کور / تازه خبرونه / د جمهوري ریاست دپاره انتخاباتي کمپاینونه شروع سول

د جمهوري ریاست دپاره انتخاباتي کمپاینونه شروع سول

د افغانستان د جمهوري ریاست دپاره د ۱۱ کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي مبارزه سر له نن سهار څخه شروع سوه.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي کاندیدان د خپل کمپاین دپاره دوې میاشتي وخت لري.

د جمهوري ریاست کاندیدان حق لري چي د سلواغې (دلوي) له ۱۳ – مي د را روان کال د وري (حمل) تر ۱۲ – مي نېټې پوري د ځانونو په ګټه غونډي او سفرونه وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسون ویلي، د ولایتي شورا کاندیدان به د کب (حوت) پر ۱۳ – مه خپل کمپاینونه شروع کړي.
د افغانستان راتلونکو انتخاباتو ته ۲۷ کسانو ځانونه کاندید کړي وو، چي د ټاکنو کمېسون ۱۱ تنه (ډاکټر اشرف غني احمدزی، استاد سیاف، ډاکټر عبدالله، انجینر قطب الدین هلال، جنرال عبدالرحیم وردګ، سردار محمدنادر نعیم، ډاکټر زلمی رسول، ګل آغا شیرزی، عبدالقیوم کرزی، داود سلطانزی او هدایت امین ارسلا) د ټاکنو پر شرایطو برابر اعلان کړل.

ټاکل سوې ده چي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل پر ۱۶ – مه نېټه ترسره سي، چي له مخي به یې د ولسمشر کرزي ځای ناستی وټاکل سي.