په پاكستان كي عمليات د ترهګرۍ خپلاف جنګ ته زيان رسوي

34 | جون 11th, 2008



د پښتونخوا وزير اعلى اميرحيدرخان هوتي او والي ويس احمدغني وايي، د پاكستان په خاوره كي د ايتلافي ځواكونو له خوا پارونكي عمليات نه يوازي د ترهګرۍ خلاف جګړې ته زيان رسوي، بلكي د دې عملياتو د ټولو بديو مسئوليت به د ايتلافي ځواكونو او افغان حكومت پر غاړه وي.
له پېښور څخه په خپاره سوي بيان كي وزير اعلي حيدرخان هوتي او والي ويس احمدغني ويلي چي په مومند ايجنسي كي پر پاكستاني ساتونكو باندي بريد پر ټول پاكستان د تېري په معنى دئ.
دوى وايي ايتلافي ځواكونو نه يوازي پر پاكستاني پوليسو بريد كړى، بلكي د پاكستان پر خاوره يې هوايي تېرى هم كړى، چي دا ورته د زغم وړ نه ده.
هغوى پر ايتلافي ځواكونو ږغ كړى له دغسي كړنو څخه چي د هيوادونو ترمنځ اړيكي خرابوي په كلكه لاس واخلي.
والي او وزير اعلى دواړو په دغه پېښه كي د وژل سوو كسانو له كورنيو سره خواخوږي ښودلې او په دې غم كي ځانونه ورسره شريك بولي.
د يادوني وړ ده چي د ايتلافي ځواكونو الوتكو تېره شپه په مومند ايجنسي كي پر دوو كلو هوايي بريدونه كړي، چي ويل كېږي له امله يې ۱۳ پاكستاني پوليس وژل سوي او ډېر نور كسان ټپيان سوي دي.
نن سهار پاكستاني مطبوعاتو داسي خبرونه هم خپاره كړي وه، چي د پاكستان دغه سرحدي پوليس د افغان پوځيانو له خوا وژل سوي دي.
خو تر اوسه افغان حكومت او ايتلافي ځواكونو په دې اړه څرګندوني نه دي كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024