیمه بلل کېږي، چي هغه خپله د استاد سیاف لومړي معاونیت ته ځان کاندید کړی دئ.