کور / شعر / ټول سوله غواړی

ټول سوله غواړی

زموږ د کلی په اسمان

د مینی او سولی مرغان هر خوا ته پرواز کوی

او په غرو د جنګونو کارغان

لا هم پرواز کړی اټنونه کوی

هغوی هم سوله غواړی

کله په خوله کله په زړه یی راځی

او س هم سوچونه د بدلون هره ورځ

خو لا هم نشی چی دنیا ته ووایی

چی زه هم سوله غواړم

چی زه هم مینه غواړم

او لکه همیش اوس هم نادان یی بولی

او هیڅکله یی په خوله نه راځی

زه هم ارام ژوند غواړم

هسی عادت یی شوی

او مجبوریتونه د دنیا یی ډیر دی

بیا هم لمانځه کی دوی له خدایه غواړی

چی وطن کی سوله راشی

سمیع الله خالد سهاک

مونتری، د امریکا متحده ایالات

د ۲۰۱۴ کال د فبروری ۱۴