کور / تازه خبرونه / اوباما غواړي په ۲۰۱۷ کال ټول پوځیان له افغانستان څخه وباسي

اوباما غواړي په ۲۰۱۷ کال ټول پوځیان له افغانستان څخه وباسي

له سپیني ماڼۍ څخه راوتلي تازه خبرونه وايي چي ولسمشر اوباما او پنټاګان پر یوه داسي پلان باندي کار کوي، چي له مخي به یې په ۲۰۱۷ کال کي ټول امریکايي پوځیان له افغانستان څخه ووزي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند دوو غټو غړیو تائېد کړې، چي ولسمشر اوباما او مرستیال یې جوبایډن د سې شنبې په ورځ د دفاع له وزیر چک هیګل او په افغانستان کي د امریکا له لوړ رتبه پوځي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ سره د خبرو پر وخت په افغانستان کي صفر ته د امریکايي ځواکونو پر راکښته کولو هم خبري وکړې، خو موافقې ته نه دي رسېدلي.

د سپیني ماڼۍ ویاند جې کارني د ولسمشر اوباما او پوځي قومندانانو تر غونډي وروسته وویل، د امریکا او ایتلافي ځواکونو اوږده جګړه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه ختمه سي، خو نوموړي وویل د مشرانو جرګې ځیني غړي ټینګار کوي چي امریکايي پوځیان آن د لسونو کلونو دپاره په افغانستان کي پاته سي.

په یوه بل خبر کي راځي چي ولسمشر باراک اوباما او اداره یې نور نه غواړي چي د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره پر امنیتي موافقه باندي خبري وکړي.
ظاهراً د امریکا او افغانستان اړیکی وروسته له هغه خراب سول، چي ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک څخه ډډه وکړه. ولسمشر کرزي د نومبر په میاشت کي وویل چي حکومت به یې تړون لاسلیک کړي، خو امریکا به اول په افغانستان کي سوله راولي او هم به د شپې تلاښۍ او خپل سري عملیات بندوي.