کور / z_buitenland_news -- 5 / جاپان د نړۍ تر ټولو جګ انتن جوړوي

جاپان د نړۍ تر ټولو جګ انتن جوړوي


جاپاني حكومت پرېكړه كړې چي د نړۍ تر ټولو غټ مخابراتي انتن به جوړوي.
د جاپان د مخابراتي چارو پوهان وايي د دغه انتن به چي۶۱۰ متره لوړ والى لري، د جوړېدو كار به يې را روانه مياشت د ټوكيو ښار په ختيځ كي پيل او په ۲۰۱۱ كال كي بشپړ سي.
د جاپان مخابراتي تكنالوژۍ چارواكي وايي دغه انتن به په اتومات ډول د جاپان د ټولو مطبوعاتي او تليفوني اړيكو د ټينګولو وړتيا لري.
په دې انتن كي به د څارني دوه مركزونه هم جوړېږي، چي يو به يې له مځكي څخه ۳۵۰ او بل به ۴۵۰ متره لوړ وي.
په دې ټاور يا انتن كي به يو رستورانت او د ځينو غټو مخابراتي كمپنيو دفترونه هم شامل وي.